123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 08.02.2019

کوټه: حسېن اغا اډوکېټ د نه خوړلو هړتال پیل کړ

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټۍ غړي او مدني فعال حسین اغا ایډوکیټ د فرورۍ پر ۸ مهماسپښین د پریس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د نه خوړلو هړتالپیل کړی دی. نوموړي ویلاحتجاج پیل کړی دی.

ولسمشر غني د ګرجستان له ولسمشرې سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د ګرجستان له ولسمشرې سالومه زورا بيشويلي سره وکتل. جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د سولې پروسې، انتخاباتو، د تروريزم په وړاندې پر مبارزي، سيمه ييز اتصال او د ناټو د ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې د ګرجستان پر نقش خبرې وشوې. د اعلاميې په حواله، مېرمن زورا بيشويلي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.



عبدالکریم خلیلي په نړیوالو د سولې په پروسه کې د همکارۍ غږ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې عالي شورا رئيس د نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپله همکاري زياته کړي. د سولې عالي شورا د رئيس عبدالکريم خليلي په مشرۍ د دې شورا يو هيئت جنوبي کوريا ته تللى دى. د دې شورا وياند سيد احسان طاهري په يوه ويډيويي پيغام کې وويل چې ښاغلي خليلي نن د سولې په نړيوال کنفرانس کې پر ګڼو مسايلو بحث کړى دى. ده وویل: ”غوښتنه يې وکړه چې دغه هېوادونه د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکرو د پيل لپاره خپله همکاري... Читать дальше...

د يونان پارلمان په ناټو کې د مقدونيا د يوځاى کېدو بحث پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

د يونان پارلمان په ناټو کې د ګاونډي هېواد مقدونيا د يوځاى کېدو پر پروتوکول مباحثې پيل کړې. ويل کېږي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسيزو د لانجې ختمېدو زمينه برابره شي. مقدونيا چې د پخوانۍ يوګوسلاويا جمهوريت دى، تېر ميلادي کال له يونان سره موافقه وکړه چې نوم به يې د شمالي مقدونيا په جمهوريت بدل شي. د دواړو هېوادونو پارلمانونو له وړاندې د نوم بدلولو دغه موافقه تصويب کړې ده. يونان پر دغه نوم ځکه انتقاد درلود چې يو ولايت يې په همدغه نوم دى. تمه کېږي چې د يونان پارلمان به نن ناوخته په دې اړه رأيه اچونه وکړي.



د خوست چارواکي: د لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست امنيتي چارواکي وايي، د لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي. د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزوي نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي ستونزو له امله شوې ده. قوماندان وايي، په دې پېښه کې د درېيو کسانو د وژل کېدو تر څنګ، درې تنه ټپیان شوي دي. د خوست امنیه قوماندان وویل چې پېښه د پولیسو له خوا څېړل کېږي.

خامنه اي: د "مرګ پر امريکا" شعار د امريکا واکمنانو ته متوجې دى

Pa.azadiradio.com 

د ايران مذهبي مشر وايي، "مرګ پر امريکا" شعار د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او نورو امريکايي واکمنانو ته متوجې دى. ايت‌الله علي خامنه اي نن د ايران د هوايي ځواک يوې غونډې ته په خبرو کې وويل، دغه شعار د امريکا ملت ته نه دى متوجې. د ايران د هوايي ځواک غړي د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کليزې د بريا په مناسبت راغونډ شوي وو. د خامنه اي په خبره، مرګ پر امريکا يعنې مرګ پر ټرمپ، د هغه د ملي امنيت پر سلاکار جان بولټن او د بهرنيو چارو پر وزير مايک پامپيو. په ايران کې وخت ناوخت د مرګ پر امريکا شعارونه د جمعې... Читать дальше...

روسيه: امريکا دې په رومانيا کې د ميزايل توغولو دستګاه له منځه يوسي

Pa.azadiradio.com 

روسيې ويلي، د امريکا متحد ايالتونه بايد د ناټو په غړي هېواد رومانيا کې د MK-41 په نوم د دفاعي ميزايلو د توغولو دستګاه له منځه يوسي. مسکو وايي، دا کار بايد د سړې جګړې د مهال د اټمي وسلو د کنټرول تاريخي تړون تطابق ته د ستنېدو لپاره وشي. د روسيې دفاع وزارت پرون ويل چې واشنګټن بايد په رومانيا کې د همدغه دليل لپاره خپل بې چلوونکي هوايي نقليه وسايط هم له منځه يوسي. په مسکو کې د امريکا د سفارت پوځي اتشه ته چې دفاع وزارت ته احضار کړاى شوى و، يو يادښت هم سپارل شوى چې د مسکو دغه غوښتنه په کې شامله ده. Читать дальше...

د روسيې په سايبريا سيمه کې ٦ کان کيندونکي مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې په سايبريا سيمه کې د ټرافيکي پېښې له کبله ٦ کان کيندونکي مړه شوي دي. په سيمه کې د روغتيا رياست ويلي، نن جمعه يو بس چې کان کيندونکي يې د راسپادسکي په نوم د ډبرو د سکرو کان ته لېږدول، نسکور شو. د دوى په خبره، په پېښه کې ٦ کسان مړه شوي او ١٧ تنه نور ټپيان شوي چې د ٤ ټپيانو وضعيت نازک ښودل شوى دى. په سيمه کې د ټرافيکو پوليسو ويلي، بس موټر پر سړک تر نسکورېدو وروسته ١٠ متره لاندې يوې کندې ته ولوېد. په سيمه کې چارواکو ويلي چې د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

په سوات کې د واورو لوبو مېله

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د سوات په ملم جبه کې د واورو لوبو درې ورځنۍ سيالۍ پیل شوې دي چې ورته یو شمېر سيلانيان او لوبغاړي ورغلي. په دې د نياز احمد خان ويډيويي رپورټ وګورئ.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د قبایلي ضلعو لپاره د سلاکارې ډلې منظوري ورکړه

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتي عمل سرته رسولو او نور مسلو د هواري لپاره د یو داسې سلاکارې ډلې جوړولو اعلان کړی دی چې له قبایلو روایاتو سره سم به د مسلو د حل لارې ټاکي.

دفاع وزارت: په پوځي عملياتو کې د دولت ٣٠ مخالف وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٣٠ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه وسله وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په څو ولايتونو کې وژل شوي او ٧ تنه ټپيان شوي دي. دفاع وزارت وايي، د دغو پوځي عملياتو پر مهال چې په لغمان، کاپیسا، غزني، کندهار، ارزګان، بادغیس، بلخ، جوزجان او هلمند ولايتونو کې شوي، ٦ نور مشکوک کسان نيول شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.


Музыкальные новости
Григорий Лепс

Телефон раздора: что грозит Лепсу за удар по смартфону фанатки





Персональные новости
Александр Бастрыкин

Бастрыкин взял на контроль дело о калечащем пациентов нейрохирурге из Москвы





د سالنګ لويه لار بېرته پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لويه لار بېرته د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه. د سالنګونو د ساتنې او څانې رئيس عبدالبصير حبيبي ازادي راډيو ته وويل، دوى وتوانېدل چې نن جمعه دغه لار چې پنځه ورځې تړلې وه، بېرته پرانيزي. ښاغلي حبيبي زياته کړه، دغه لويه لار د توفانونو او د واورې ښويدو له کبله تړل شوې وه چې دوى تر ٢٤ ساعته کار وروسته دغه لار پاکه کړه. په وروستيو کې په سالنګونو کې تر ٢٥٠ سانتي مترو پورې واوره اورېدلې وه چې ويل شوي، ٤٥ ځلې هلته واوره ښويدلې ده.

ټرمپ نن د کانګرس له خوا له یوه ټاکلي ضرب الاجل سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن جمعه د کانګرس له خوا له هغې ټاکلي ضرب الاجل سره مخ دی چې ووايي، ایا د سعودي ولیعهد په استانبول کې د جمال خاشقجي د وژلو امر ورکړی و که نه. د امریکا د کانګرس له خوا د فبرورۍ د اتمې نېټې دا ضرب الاجل داسې وخت را رسېږي چې دوو نویو راپورونو د امریکا د کانګرس غړي هڅولي، څو د سعودي عربستان خلاف د جمال خاشقجي د وژل کېدو له کبله د سختو اقداماتو ګواښ وکړي. د ملګرو ملتونو ځانګړې ګزارشګرې اګنیس کالامارډ د پنجشنبې په ورځ ترکیې ته له سفر وروسته وویل، شوهدا د... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Полина Кудерметова проиграла Плишковой в первом круге турнира WTA в Руане


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии отечественного судостроения   


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Элтон Джон, Баста, Райан Рейнольдс, Натали Портман — собственники футбольных клубов



Москва

Михаил Хазин спрогнозировал распад Казахстана

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net