د خوست چارواکي: د لاسي بم په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اختر محمد نورزوي نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه تېره شپه د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي ستونزو له امله شوې ده.
قوماندان وايي، په دې پېښه کې د درېيو کسانو د وژل کېدو تر څنګ، درې تنه ټپیان شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان وویل چې پېښه د پولیسو له خوا څېړل کېږي.
