له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایستلو پر موضوع د واشنګټن او طالب استازو په نظر کې فرق دی او امریکا وايي چې په دې لړ کې یې هېڅ مهالوېش نه دی ټاکلی. له افغانستانه د نیمايي امریکايي پوځیانو د ایستلو خبره د فبرورۍ پر شپږمه په مسکو کې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي خبریالانو ته کړې. د طالبانو یو پلاوی او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاستوالان د فبرورۍ پر شپږمه پر دویمه ورځ هم په مسکو کې ول او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې کولې. رسنۍ د طالبانو او پخوانیو افغان چارواکو په حواله وايي... Читать дальше...
دا خو موږ ویرولی نه شي. دا خو د دوی ډېرې ناکامه حربې دي. چې ګلالۍ ونیول شوه نو زموږ هم حوصلې خرابې نه وې او د ګلالۍ حوصله هم خرابه نه وه.
د ډچ باکسېنګ يا سوک وهنې اتل روډي لوبرز چې له باکسر محمد علي سره يې هم سيالۍ کړي ، دا وخت له غريبۍ سره په جنګ دی. نوموړی په بلغاريا کې په يو يخ ګاډي کې ژوند کوي. د ډچ ټي وي عملې ۷۳ کلن لوبرز په بلغاريا کې ومندلو.پر دې اړه د رويټرز ويډيو اسرار عالم مومند اېډټ کړې.
پاکستان د افغان ولسمشر دریځ چې په پښتنو او بلوڅ مظاهره چیانو تشدد اندېښمن کړی رد کړ، ټرمپ وايي راتلونکې اوونۍ باید له داعش د ټولو نیول شویو سیمو اعلان وشي او افغان کرکټ بورډ له ایرلند سره د فبروري په ۲۱ د پيلیدونکو لوبو لپاره لوبغاړي اعلان کړل. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د مسکو د غونډې پرېکړې د سولې په تړاو اجرائیوي پایلې نه لري.
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري نن پر ټوېټر لیکلي چې په مسکو کې د طالبانو د استازو او یو شمېر سیاسیونو غونډه یو علمي بحث و.
د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په مسکو کې د طالبانو یو شمېر استازي چې شېر محمد عباس ستانکزي یې مشري کوله او د افغانستان د سیاستوالو یوې ډلې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی یې په مخ کې و، سره وغږېدل.
په غونډه کې د ښځو پر حقونو، د امنیتي ځواکونو پر اصلاح او په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو پر برخلیک خبرې شوې دي.
د اوکراین پارلمان له ناټو او اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو لپاره په قانون کې یو تعدیل تصویب کړ.
د اوکراین په اساسي قانون کې د تعدیل طرحه په ۳۳۴ موافقو رأیو تأیید شوه او یوازې ۱۷ مخالفې رأیې ورکړل شوې.
د اوکراین ولسمشر، پترو پروشینکو نن په پارلمان کې د رای ګیري تر پېل مخکې وویل چې دا د خپل هېواد لپاره تاریخي ورځ ګڼي.
پروشینکو وویل چې روسیه په دې خاطر پر اوکراین تعرض کوي چې یو شمېر اوکرایني سیاستوالو د بې طرفۍ اصل ته اولویت ورکاوه او له ټولو ائتلافونو یې د اوکراین د لرې ساتلو هڅې یې کولې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ټویټر باندې د افغان ولسمشر اشرف غني وروستۍ خبرې رد کړي او هغه یې ښکاره لاسوهنه بللې.
شکيله ناز وايي، د خپلو سندرو له لارې پښتنو ته خوشالۍ ورکول غواړي.
دغو پیلوټانو د بلاک هاوک هلیکوپټرو د پیلوټۍ او نښې ویشتو په برخه کې زدهکړې کړي.
د افغانستان په جنوب کې د هوايي ځواک قوماندان وايي اوس د افغان پوځ ظرفیتونه لوړ شوي دي.
وېډیو: محمد صادق رښتینی
اېډېټ: ابراهیم صافی
د خبري غونډې په یوه ویډیو کې، چې یوه فعال هاشم خان پر فېسبوک خپره کړې، ډاکتره عایشه فیض وايي: د محمد ابراهیم ارمان لوڼي "مخ یا څهره شنه شوې وه. د زړه حرکت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه څرګندونې غندلي چې په ...
د هندوستان او نیوزیلېنډ ترمنځ د کرکټ دوهمه شل اووریزه لوبه سبا په انګلینډ کې وشي.
د کرکت د نړیوالې شورا د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې له دې وړاندې په لومړۍ شل اوورېزه لوبه کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشوه، نیوزیلېنډۍ لوبډله وتوانېده چې هندۍ لوبډلې ته د ۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
په دغه شل اووریزه لوبه کې نیوزيلېنډ، هندوستان ته د ۶ وکټو په زیان سره د ۲۲۰ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې هندوستان د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې وې.
خو له دې وړاندې د پنځو يو ورځنیو لوبو سیریز بیا هندوستان ۴ د ۱ په وړاندې په خپل نوم کړی دی.
په کابل کې «ورزش د نشهيي توکو دښمن دی» فوټسال سیالیو په لړ کې د کابل ځوانانو او نخبګانو لوبډلو د خپلو سیالانو په وړاندې بریاوې خپلې کړې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کابل ځوانانو لوبډلې د یلان لوبدلې ته ۸ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې بیا د نخبګانو لوبډلې د کارته نو ځوانانو لوبډلې نه ۸ د ۲ په وړاندې لوبه وګټله.
د دې سیالیو په دوو راتلونکو لوبو کې د شنبې په ورځ د نخبګانو لوبډله د ظاهر اسد لوبډلې په وړاندې او د کابل ځوانانو لوبډله بیا د یارانو د لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلېنډ په وړاندې، ټېسټ، يو ورځنیو او شل اوورېزو سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ایرلېنډ په وړاندې يادې سیالۍ د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو د وړتیاوو د معلومولو او چمتووالي لپاره دوی ته مهمې دي.
د دغو سیالیو په بېلابېلو درېیو لوبډلو کې د يو شمېر پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ څو ځوانو استعدادونو لکه اکرام علي خېل، ضیا شریفي او وقار سلام خېل ته هم ځای ورکړل شوی دی.
ټاکل شوې افغان لوبډله د روانې فبروري... Читать дальше...
په افغانستان کې یو شمېر امنیتي کارپوهان او متخصصین پهدې باور دي چې د ډاکټر نجیبالله د وخت د ملي روغې جوړې د طرحې تېروتنه به بیا تکرار نهشي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې او د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل وايي، د فبرورۍ پېنځمې پر ماښام چې پولیسو ونیوله او تاڼې ته یې یووړه نو له خپل موبایل ټېلېفونه یې له کورنۍ سره خپل موقعیت شریک کړ.
نوموړې د فبرورۍ پر اوومه تر خوشې کېدو څو ساعتونه وروسته مشال راډیو ته وویل، پولیسو یې کورنۍ ته وویل چې هغه د ښځینه پولیسو په مرکز کې نه ده.
ګلالۍ اسماعیل وايي، د ښځو له تاڼې څخه سهار یوړل شوه او بیا لومړی په ابپارې کې وه، وروسته بل ځای ته ولېږدول شوه او په پای کې چې د راولپېنډۍ اډیالې زندان لوري ته ورسول... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید د حکومت د سولې اجنډا او ملي ګټې په پام کې ونیول شي.
د بشري حقونو د څارنې نړیواله اداره وايي، د افغانستان حکومت باید د فوټبال د ملي لوبډلې د ۲۰ غړو لهخوا د جنسي زور زیاتي ادعاوې جداً وڅېړي او تورن کسان باید محاکمه کړي.
دې ادارې نن د فبرورۍ ۷مه له نیویارکه په خبرپاڼه کې ویلي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا باید د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي چې مجرمین محاکمه کړي، عیني شاهدان او نجونې فوټبالېستانې مصؤنې وساتي او د جنسي تشدد د قربانیانو سره انصاف وکړي.
د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یو شمېر غړو په نوومبر کې ادعا وکړه چې د فدراسیون... Читать дальше...
د لندن په های ګېټ هدیره کې د کار مارکس د قبر پر شناخته ناڅرګندونو کسانو حمله کړې او تخریب کړی یې دی.
د کارل مارکس د قبر مجسمه چې د برونزو جوړه شوې او د قبر د شناخت ډبره په بریتانیا کې په بې ساري تاریخي اثارو کې ګڼل کېږي.
د بریتانیا یوې ادارې چې د های ګېټ هديرې ساتنه کوي، ویلي چې حمله نوې ده او په عمدي ډول شوې ده.
جرمني فیلسوف او اقتصاد پوه، کارل مارکس په ۱۸۸۳ میلادي کال کې د لندن په شمال کې په های ګېټ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د امریکا پوځ اعلان کړی چې له اسرائیله به د «ایرن دوم» په نوم د مزائیلو دفاعي سیسټم واخلي.
اسرائیل له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې له دې سیسټمه کار اخلي.
د مزائیلو دفاعي سیسټم د رادار شبکه لري.
دا دفاعي سیسټم د لنډ واټن ویشتونکي راکټ د شنډولو توان لري.
د امریکا دفاع وزارت پرون، د فبرورۍ په ۶مه، وویل چې دوی به د اسرائیلو د مزائيلو دا دفاعي سیسټم وازمويي او د ځمکني او هوايي خطر د رفع کولو لپاره به یې خپلو پوځونو ته ورکړي.
د اسرائيل صدراعظم پر امریکا د دې سیسټم خرڅول د خپل هېواد لپاره لوي بری بللی دی.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ وايي، راتلونکې اونۍ به وکولای شي چې د داعش د وسله والې ډلې عملاً ماته اعلان کړي.
له ایرلنډ سره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبېدونکو لوبغاړو نومونه نن افغان کرکټ بورډ اعلان کړل.
په فاریاب ولایت کې واورو او بارانونو د ورښتونو له امله وروستیو راوتلو سیلابونو کابو سل کورونه په قرمقول او قرغان ولسوالیو کې ویجاړ کړي دي چې سمدستي مرستو ته اړتیا لري.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال اکرام کرم پرې انځوریز راپور لري.
د فبرورۍ پر شپږمه، په جنوب کې د افغان پوځ د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شېرزي د بلیک هاک هلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو او نښه ویشتونکو د فراغت په
اقبال دعوه وکړه چې سهار پولیسو ۱۲ کسان خوشې کول نو ورته یې قران راوړ او ورته یې وویل چې پر هغې لاس کښېږدي او لوړه وکړي چې بل ځل به د غورځنګ په غونډو
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net