Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 09.02.2019



چارواکي: د ارزګان ـ کندهار لاره له وسله والو طالبانو پاکه شوه

Pa.azadiradio.com 

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین یو ځل بیا خبر ورکوي چې د ارزګان ـ کندهار لویه لاره يې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې او لار اوس د ټرافیکو پرمخ خلاصه ده. چارواکي وايي، د ارزګان -کندهار د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. مسؤلین زیاتوي چې د یادې لارې پرسر به سبا ملکې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. دا په داسي حال کې ده چې افغان ګډو ځواکو د دغې لارې د خلاصون په هدف له تېرو ۱۲ ورځو راهیسي عملیات پیل کړي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ننګرهار نوي والي شاه محمود مياخېل دنده پېل کړه

Mashaalradio.com 

د ننګرهار د نوي والي په توګه د شاه محمود مياخېل د پېژندنې په دې غونډه کې چې نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت د بېلابېلو ولسواليو څخه په کې په سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه لرله.

چارواکي: په فاریاب کې د دوو جنايي جرمونو مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب محلي مقامات وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په دې ولایت کې د دوو جنايي جرمونو مخه نیولې ده. د فاریاب د امنيې قوماندانۍ ویاند عبد الکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د دې ولایت هوايي ډګر ته نږدې یو ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی کړی او پرون يې د سړي تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده. ښاغلي یورش ویلي چې له دې سړي تښتوونکو څخه یو درې میاشتنی ماشوم چې په مرکز میمنې کې يې اختطاف کړی و، ژغورلی دی. د نوموړي په وینا، په نیول شویو سړي تښتوونکو کې ۴ ښځې او یو سړی شامل دي.



په بروکسل کې د روسي او چینایي جاسوسانو په اړه خبرداری!

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنیو خدماتو ادارې خبرداری ورکړی چې د روسيې او چین د استخباراتو سلګونه جاسوسان په بروکسل کې فعالیت کوي. د جرمني ویلت ام زونتګ ورځپاڼې د اروپايي ډیپلوماتانو په حواله ویلي دي چې د دوی د اټکل له مخې له ۲ سوو تر دوه نیم سوو پورې روسي او چینايي جاسوسان په بروکسل کې فعالیت کوي. په راپور کې ویل شوي دي چې اروپايي ډیپلوماتانو او فعالانو ته سپارښتنه شوې ده چې په بروکسل کې دې د ستیک په نوم له مشهور رسټورانټ، قهوه خانو او د اروپا د کمېسيون د مرکزي دفتر له ودانۍ ځانونه لېرې وساتي. د راپور... Читать дальше...

په بدخشان کې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې ۲۱ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست رسنیو ته ویلي چې دا ۲۱ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له ارګو ولسوالۍ يې د بدخشان مرکز فیض اباد ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کې دا درېيم ځل دی چې د بدخشان پولیس نشه يي مواد نیسي.

د نیمروز پولیسو بهر ته د قاچاق کېدونکو نشه یي موادو مخنیوی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز ولایت پولیسو څه د پاسه یو سلو اویا کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. د نیمروز ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۷۳) کیلو ګرامه نشه يي مواد چې (۱۵۱) کیلو ګرامه یې تاریاک او (۲۲) کیلو ګرامه یې امفیټامین یا شیشه وه، هغه مهال ونیول شول چې په یوه بار وړونکي موتر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له هېواده بهر ته قاچاق شي. د دې موادو د قاچاق په تور څلور کسان، دوه باروړونکي موټر، یو موټر سایکل او یو میل وسله هم نیول شوي دي.


Музыкальные новости




Персональные новости




غوره ګڼو چې د جولای تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقه وشي: خليلزاد

Mashaalradio.com 

"زما په نظر د سولې جوړجاړی چې څومره ژر وشي هغومره ښه دی. زه پوهېږم چې را روان انتخابات د سولې موافقه له جنجال سره مخامخ کوي، خو د افغانستان لپاره به ښه وي که تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقه وشي. موږ دا غوره ګڼو چې تر جولای مخکې موافقه وشي او طالبان هم دې پروسې ته راولو. "

د بغلان پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور یو کس ونیو

Pa.azadiradio.com 

د بغلان پولیسو د نشه يي موادو د قاچاق په تور یو کس ونیو. د بغلان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې (۵۲) کیلو ګرامه چرس په یو کرولا موټر کې پلخمري ښار ته قاچاق کړي. تورن کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اقرار کړی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.

سږ کال په هېواد کې پر ۴۰ زره او ۵ سوه جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د باغدارۍ د سکټور د پیاوړتیا په هدف په روان کال کې په ټول هېواد کې په څلوېښت زره او پنځه سوه جریبه ځمکه کې باغونه جوړ شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د پستې، بادامو او چارمغزو باغونه شامل دي. ښاغلی رستمي وايي، د دې تر څنګ دغه وزارت په بلخ، لغمان، کندز او ننګرهار کې د ژر رسېدونکو مېوو باغونه هم جوړ کړي چې ښه حاصلات لري. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، د ژر رسېدونکو مېوو له ډلې باغ لرونکو د شفتالو له درکه سږ ۱۲۵ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net