د ځوانانو ټولنې ځوانانو ته څه کولای شي؟
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته ځوانانو ګڼې ټولنې جوړې کړې چې په مختلفو برخو کې یې فعالیتونه ...
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته ځوانانو ګڼې ټولنې جوړې کړې چې په مختلفو برخو کې یې فعالیتونه ...
په جنوبي اسیا کې په اټمي وسلو سمبال ګاونډیانو هند او پاکستان یو بل ته پهدې څو لنډو ورځو کې د بریدونو زیات ګواښونه او ...
وروسته له هغې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان...
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې وروستيو، بارانونو د وچکالۍ خطرونه له منځه وړي او خلکو ته د يوه اباد کال زيرۍ ورکوي.
د سالنګ لاره د درنو واورو له امله بیا د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د ادارې رئیس عبدالبصیر حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې نیمې شپې راهیسې د سالنګ لاره د څو برفکوچونو او سختو توپانونو له امله د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده. ښاغلي حبیبي زیاته کړه چې د سالنګ په لاره د واورې ضخامت ۸۰ سانتي مترو ته رسېدلی او د ښویېدلې واورې له امله هم له لارې د واورې د توږلو چارې له ستونزو سره مخ شوې دي. د ښاغلي حبیبي په وینا ښایي د سالنګ لاره تر سبا ماسپښین پورې د ټرافیکو پر مخ بنده وي.
چارواکي په کندهار کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د اتو وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيي علوي وایي، په دغو پوځي عملياتو کې چې د ملي اردو ځمکنیو ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په مختلفو سيمو کې ترسره کړي، دغهراز اته وسلهوال طالبان ټپیان شوي او د هغوی لوی مرکزونه لهمنځه وړل شوي دي. علوي وویل، پهدې عملیاتو کې چې اوس هم روان دي، سرتېرو او ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی. وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه تبصره نهده کړې.
د افغانستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د متوازن اقتصادي پراختیا په هدف په نږدې راتلونکي کې ۲۰ نوې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر مجیبالرحمان کریمي د یوې ناستې په څنډه کې رسنیو ته وویل چې دا پروژې به د هېواد په څلورو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، کندز او بلخ کې پلې شي. نوموړي وویل، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني په دُبۍ کې د مېشتو ۲۰ جاپاني کمپنیو او یو شمېر سترو شرکتونو له استازو سره کتلي او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدې لیدنه کې ښاغلي دُراني ډاډ ورکړی، کوم بدلونونه چې اوس په افغانستان کې رامنځته شوي، د بهرني پانګونې په برخه کې تر ټولو ښه قوانین او پالېسۍ لري او د محصولاتو د پروسس په برخه کې هم مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. د کرنې وزیر وویل، په افغانستان... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د دې هېواد پارلمان یا دوما ته کلنۍ وینا واوروي. پوتین سږنۍ وینا داسې مهال اوروي چې نظرشمېرنې ښيې چې په خلکو کې د هغه محبوبیت بې سارې کچې ته رالویدلی دی. د پوتین دغه وینا چې د هغه پنځلسمه وینا ده، په سیمهییزوخت غرمه مهال په مستقیمه بڼه له ټلوېزیوني چینلونو خپرېږي. ۶۶ کلن پوتین له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې دوه لسیزې د ولسمشر یا صدراعظم په توګه د روسیې پر سیاست نفوذ لرلی دی. پوتین چې تېر۲۰۱۸ میلادي کال د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه ټاکل... Читать дальше...
بوسنیاـ هرزګوینا وایي چې تېر کال یې د ترهګرۍ او انساني قاچاق په تړاو مشکوک شپږ تنه افغانان نیولي دي. د دې هېواد د بهرنیو چارو ادارې پرون په یوه بیان کې وویل چې پنځه افغان کډوال د ترهګرۍ او شپږم یې د انساني قاچاق اود منظمونو جرمونو د تړاو په شک توقیف شوي دي. دغې ادارې نیول شوي افغانان چې عمرونه یې د ۲۲ او ۳۴ کلونو ترمنځ ښودلي، د دې هېواد عامه نظم اوامنیت ته ګواښ بللی او ویلي یې دي چې بېرته به یې له هېواده وباسي. د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې چې هنګري او صربیا د کډوالو او پناه غوښتوکو پرمخ خپلې... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالتونو له پاکستانه وغوښتل چې د هندي کشمیر د ځانوژونکي برید عاملانو ته دې سزا ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالادینو پرون خبریالانو ته وویل چې موږ د هند له حکومت سره له نژدې په تماس کې یو او یوازې ورسره خواخوږي نه څرګندوو، بلکې د دغه ترورېزم په وړاندې مبارزه کې یې کلک ملاتړ هم کوو. موږ له پاکستانه غواړو چې د دغې حملې په اړه څېړنه کې بشپړه همکاري وکړي او عاملان یې که هرڅوک وي، ورته سزا ورکړي. هند له پاکستانه غوښتي چې د دغې حملې د عاملانو په وړاندې پریکنده او... Читать дальше...
چارواکي په فاریاب ولایت کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د ۱۴ طالبانو د وژل یا ټپي کېدو خبر ورکوي. په شمال زون کې د ۲۰۱۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په هغو عملیاتو کې چې د فاریاب د ګرزیوال ولسوالۍ د علياباد په کلي کې د وسلهوالو طالبانو پر یوه مرکز ترسره شول، د ملانجیب په نوم د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۱۰ تنه پهکې ووژل شول او څلور نور ژوبل شول. د ښاغلي رضایي په وینا پهدغو عملیاتو کې د طالبانو د راټولېدو څو مرکزونه، له مهماتو او څو موټر سایکلونو سره لهمنځه یوړل شول. Читать дальше...
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په کابل کې د پاکستان د سفیر د تېرې ورځې په څرګندونو او د افغانستان د سولې په ...
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په اسلاماباد کې د طالبانو، امریکایانو او د طالبانو او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د لیدنو کتنو د لغوه کېدو مسئله څېړلې ده.
په لغمان ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې شپږ ملکیان وژل شوي دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ویلي، پرون سې شنبه دغه ملکیان هغه وخت ووژل شول چې د سورلۍ موټر یې په قرغهیي ولسوالۍ کې د سړک غاړې په یوه ماین وخوت. چا تر اوسه د دې پېښې مسوولیت په غاړه نهدی اخېستی. طالبانو هم چې اکثر د چارواکو لهخوا د ورته بریدونو عاملین بلل کېږي د لغمان د پرونۍ پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان له لسګونو زرو پناه غوښتونکو تېر ۲۰۱۸ میلادي کال یوازې څلور زره تنو ته د عادي ژوند امکانات برابر شوي. دا شمېره پرون د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ «یو.اېن. اېچ.سي.ار» ورکړې. د «یو.اېن. اېچ.سي.ار»په اعلامیه کې افغانستان یو له هغو څلورو هېوادونو بلل شوی چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې محدودو پناه غوښتونکو ته د ژوند امکانات برابر شوي. له افغانستانه له ۲۰۱۴ کال وروسته لسګونه زره خلک اکثراً ځوانان اروپايي هېوادونو په خاصه توګه جرمني ته ولاړل او لا هم په سختو لارو اروپا او ښه ژوند ته د رسېدو لپاره هڅې کوي. Читать дальше...
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبې سبا په لومړۍ شل اورېزې سیالۍ پيلېږي. د دغو دواړو ټیمونو لوبډلمشرانو پرون ماښام د هند په دهرادون کې چېرته چې تمه ده سبا د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو بجو لوبه وکړي خبریالانو ته د خپلو ټیمونو له چمتووالو او وړتیاوو خبرې وکړې. افغان ټیم به د مارچ تر نولسمې د ایرلنډ په وړاندې درې شل اورېزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه وکړي. د افغان لوبډلې مشر اصغر افغان وویل چې د ټیم ملګرو یې له یوې میاشتې راهیسې په هند کې تمرینونه کړي او له ایرلنډ سره لوبو ته پوره چمتو دي. Читать дальше...
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل وايي، هېواد یې یوازې د افغانستان د سولې له پروسې...
په جنوبي اسیا کې په اټمي وسلو سمبال ګاونډیانو هند او پاکستان یو بل ته پهدې څو لنډو ورځو کې د بریدونو زیات ګواښونه او ګوتڅنډنې کړي.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان پرون شپه نوي ډهلي ته ورسېد. د هند صدراعظم ناریندرا مودي د هغه هرکلي ته ورغلی و. هند او عربستان د تیلو او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې شاوخوا ۲۷ میلیارده ډالره سوداګري لري. تمه ده چې هند ته په دوه ورځني سفر کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د انرژۍ او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې نوې پانګونې اعلان کړي. محمد بن سلمان له پاکستان وروسته چې پهدې وروستیو کې په هندي کشمیر کې د هندي ملېشهوو د وژل کېدو په خاطر د هند له تُند ګواښ سره مخ دی نوي ډهلي ته ولاړ. Читать дальше...
ایراني چارواکو په خپلو سرتېرو د تېرې اوونۍ د خونړي برید عامل یو پاکستانی معرفي کړی. فارس خبري اژانس پرون د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور په حواله ویلي چې د زاهدان – خاش په لار د سپاه پاسداران په سرتېرو د انتحاري برید عامل حافظ محمد علي د پاکستان و او یو بل پاکستانی هم ورسره ملګری و. پهدې برید کې چې له چاودیدونکو موادو ډک یوه موټر په واسطه تېره اوونۍ وشو د سپاه پاسداران ۲۷ سرتیري ووژل شول او ۱۳ تنه نور یې ژوبل شول. د ایران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور ویلي چې د دې برید په تړاو یې تر اوسه درې کسان نیولي دي. Читать дальше...
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې بېګاه شپه شاوخوا شل زره کسانو د یهودانو ضد فعالیتونو د غندلو لپاره لاریون وکړ. لاریون کوونکو چې په کې یو شمېر فرانسوي میشتي مسلمانان هم شامل وو، په یهودانو باندې د زور زیاتي د بندولو غوښتنه کوله. دوی وروسته له هغه لاریون ته راووتل چې په وروستیو څو ورځو کې د یهودانو ضد څو پېښې شوي چې وروستۍ یوه یې په سټراسبورګ کې د یهودانو د څو قبرونو ورانول دي. د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون ویلي، هغو کسانو ته چې په وروستیو پېښو کې لاس لري سزا ورکوي: "هغوی به سزا وویني. زه نه غواړم هغه څه چې دلته شوي نورو ته ذهنیت ورکړي.
د افغانستان په شمال زون کې د ډایاک پروسې مسؤلان په یاده سیمه کې د غیر قانوني وسلهوالو ډلو له زیاتېدو اندېښنه ...
په کندز ښار کې د پوځي ارګانونو د وسایطو له حده زیات ګړندي تګ راتګ د دې ولایت د ښار اوسېدونکي سخت اندېښمن ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.