افغان کرکټ لوبډلې په یوه لوبه کې څلور نړیوال ریکارډونه جوړ کړل
د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ لوبډلې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې تر دلچسپه بازۍ وروسته په ۸۴ منډو ماته ورکړه او د درو لوبو د لړۍ لومړۍ دواړه یې وګټلې.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ لوبډلې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې تر دلچسپه بازۍ وروسته په ۸۴ منډو ماته ورکړه او د درو لوبو د لړۍ لومړۍ دواړه یې وګټلې.
که څه هم د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له دندې د لېرې کېدو یوه میاشت اوړي، خو ښاغلی ...
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو پورې اړوندو بنسټونو د څوارلسو ښځو په ګډون ...
ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د افغاني صادراتو لومړنی کاروان چې ۵۷۰ ټنه صادراتي مواد پکې دي، د چابهار له لارې هندوستان ته ولېږل شي. د افغانستان د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دې لارې په پرانيستلو سره اوس افغانستان کولای شي چې لاډېر صادراتي مواد هند، ایران او خلیج هېوادونو ته ولېږدوي. دی وایي: "ټاکل شوې چې سبا لومړنۍ جوپه د افغانانو تولیداتي توکي له زرنج ښاره د ورېښمو پله له لارې چابهار ته او له هغه ځایه هند ته ځي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان په مستقیم... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت رهبرۍ تصمیم نیولی چې نوره په جدي توګه د غلا، شوکمارۍ...
د بادغیس چارواکي وایي، تېره شپه په بالامرغاب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه طالبان نیول شوي او لس نور وژل شوي دي. د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهابي ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شویو کې د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی. دی وایي: "د مولوي عبدالرحمن (سور) په نوم د وسله والو طالبانو یو قوماندان د هغه له زوی او یو بل سرګروپ سره نیول شوي او لس نور طالبان وژل شوي، دغه راز ۱۵ میله سپکې او درنې وسلې کومانډو ځواکونو ترلاسه کړي دي." ښاغلي شهابي وویل، د دغه قوماندان پر قرارګاه... Читать дальше...
ایران وايي، ګڼ شمېر انتخابونه لري چې د دې هېواد د تېلو پر صادراتو د امریکا د بندیزونو د بیا لګېدو اغېز...
ولسمشر غني وایي، د افغانستان ولسمشر د دې هېواد خلک ټاکي او اسلام اباد، تهران او مسکو د افغانستان د ولسمشر د انتخاب حق نه لري. له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې راغلي چې اشرف غني دا خبره تېر ماښام په ارګ کې له لوی کندهاره د ورغلو ځوانانو سره د کتنې پر مهال کړې ده. اعلامیې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې وایي، هغه کسان چې له خلکو وېره لري، د موقت حکومت نارې وهي. ښاغلي غني زیاته کړه، له افغانستانه بهر د طرحو او پلانونو جوړل په دې هېواد کې ناکام دي. د ارګ اعلامیه زیاتوي، ولسمشر غني ټینګار وکړ چې... Читать дальше...
په هرات کې د دیني زده کړو د یوه دارالعلوم زده کوونکي پر پولیسو وسله وال برید کړ چې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخېل وایي، دا پېښه د هرات په ختیځ کې په شیدایي سیمه کې شوې ده. د ښاغلي امرخېل په خبره، پولیس لومړی ټپي شوی و او په روغتون کې یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه. ښاغلي امرخېل زیاته کړه: "نن لس بجې په شیدایي سیمه کې دغه ترورېست چې په غیاثیه دارالعلوم کې زده کړه کوي، زموږ یو سرتېری چې رخصت یې اخيستی و او غوښتل یې چې د خپلې کورنۍ یو غړی کلنیک ته... Читать дальше...
دوه تنه مشکوک کسان چې د پاکستان په بهاولپور ښار کې یې د ګازو د یوې عمده نل لیکې د الوځولو هڅه کوله، ونیول شول. د پولیسو ویاندې نبیلا غضنفر نن وویل چې دا دوه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د بېلتوپالې ډلې سره تړاو لري. دا وایي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په رحیمیار خان سیمه کې یې هم د ګازو پایپ لاین ویجاړ کړی دی. د بلوچستان د ازادۍ پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نورستان سیمه ییزو چارواکو د ټرافیکو پر مخ د پارون – اسعداباد د لویې لارې د پرانيستلو خبر ورکړ. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د واورې د ښوېدو له کبله له څلورو ورځو راهیسې تړلې وه چې نن غرمه بېرته پرانيستل شوه. ده وویل: "دغه لویه لاره خلاصه ده او مسافرین په پوره ډاډ سره کولای شي چې تګ راتګ ورباندې وکړي." د نورستان د والي په خبره، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ډېرې واورې د ورېدو له امله خلکو ته لوی مالي تاوانونه اوښتي او زیاتوي چې مسؤلین د دغو زیانونو د دقیقې سروې په چارو بوخت دي. Читать дальше...
هندي چارواکي وایي، د غیر قانوني الکولو د څښلو له کبله لږترلږه ۹۳ تنه په دې هېواد کې مړه شوي او شااوخوا دوه سوه نور روغتونونو ته انتقال شوي دي. د هند په شمال ختیځ کې د اسام ایالت چارواکو نن شنبه دا خبره کړې ده. تر دې دوه اوونۍ دمخه نور سل کسان د هندوستان په شمال کې د زهرجنو الکولو د څښلو له کبله مړه شوي وو. د اسام ایالت د روغتیا وزیر همانتا بیسوا روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې هره دقیقه له بېلابېلو سیمو د مړینې راپورونه ورسېدلي دي او تر اوسه د هغه په خبره، دوه سوه کسان په روغتونونو کې بستر دي. Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې د معتادینو د درملنې د روغتون چارواکي وايي چې معتادین تر څو ځله درملنې وروسته ...
ځوان شاعر او سندغاړی محمد تواب چې په څو ځلي یې د ملګرو په مرسته درملنه شوې، خو د بې کارۍ له امله بیا په نشه یي توکو روږدی شو. د ازادي راډيو له خوا د محمد تواب په اړه د یوې ویډیو تر خپرېدو وروسته ملي سوداګر حاجي محمد کریم رسولي په خپل شخصي لګښت د ده درملنه وکړه او پر بڼوالۍ یې بوخت کړ، اوس دې ځوان شاعر نشه پرېښې او یو نوی ژوند یې پیل کړی دی. ویډيو: عالم رحمانیار اېډېټ: لېمه هادي
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، افغان حکومت ته د مدني ټولنو له لوري د انتخاباتي کميشنرانو د کاندیدانو ...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د جګړې د ختمولو په اړه د چین تازه څرګندونو ته په اشارې سره...
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داودزی وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لېسټه د طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو ایستلو غوښتنه باید د افغانستان د حکومت له لوري وشي.
په کونړ ولایت کې پنځه کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. د کونړ ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۷) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې په یوه کرولا موټر او ریکشا کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې کونړ ته یې قاچاق کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې موادو د قاچاقو په تور پنځه کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته د دې ولایت څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د کراچۍ په یو هوټل کي د زهرجن خوراک له امله د بلوچستان د پښتنې سیمې خانوزۍ د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي دي. په مړو شویو کې ۵ ماشومان دي.
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال وسله والو مخالفنیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند د والي د رسنیو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه تصفیوي عملیات تېره ورځ د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي او هوایي ځواک یې هم ملتیا کوي. د اعلامیې له مخې، په دې عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او دوه مهم مرکزونه یې د وسلو او مهماتو سره ویجاړ شوي دي. اعلامیه زیاتوي، د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د سیمو د تصفیې عملیات دوام لري او د چارواکو په خبره، ګڼ کلي له وسله والو تصفیه شوي دي. Читать дальше...
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار ـمشر مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې پوځ د ای ایس ای پر پخواني مشرلیفټېننټ جنرل اسد دراني ټول مراعات بند کړي دي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا د دغې ادارې کارکوونکو ته...
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان او هند اړیکې په خطرناک حالت کې بللي دي او خبرداری یې ورکړی چې هند په لانجمن کشمیر سیمه کې پر خپلو عسکرو تر برید وروسته د یو سخت ځواب پر ورکولو غورکوي.
د کابل پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې د عملیاتو په نيتجه کې (۱۵) کیلو ګرامه هیروئین نیولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د هېواد له ختیځو ولايتونو یې کابل ښار ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې د دې پېښې په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.
د پاکستان پنجاب صوبې په بهاولپور ضلع کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جيش محمد د مرکزي مدرسې انتظامي واک صوبايي حکومت په خپل لاس کې اخیستې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.