جرمني د ځینو ورتلونکو افغانانو د ویزو ارزونه کوي
د جرمني حکومت د هغو افغانانو د ویزو ارزونه کوي چې غواړي په دغه هېواد کې د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي.
دا خبره د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د پارلمان د غوښتنې په ځواب کې کړې، خو هغه کسان چې غواړي په جرمني کې د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شي، لومړی باید له افغانستانه ووځي.
په کابل کې د جرمني قونسلګرۍ د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې تر برید وروسته تړل شوې وه.
له همدې کبله هر هغه څوک چې غواړي د جرمني ویزې اخيستلو ته اقدام وکړي، باید په اسلاماباد یا نوې ډهلي کې د جرمني قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
د جرمني د قانون له مخې، یو ځانګړی شمېر کسان چې د کورنیو غړي یې په جرمني کې مېشت دي، کولای شي چې له هغو سره یوځای شي.
د دغو شرایطو سره سم هره میاشت تر ۱۰۰۰ پورې ویزې افغانانو ته ورکول کېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ویزې غوښتونکی باید شخصاً هلته حاضر وي، څو د قونسلګرۍ چارواکي یې هویت سم تثبیت کړي.