د خېبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان په سوات مټه کې د ۲۰۱۹م – ۲۰۲۰م کال د نيالګو لګولو پرانيسته وکړه. نوموړي پر دې مهال ويل چې سږ کال به په صوبه کې يو ارب بوټي لګوي او همدا ډول به په پاکستان کې د ۱۰ اربه بوټو لګولو هدف سر ته رسوي. نور حال د نيازاحمدخان په ويډيويي راپور کې.
د کابل پروسې ناسته چې ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شوې ...
د افغان حکومت اجرائیه رياست د جرمني د پارلمان له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې د دغه هېواد پوځي...
د افغانستان اجرائیه رئیس له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پلاوي کتل چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې وشي، یو نمایشي اقدام بللی دی.
عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې لا هم د ترهګرو ځالې په پاکستان کې شته.
ده زیاته کړه:
"دا بحث زما په باور تر نندارې ورهاخوا بل څه نه دی، ځکه د طالبانو مشرتابه په ټول قوت سره د پاکستان په معلومو ادرسونو کې په اعلان شویو شوراګانو کې حضور لري او د طالبانو مرکچي پلاوي هم په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي چې یوه میاشت وخت غواړي،... Читать дальше...
په ارزګان کې امنیتي چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو وروستي هوايي بریدونه چې پکې ۲۲ طالب قوماندانان ووژل شول، د افغان ځواکونو له پرمختګ سره مرسته کوي.
تېره شپه مرکز ترینکوټ کې بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو یوه پټه غونډه چې تر ډېره پکې مهم طالب قوماندانان را غونډ وو، بمبار کړې چې د مشهور طالب قوماندان حمدالله چې په ملا مطمئن مشهور و، د خپلو ۲۱ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل له افغانستان او سوریې د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
مېرمن مېرکل نن د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې له افغانستانه د ځواکونو ایستل تر وخت دمخه ګڼلي او وايي چې په دغه هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د امریکا په ژمنو پورې تړلی دی.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل تازه ویلي چې ښايي تر زرو ډېر امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.
واشنګټن تر دې وړاندي ویلي وو چې له سوریې څخه هم خپل سرتېري باسي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا... Читать дальше...
د سرپل چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ولید ۳۶په نوم عملیاتو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
دغه عملیات له دوو ورځو راهیسې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې پیل شوي وو چې تر اوسه دوام لري.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني په یوه خبري غونډه کې نن وویل چې په دې عملیاتو کې هوایي او ځمکني قواوې ګډون لري.
د ښاغلي اماني په خبره، په وژل شویو طالبانو کې د ګلبدین او محاذ په نوم د هغوی دوه قوماندانان هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د جمهوري ریاست د کاندیدانو د ګډو هڅو شورا وايي، د افغانستان جمهور رئیس چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته...
د افغانستان بانک د اروپايي ټولنې دغه اقدام چې افغانستان ېې د پیسو د سپینولو په تړاو د نه مبارزې له امله ...
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی بهرته د نشهيي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.
د حامد کرزي د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، دې قاچاق کوونکي غوښتل درې کیلو ګرامه هیروئین په یوه سفري بکس کې هند ته قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول.
په تېرو دوو اوونیو کې دا پنځم ځل دی چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې نشهيي مواد بهر ته قاچاق کېږي.
په بغلان ولایت کې دوه کسان د چرسو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی چې په دوشي ولسوالۍ کې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۲۵کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې له بغلان ولایته کابل ته قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې د نشهيي موادو قاچاق کوونکي له بغلان ولایته کابل ته د قاچاق پر مهال نیول کېږي.
د کندهار یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د ډېروالي غوښتنه وکړه.
د رسمي شمېرو له مخې د دغه ولایت له لس سلنه ډېر خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په دې اړه نور جزیات د صادق رښتیني په دې ویډيویي راپور کې واورئ.
ایډیټ: تمیم اخګر
په پکتیا ولایت کې په زرګونو کیلو ګرامه نشهيي مواد وسوځول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دې ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ریاست لهخوا رسنیو ته لېږل شوي راغلي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پولیسو دوه زره کیلو ګرامه هیروئین، چرس، تریاک او الکولي مشروبات نیولي او د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یې سوځولي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور ۳۹ کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
د تخار ولایت پولیسو نېږدې شل کیلو ګرامه هیروئین نیولي دي.
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل، پولیسو ۱۸ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال د تالقانو ښار د غربي معبر په سیمه کې ونیول چې په يوه کرولا موټر کې له بدخشان ولایته د تخار له لارې کندز ته قاچاق کېدل.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور دوه کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.
په اسلام اباد کې د انډس کلچر فورم تر سیورې لاندې ادبي میله کې د پښتو په ګډون د ۱۵ مورنیو ژبو سره تعلق لرونکیو له ۱۰۰ څخه زیات لیکوالان او شاعران ګډون لري. مېله نن [دفبرورۍ پر ۱۶مه] پېل شوه چې سبا به هم دوام ولري. په دې اړه د عمران یونس ويډيويي راپور وګورئ.
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له خپل هندي سیال اجیب دووال سره په ټيلیفوني خبرو کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له نوي ډهلي د واشنګټن ملاتړ اعلان کړ.
دغه ټيلیفوني خبرې دوه ورځې وروسته له هغه وشوې چې په هندي کشمیر کې د هند د پولیسو پر کاروان برید وشو.
په هغه برید کې تر څلوېښتو ډېر هندي پولیس ووژل شول.
جیش محمد چې په پاکستان کې مېشته یوه ترورېستي ډله ده، د دې برید مسؤلیت واخیست.
له دې سره د پاکستان او هند ترمنځ پخوانۍ ترینګلتیا لا زور واخیست.
د امریکا او هند... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر ویلي چې هېواد یې د امریکا له فشارونو سره سره نیت لري چې له روسیې S-400 ډوله پرمختللی دفاعي سېستم وپیري.
رجب طیب اردوغان نن په انقره کې رسنیو ته وویل چې د S-400 ډوله دفاعي سېستم د اخيستلو معامله د ترکیې او روسیې ترمنځ شوې او انقره نشي کولای چې له دې معاملې تېر شي.
هغه رسمي مهلت چې د امریکایي چارواکو له خوا ترکیې ته ورکړل شوی و چې د روسیې پر ځای د امریکا د دفاعي سېستم پټریوت د اخيستلو په اړه ځواب ورکړي، د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېد.
امریکا ترکیې ته چې د ناټو تړون غړې هم ده، وړاندیز... Читать дальше...
د مشال راډیو د نهه ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، رسنیو ته کتنې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.
په کابل کې تر ۱۸ کلنو د کم عمره افغان ځوانانو د فوټبال لیګ سیالیو په پرانيستونکې لوبه کې طاق ظفر لوبډلې پامیر لوبډلې ته ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه لوبه کې د طاق ظفر لوبډلې د پامیر لوبډلې ته ۴ د صفر په وړاندې ماته ورکړه.
ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د سبا ورځې په لوبه کې د اردو لوبډله د رسالت لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي.
دغه سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې له دغې ادارې سره مخه ښه وکړه.
ښاغلي ستانکزي په دغه خبري ناسته کې د خپلې څه باندې څلور کلنې دورې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل او ويې ویل چې د ده په کاري دوره کې د افغانستان کرکټ په نړیواله کچه وځلېد او د افغان لوبغاړو په ژوند کې هم د پام وړ بدلون راغی.
ښاغلي ستانکزي دا شان وویل، کرکټ ته یې له زړه کار کړی او نن په پوره ویاړ سره له دغې ملي ادارې سره مخه ښه کوي.
شفیق الله... Читать дальше...
د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان سبا [د فبرورۍ پر ۱۷مه] په دوه ورځنۍ دوره اسلام اباد ته روان دی او نوموړی به د خپل سفر پرمهال پر وزير اعظم عمران خان سربېره له نورو لوړ رتبه حکومتي او پوځي مشرانو سره ويني.
د شاهین قول اردو د اتمې لوا قوماندان د افغانستان په شمال کې وایي، افغان ځواکونو یو شمېر هغه طالبان وژلي چې هڅه یې کوله، د تېلو ټانکرونه له ځان سره یوسي.
ډګروال عباس توکلي پرون خبریالانو ته وویل، د طالبانو دغه شپږ کسیزه ډله د بغلان په خواجه الوان سیمه کې په نښه شول.
ده وویل:
"د تېلو څلور ټانکره یې له ځانونو سره وړل، خو له ښه مرغه امنیتي ځواکونو اطلاع ترلاسه کړه او دښمن یې هلته وځاپه."
د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني وایي، د ټانکرونو غلا د طالبانو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز د دې خبرې تأیید وکړ چې ځانګړی تحقیق کوونکی رابرټ مولر له دې سره غږېدلی دی.
مولر د امریکا د متحده ایالتونو د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترڅ کې د روسیې د مداخلې څېړنه کوي او همداراز د دې ادعا تحقق کوي چې روسانو د ډونالد ټرمپ له انتخاباتي کمپاین سره ارتباط درلود که نه.
سندرز پرون سي این این ټلویزیون ته وویل چې ټرمپ له دې غوښتي وو چې له مولر سره همکاري وکړي.
د سندرز په وینا، ټرمپ ورته غوښتنه د خپلې ادارې له نورو غړو هم کړې ده.
اغلې سندرز په دې برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Спартак» набрал больше всех очков в играх с командами из верхней половины таблицы РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова обыграла Шнайдер на старте грунтового турнира WTA 1000 в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Тимати показал идеальный пресс: горячее видео от рэпера
Москва
ТАСС: в деле экс-замминистра обороны Иванова могут появиться новые эпизоды
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net