Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 15.02.2019

پاکستان دې د هند ورانولو خوبونه پرېږدي: مودي

Mashaalradio.com 

د پلواما تر بريد وروسته هند پاکستان ته د تجارت په برخه کې ورکړل شوی ځانګړی امتياز واخيست او بلخوا يې ويلي چې د دې هېواد پر ضد به هر ډول سفارتي او اقتصادي فشار راولي.

د ایران پر بندیزونو مو دریځ له اروپا بېل دی: پامپیو

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي پر ایران د بندیزونو لګولو په برخه کې د واشنګټن دریځ د اروپايي هېوادونو له دریځونو بېل دی. نوموړي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۴مه د پولېنډ په پلازمېنه وارسا کې کړي دي. په دې اړه دا ویډیويي مرکه وګورئ.

پامپیو: پر ایران د بندیزونو په اړه د واشنګټن دریځ له اروپا سره توپیر لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې پر ایران د بندیزونو د لګولو په برخه کې د واشنګټن دریځ د اروپايي هېوادونو له دریځونو سره توپیر لري. مایک پومپیو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختیځ په اړه د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د آزادۍ راډیو له فردا څانګې سره په مرکه کې وکړې.



په اسلام اباد کې د سعودي ولي عهد د هرکلي تیاریانې

Mashaalradio.com 

د سعودي ولي عهد محمدبن سلمان د پاکستان د دورې په مناسبت په اسلام اباد کې سخت امنیت ګامونه اخیستل شوي. د شهزاده د هرکلي په موخه د ښار په واټونو کې د هرکلي بینرې او عکسونه لګول شوي دي. په دې اړه د عمران یونس ویډیو ظفر خان ایډیټ کړې ده.

د ناټو سرمنشي: د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته د سولې هڅې نتیجه نه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وايي چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د سولې هېڅ راز هڅې نتیجه ورنه کړي. ینس ستولتینبرګ له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیه او په افغانستان کې ټول ښکېل اړخونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان زلمي خلیلزاد پیل کړې دي.

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ وایي د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له ګډون پرته تلپاتې سوله نه شي راتلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وايي هره پیسه چې ایران ته ځي په ورانکارۍ لګیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د لوستو ځوانانو په راتګ سره د موسيقۍ هنر وده کړې: عرفان خان

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو په ویډيويي خپرونه "له اسحاق خان سره بنډار" کې مو دا ځل د پښتو ژبې هنرمند عرفان خان مېلمه دی. نوموړی وايي د پښتو تر څنګ يې په انګليسي، اردو او فارسي ژبو هم سندرې ويلي دي. اسحاق خان له عرفان سره د ده د هنر او ژوند په اړه ویډیويي مرکه کړې ده.



بلخي: نړیوالې ټولنه دې له بې ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي له مرستدویه هېوادونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې له بې ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي. نوموړي وویل، سږ کال په افغانستان کې د نا امنیو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۷۵۰ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

پامپيو: هره یوه پیسه چې ایران ته ورسېږي په ورانکارۍ لګېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو وايي، هره یوه پیسه چې ایران ته ورسېږي په ورانکارۍ لګېږي. هغه دا خبره د ازادي راډيو له فردا څانګې سره په یوه ځانګړي مرکه کې په وارسا کې وکړه. د پولنډ پلازمېنه وارسا دا اوونۍ د امریکا په نوښت د یوه لوی کنفرانس کوربه و چې بحث یې په ایران او منځني ختیځ و. پامپیو وايي، د وارسا د غونډې هېڅ ګډونوال د ایران په ګواښونو سترګې پټې نه‌کړې. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ازادي راډیو له فردا څانګې سره په‌دې ځانګړې مرکه کې د منځني ختیځ د اکثرو لانجو جرړې ایران وباله... Читать дальше...

په پېښور کې د قیمتي کاڼو کاروبار

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د پېښور مالګه منډۍ په پاکستان کې د قيمتي کاڼو او غمیو تر ټولو لوی مارکيټ ګڼل کېږي خو اوس هلته کاروبار کوونکي وايي چې له تېرو ۱۵کلونو راهیسې کاروبار اغیزمند شوی دی. په دې اړه د ځلاند يوسفزي ویډیويي رپورټ وګورئ.

افغان ولسمشر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د پروسې او د دوه اړخېزو سوداګریزو مسئلو په اړه خبرې وکړې. محمد اشرف غني او عبد العزیز کاملوف پرون د جرمني په مونیخ ښار کې له یو بل سره وکتل. د جمهوري ریاست اعلامیه وايي، ښاغلي کاملوف د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې ازبکستان به په دې برخه کې له افغان حکومت سره په هم‌غږۍ د دې پروسې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. ولسمشر غني د مونیخ په نړیوال امنیتي کانفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی.

افغان ولسمشر: په سیمه‌ییزې هم‌غږۍ ترورېزم له منځه تلی شي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سیمه‌ییزې هم‌غږۍ او همکارۍ له لارې د ترورېزم پدیده له منځه تلی شي. ولسمشر غني دا څرګندونې نن د جرمني په مونیخ ښار کې د ترکيې د دفاع له وزیر هلوسي اکار سره په کتنه کې وکړې. د جمهوریت ریاست د اعلاميې له مخې د ترکيې د دفاع وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. افغان ولسمشر او ورسره پلاوی يې د مونیخ په نړیوال امنیتي کانفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی.


Музыкальные новости
Коммерсантъ

ДЭГ местного значения // Суд оставил в силе итоги электронного голосования на выборах президента





Персональные новости
Сбер

Сбер подарил Орлу умный светомузыкальный фонтан





د روسيې په سایبریا کې چاودنې لږ تر لږه ۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې په سایبریا کې د استوګنې په یوې ودانۍ کې چاودنې لږ تر لږه ۲ کسان وژلي دي. د روسيې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې دا چاودنه تېره شپه د طبیعي ګازو له امله شوې ده او ودانۍ ته يې هم زیان اړولی دی. د تیرې جنورۍ میاشت په ۱۳مه نېټه د روسيې په روستوف سیمه کې د طبیعي ګاز په چاودنه کې پینځه کسان وژل شوي وو. دغه راز د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیل په ماښام د روسيې د اورال په غرنۍ سیمه کې یوې چاودنې ۳۹ کسان ووژل چې د روسيې چارواکو په وینا د طبیعي ګاز له امله وه.

ارګ کې د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو کلیزه ولمانځل شوه

Pa.azadiradio.com 

نن د جمعې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې له افغانستان نه د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو دیرشمه کالیزه ولمانځل شوه. په‌دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې اکثرو دولتي چارواکو ګډون کړی وو. څرنګه چې ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني په سفر کې و، غونډې ته یې ویډیويي پیغام استولی و چې په‌کې راغلي وو، جهاد افغانانو ته د یووالی درس ورکړ، ځکه د یووالي په نتیجه کې جهاد او مبارزه بریالۍ شوه، خو اوس هم د جنګ په اړه تشویشونه موجود دي او ملت مو په نویو جنګونو واوښت.  په پیغام کې راغلي وو اوس دې ته ضرورت... Читать дальше...

هند او امریکا له پاکستانه غوښتي چې د وسله والو ضد اقدام وکړي

Mashaalradio.com 

هند او امریکا پر پاکستان غږ کړی چې پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو ملاتړ ودروي او پر ضد یې اقدامات وکړي. دواړو هېوادونو دا غوښتنه تر هغې څو ساعته وروسته کړې چې د فبرورۍ پر ۱۴مه، یوه ځانمرګي برید ګر د هند تر واک لاندې کشمیر کې له چوونکو موادو ډک ګاډی د سرتېرو له قافلې سره وجنګاوه چې پکې ۴۴ سرتېري ووژل شول. وسله والې ډلې جیش محمد د حملې ذمه واري منلې. پاکستان په حمله کې د ککړتیا تور رد کړی. شنونکي وايي، دا حمله ښايي د اسلام اباد او نوي دلي ترمنځ ستونزې لا زیاتې کړي. په اړه یې د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.

"Save the Children": افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه بلل شوی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا سيف د چيلډرن په تازه راپور کې افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې راغلى چې د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه بلل شوي دي. د دې ادارې په حواله هر کال په نړۍ کې په وسله‌والو شخړو پورې اړوندو پېښو کې سل زره ماشومان مړه کېږي. دغې خيريه ادارې نن په يوه راپور کې ويلي: ماشومان د لويانو له خوا د شخړو پر مهال په بېلابېلو لارو کړاو ګالي، ځکه دوى په جسمي لحاظ کمزوري دي. د دې ادارې راپور وايي، له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٧میلادي کاله پورې په لسو هېوادونو کې شا و خوا ٥ لکه ٥٠زره ماشومان... Читать дальше...

د هندوستان هوايي شرکت ايير انډيا عراق ته الوتنې پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان هوايي شرکت ايير انډيا په تېرو ٣٠ کلونو کې د اول وار لپاره عراق ته الوتنې پيل کړي. په لومړۍ الوتنه کې يې پرون شيعه زيارت کوونکي نجف ښار ته ولېږدول. د بغداد لپاره د هندوستان سفير پراديپ سنګ راجپوروهيت «Pradeep Singh Rajpurohit) وويل: "دا په تېرو ٣٠ کې لومړى وار دى چې له هندوستانه يوه الوتکه عراق ته رسېږي. موږ ډېر نېکمرغه يو چې د لومړي منزل په توګه سپېڅلى ښار نجف ټاکل شوى دى." د پلازمېنې بغداد په ١٥٠ کيلومترۍ کې نجف ښار کې د حضرت محمد (ص) د زوم امام علي (رض) زيارت دى. د صدام حسين... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте





Путин в России и мире
Москва

Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



БГАТОиБ

Школьники могут принять участие в конкурсе видеороликов «Байкал без пластика»



Москва

«Не ожидала, что кроме научных перспектив передо мной откроются карьерные»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net