Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 17.02.2019

کشمیریان وايي ځورونه دې یې بنده شي

Mashaalradio.com 

د هند په بېلا بيلو رياستونو کې د کشميريانو د ځورونو پرضد د فبرورۍ پر ۱۷مه، د هند انتظام لاندې کشمير زياتره بازارونه د احتجاج په توګه تړل شوي ول.



نا معلومو وسله والو د پروان د استیناف محکمې یو قاضي وژلی

Pa.azadiradio.com 

د پروان د استیناف محکمې یو قاضي د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوی دی. د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل، دا برید پرون ماښام هغه مهال وشو چې د استیناف محکمې قاضي میرویس په مرکز چاريکار کې له جوماته کور ته روان و. مېرمن شهکار وايي، قاضي میرویس د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې په چاریکار کې یې ژوند کاوه. مېرمن شهکار وايي چې د دې قتل علت معلوم نه دی، خو پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

ایران: د سپاه پاسدران پر غړو وروستی برید د پاکستان له خاورې پلان شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د پارلمان مشر وايي، هغه حمله چې د سپاه پاسدران ۲۷ غړي پکې ووژل شول، د پاکستان له خاورې پلان شوې او عملي شوې وه. علي لاریجاني په خپلو څرګندونو کې چې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خپرې کړي، ویلي دي چې پاکستان باید په دې حمله کې د خپل ګډون په اړه ځواب ووايي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د فبرورۍ په اولسمه په تهران کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د ایران پر امنیتي ځواکونو د دې بېساري خونړي برید په اړه یې د حکومت اعتراض ورته وړاندې کړ. اسلام اباد دا حمله... Читать дальше...



مسؤلین: الکوزي شرکت د فوټبال د ملي لوبډلې له مالي ملاتړه لاس اخیستی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تأییدوي چې الکوزي شرکت د فوټبال د ملي لوبډلې له مالي ملاتړه لاس اخیستی دی. د فوټبال د ملي فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر نن ازادي راډیو ته وویل، ملي لوبډله به اوس د خپلو لوبو او سفرونو لپاره یا بل سپانسر لټوي او یا به دا کار حکومت کوي. ده وویل: "د دې کار ناوړه اغېز به سمدستي د لنډمهال لپاره وي، خو نورې کمپنۍ یې هم سپانسر کولای شي او یا حکومت باید د خپلې ملي لوبډلې ملاتړ وکړي." وروسته له دې چې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یو شمېر غړو د فوټبال د فدراسیون پر مشر... Читать дальше...

د حمزه بابا ۲۵م تلین ولمانځل شو

Mashaalradio.com 

د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ اتلسمه د پښتو ژبې مشهور شاعر امير حمزه خان شينواری پنځه ويشتم تلين دی. هغه د خپلې شاعرۍ د خوږو له امله د پښتو عزل بابا ګڼل کېږي. نوموړی د خېبر په لواړګي کې زيږيدلی وو. د سفرنامو، ډرامو او افسانو ليکلو تر څنګ يې په هندي فلمونو کې د کار په نېت د ممبئ سفر هم وکړ خو کار ورته پېدا نه شو. د ګڼ اړخيزه ژوند لرونکي شخصيت، حمزه شينواري د شهرت وجه، البته، د هغه له رومان او قام پالنې ډکه شاعري ده. فرهاد شينواري يې د کار په اړه شوې يوې دستورې راپور رالېږلی.

سلګونو اعتراض کوونکو د کابل – کندهار لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې

Pa.azadiradio.com 

د غزنی په مقر کې د سلګونو اعتراض کوونکو له لوري لا هم د کابل – کندهار لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. دوی غوښتنه لري چې د غزني د مقر ولسوالۍ دې ولایت شي او د غزني تر څنګ د زابل او پکتیکا ولایتونو ځنې ولسوالۍ دې هم د دغه نوي ولایت برخه شي. ویډیو: حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي

په بنګله دېش کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې اته کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په بنګله دېش کې لږترلږه اته کسان د اورلګېدنې په یوه پېښه کې مړه شوي دي. چارواکي وايي، په چتوګرام ښار کې د اورلګېدنې په دې پېښه کې د استوګنې له ۲۰۰ زیات کورونه سوځېدلي دي. د بنګله دېش د ملکي خدماتو د ادارې رئیس علي احمد د جرمني خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د دې کورونو اوسېدونکي ویده وو. نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې چې علت یې د برښنا شارټي بلل شوې، او شااوخوا پنځوس کسان ټپیان شوي هم دي. په بنګله دېش کې هر کال په دې ډول پېښو کې چې د مصؤنیت د لازمو احتیاطي تدابیرو نشتوالی یې علت بلل کېږي، سلګونه کسان مړه او ټپیان کېږي. Читать дальше...

روحاني: ایران د منځني ختیځ له ټولو هېوادونو سره اړیکې ښه کول غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې تهران غواړي د منځني ختیځ له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي. ایران له کلونو راهیسې له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره په نیابتي جګړو کې ښکېل دی. روحاني نن په جنوبي ښار بندرِ ګناوه کې په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې په منځني ختیځ کې د امنیت د اعادې لپاره د سیمې له ټولو هېوادو سره اړیکې پراخه کړي. روحاني پر متحده ایالاتو او اسرائیلو تور ولګاوه چې په ایرانیانو کې نفاق ته لمن وهي او زیاته یې کړه چې تهران به د دې هېوادونو فشارونو ته تسلیم نه شي.

د پکتیا په احمدخېلو کې د پولیسو پر قراول وسله واله حمله شنډه شوې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د احمدخېلو ولسوالۍ د پولیسو پر قراول وسله واله حمله یې شنډه کړې ده. د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې تېر ماښام یوه بریدګر غوښتل چې د احمدخېلو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پر قراول د لاسي بمونو برید وکړي، خو پولیسو په ځوابي ډزو هغه وواژه. بیان زیاتوي چې په دې حمله کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.


Музыкальные новости




Персональные новости




دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ وسله وال مخالفین وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې ۵۴ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او له دېرشو زیات نور ټپیان شوي دي. دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې دا عملیات د ننګرهار، پکتیا، کندهار، هلمند فراه او سرپل په ګډون د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۳ تنه مشکوک وسله وال هم نیول شوي دي. بیان زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تهاجمي او تصفیوي عملیات پلان شوي او کومانډو ځواکونو له اتیا زیات ځانګړي عملیات چې په ترڅ کې یې هوايي حملې هم شوي، ترسره کړي. Читать дальше...

په ننګرهار کې شااوخوا لس زره کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي وايي، د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په عملیاتو کې شااوخوا لس زره کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد او یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي. شاه محمود میاخېل نن په جلال اباد کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: "اته کسان نیول شوي چې دوه نفره د دې موادو په تړاو او پاتې د جنايي جرمونو په تور، همداراز دوه ماينونه، لس تفنګچې، ۲۰ شاجورونه، زیاته اندازه مرمۍ او ۱۲ کلچې مخدره مواد هم د پلټنو پرمهال نيول شوي دي." ښاغلي میاخېل زیاته کړه چې د چاودېدونکو... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net