چارواکي: په فاریاب کې د دوو جنايي جرمونو مخه نیول شوې
د فاریاب د امنيې قوماندانۍ ویاند عبد الکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د دې ولایت هوايي ډګر ته نږدې یو ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی کړی او پرون يې د سړي تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
ښاغلي یورش ویلي چې له دې سړي تښتوونکو څخه یو درې میاشتنی ماشوم چې په مرکز میمنې کې يې اختطاف کړی و، ژغورلی دی.
د نوموړي په وینا، په نیول شویو سړي تښتوونکو کې ۴ ښځې او یو سړی شامل دي.
