د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، که امریکا په اروپا کې منځني واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کوي، روسیه به نهیوازې دغه اروپایي هېوادونه، بلکې په خپله امریکا هم په نښه کړي.
ولسمشر پوتین نن په مسکو کې ملت ته په خپله وینا کې تکرار کړه چې د ۱۹۸۷ کال د «ای اېن اېف» یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه امریکا له دې کبله ووته چې خپلو دفاعي سیستمونو ته پراختیا ورکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د روانې میاشتې په سر کې له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړه.
دا اقدام وروسته له هغه... Читать дальше...