چارواکي: د هلمند په سنګین کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي
د هلمند د والي د رسنیو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه تصفیوي عملیات تېره ورځ د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي او هوایي ځواک یې هم ملتیا کوي.
د اعلامیې له مخې، په دې عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او دوه مهم مرکزونه یې د وسلو او مهماتو سره ویجاړ شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د سیمو د تصفیې عملیات دوام لري او د چارواکو په خبره، ګڼ کلي له وسله والو تصفیه شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
