د طاق ظفر فوټبال لوبډلې پامیر لوبډلې ته ماته ورکړه
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغه لوبه کې د طاق ظفر لوبډلې د پامیر لوبډلې ته ۴ د صفر په وړاندې ماته ورکړه.
ټاکل شوې چې د دغو سیالیو د سبا ورځې په لوبه کې د اردو لوبډله د رسالت لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړه شي.
دغه سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره کېږي.
