پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت فاوندېشن بندیز به څه اغېز ولري؟
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د فرورۍ پر ۲۱مه اعلان وکړ چې حکومت پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت نومي تنظیمونو بندیز لګولی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د فرورۍ پر ۲۱مه اعلان وکړ چې حکومت پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت نومي تنظیمونو بندیز لګولی دی.
د پاکستان پوځ وايي ، که هند پر پاکستان یرغل وکړ نو ورسره به په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې اغېزمنې شي.
د خېبر پښتونخوا د مردان جنډۍ بازار په ټوله پښتونخوا کې د کورني اړتیا سامانونو او د پسوللو یا سینګار څیزونو لپاره ډېر پېژندل کېږي. خو د جنډۍ بازار ځايي دکانداران خپه دي چې کاروبارونه یې د پخوا غوندې نه چلېږي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
افغانستان سبا شنبه د ايرلنډ په وړاندې خپله دويمه ٢٠ اووره مسابقه کوي. افغانستان له ايرلنډ څخه خپله لومړۍ مسابقه چې پرون وشوه، په پنځو ويکټو وګټله. د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادۍ راډيو ته وويل، دواړه هېوادونه به څو پنځوس اووره او يوه ټيسټ لوبه هم وکړي: ”د کرکټ ملي لوبډله د ايرلنډ د کرکټ له لوبډلې سره ٣ شل اووره، ٥ پنځوس اووره او يوه ټيسټ لوبه کوي. دا ټولې لوبې به د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.“ سبا به د هندوستان په دِهرادُن کې د افغانستان پر وخت دواړه ټيمونه د مازيګر پنځه نيمې بجې د مسابقې ډګر ته وځي. Читать дальше...
د ايران سمندري ځواکونو نن د فارس خليج په څنډه کې پراخ پوځي تمرينات پيل کړل. په دغو تمريناتو کې به د لومړي وار لپاره د کروز ميزاييلو په توغوونکو سمبال اوبتل هم برخه ولري. د ايران دولتي اژانس ايرنا ويلي، په دغو درې ورځنيو تمريناتو کې چې په هرموز تنګي او هند سمندرګي کې کېږي، څه باندې ١٠٠ کښتۍ شاملې وي. د ايران د سمندري ځواکونو قوماندان اميرالبحر حسين خانزادي نن له دولتي ټلويزيونه په وينا کې وويل: ”په دغو مانورونو کې د يو لړ خطرونو په وړاندې د مقابلې تمرينات، د وسلو ازمويل،... Читать дальше...
د روسيې د پلازمېنې مسکو يوې محکمې د امريکا د سمندري ځواکونو د پخواني غړي پاول ويلن تر محاکمې مخکې توقيف تمديد کړ. دى د جاسوسۍ په تور په روسيه کې په توقيف کې دى. د ليفور-توفو سيمې محکمې نن د پاول ويلن د مدافع وکيل هغه درخواست چې دى دې په کور کې نظربند شي رد کړ او د ويلن توقيف يې د مې مياشتې تر ٢٨مې پورې تمديد کړ. د ويلن مدافع وکيل ولادمير ژيري بينکوف وويل، د محکمې د حکم په وړاندې به د استيناف غوښتنه وکړي. ويلن چې د امريکا تر څنګ د ايرلنډ، کاناډا او بريتانيا تابعيتونه لري، د... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي د ملګرو ملتونو له بنديزونو يې د طالبانو د مرکچيانو د معافېدو پر مسئله بحث وکړ. زلمي خليلزاد په ټويټر کې ليکلي، چې په دې اړه يې نن په انقره کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره بحث وکړ. ښاغلي خليلزاد ليکلي په دې کتنه کې له کابلوف سره د ملګرو ملتونو د سفرونو له بنديزونو د طالبانو د مرکچيانو پر معافېدو هم بحث وشو، څو دغه مرکچيان وکړاى شي د سولې په خبرو کې برخه واخلي. ښاغلي خليلزاد ويلي... Читать дальше...
طالبان وايي چې د دې ډلې د مشر سیاسي مرستیال ملابرادر به په راروانه اوونۍ کې په قطر کې د امریکايي چارواکو ...
د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې نن مازيګر د ماين چاودنه شوې ده. د والي وياند جاويد بشارت ازادۍ راډيو ته وويل، چاودنه په يوه رنجر موټر پورې د يوه نښلول شوي مقناطيسي ماين وه. د هغه په خبره په پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د ملګرو ملتونو له بنديزونو يې د طالبانو د مرکچيانو د معاف کېدو پر مسئله بحث وکړ. زلمي خليلزاد په ټوېټر کې ليکلي چې په دې اړه يې نن په انقره کې د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره بحث وکړ. ښاغلي خليلزاد ليکلي، په دې کتنه کې له کابلوف سره د ملګرو ملتونو د سفرونو له بنديزونو د طالبانو د مرکچيانو پر معاف کېدو هم بحث وشو، څو دغه مرکچيان وکړاى شي چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي. ښاغلي خليلزاد ويلي، په... Читать дальше...
د فیبرورۍ په ۲۲مه، په ټانک جنډوله کې د بیټني علي خېل قبیلې مشرانو او عامو وګړو احتجاجي مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې د امن کمیټۍ د مشر ترکستان بیټني د وراره ظهور بیټني په وژنه کې ککړ کسان دې ونیول شي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د نن شپې تر ناوخته به د انتخاباتي کمېسیونونو د کمیشنیرانو پوسټ ته ...
له طالبانو سره چې د سولې د مذاکرو پر لوري هر ګام مخکې اخيستل کېږي، يو ګام شا ته د تګ لپاره د افغان ښځو اندېښنې زياتوي. ډېرى افغان مېرمنې نه غواړي چې د سولې په مذاکرو کې د دوى پر ازاديو چې تر کلونو مبارزې وروسته يې ترلاسه کړي، معامله وشي. لېمه هادي په خپل راپور کې د ښځو همدغو اندېښنو ته کتنه کړې ده
اسرائیلو پرون د لومړي ځل لپاره یوه فضايي بېړۍ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر لوري...
د روسيې د امنيتي خدماتو فدرال ادارې د مسکو له يوې محکمې غوښتنه کړې چې د امريکا د سمندري ځواکونو د پخواني غړي پاول ويلن تر محاکمې مخکې توقيف تمديد کړي. دى د جاسوسۍ په تور په روسيه کې په توقيف کې دى. د ويلن مدافع وکيل ولاديمير ژيري بينکوف انټرفاکس خبري اژانس ته نن وويل، د امنيتي خدماتو فدرال ادارې د ده د موکل د قضيې څېړنه د مې مياشتې تر ٢٨مې پورې ځنډولې ده. د ده په خبره، دې ادارې د مسکو د ليفورتوفو سيمې له محکمې غوښتي چې تر دې نېټې پورې د ويلن توقيف تمديد کړي. ژيري بينکوف مخکې ويلي وو چې محکمه... Читать дальше...
د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي دي چې د نړیوالو مسابقو د کوربه توب لپاره د هند ټولې غوښتنې یې وروسته له هغه
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د طالبانو استازي او امریکايي چارواکي راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو نوی پړاو پیل کړي، د طالبانو ځینو مشرانو ویلي دي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی رئیس ملا عبدالغني برادر ښايي په دې خبرو کې ګډون ونه کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فبرورۍ پر ۲۱مه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال او همداراز د ترکیې د ولسمشر له لوی سلاکار ابراهیم کالین سره بېل بېل ملاقاتونه کړي دي.
حکومت وايي، وروستيو ورښتونو په هرات ولايت کې لسګونه کورونه تخريب کړي دي. د طبيعي پېښو په وړاندې د دولت د وزير مرستيال محمد اسلم سياس نن جمعه ازادي راډيو ته وويل: "د هرات په څلورو ولسواليو کې ٩٥ کورونه په بشپړ ډول تخريب شوي، سېلابونه په نورو ولايتونو کې هم د کورونو د تخريب سبب شوي، لکه فراه او بدخشان." د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په دغو ورښتونو کې په هرات، فراه، بدخشان، نورستان او نورو ولايتونو کې خلکو ته تلفات هم اوښتي دي. په دغو پېښو کې د مړو کسانو د دقيق شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ٢٣ مخالف وسله وال وژل شوي دي. وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په نتيجه کې يې ٤ نور وسله وال ټپيان شوي دي. وزارت ويلي، دغه پوځي عمليات په ننګرهار، غزني، کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې شوي دي. د اعلاميې په حواله، ځينې سيمې له وسله والو تصفيه شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د غزني چارواکي وايي، په قره باغ ولسوالۍ کې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دغه برید پرون ناوخته د بهرنيو ځواکونو له خوا شوى دى. دی زیاتوي: "په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي ابو مختار او عمر فاروق هم شامل دي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د کوچيانو د ډلې اړوند کسان وو." د والي وياند وايي، د دغو کسانو له وژل کېدو سره به په قره باغ ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت بهتر شي. ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو... Читать дальше...
د نورستان چارواکي وايي، د نورستان د مرکز او کونړ ولايت ترمنځ د لارې د خلاصولو لپاره له ګاونډيو ولايتونو د مرستې غوښتنه شوې ده. والي وايي، دغه لار د درنې واورې او د واورې د ښویدو له کبله د ټرافيکو پرمخ تړل شوې ده. د نورستان والي حافظ عبدالقيوم نن جمعه ازادي راډيو ته وويل: "په مرکز پارون کې ١٨٠ سانتي متره واوره شوې، تقريباً ٣٠ ځايه برفکوچونه راغلي، پر پوستو هم واوره ښويدلې ده چې له نېکه مرغه ځاني تلفات نه لرو، خو د لويې لارې په اوږدو کې يې پوستې ويجاړې کړې دي، تر سبا پورې به وسايط راورسېږي، هم... Читать дальше...
د پښتو ژبې ولسي سندرغاړی ۷۸ کلن احمد ګل استاد لا هم ځوان غږ لري. دی وايي، له ۱۵ کلنۍ یې له سندرو سره راغلې مینه اوس هم هغسې تانده ده. له مشال راډيو سره په خبرو کې نوموړی وايي، موسیقي کار ورته له پلارنیکه پاتې دی او اوس یې ځامنو هم دغه کسب ژوندی ساتلی. ویډیو: ځلاند یوسفزی
د ترکيې لويې څارنوالۍ د پوځي پرسونل د ۲۹۵ غړو د نيول کېدو امر صادر کړى دى. دغه کسان له هغې شبکې سره په اړيکو درلودلو تورن دي چې رهبري يې په امريکا کې دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن کوي. انقره وايي، ګولن د ٢٠١٦ میلادي کال د کودتا په ناکامه هڅه کې لاس درلود، خو ګولن دا تورونه رد کړي دي. د لويې څارنوالۍ دفتر په هغه اعلاميه کې چې نن خپره شوې، ويلي چې په هغو کسانو کې چې ممکن ونيول شي، درې ډګروالان، اته جګړنان او لس تنه بريدمنان شامل دي. د دغو مشکوکو کسانو نيمايي د پوځ غړي دي. د اعلاميې په حواله،... Читать дальше...
د ۳۹ کلونو په تېرېدو سره د شوروي د یرغل په وړاندې د ۱۳۵۸ د کب د درېيمې د خونړي پاڅون خاطرې اوس هم د کابل د ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.