غني: طالبان دې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره لږترلږه یو دلیل وړاندې کړي
د افغانستان ولسمشر وايي، هر راز سیاسي توافق او بدلون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قربانیو سیورۍ ونهکړي.
د افغانستان ولسمشر وايي، هر راز سیاسي توافق او بدلون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر قربانیو سیورۍ ونهکړي.
افغان ولسمشر اشرف غني نن یو وار بیا په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ، د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي سبا به هندی پیلوټ ابهینندن خوشې کړي او په کالیفورنیا کې د وحشي کوکنارو طبیعي ګلبڼ زیات سیلانیان جلب کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
نړيوال بانک یو راپور خپور کړی چې په ټوله نړۍ کې د یوې لسيزې پرمهال یې د ښځو د کاري ژوند د پړاوونو په اړه یو راپور خپور کړی دی.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي هندوستان ته د سولې اشارې په ورکولو سره سبا هغه هندی پايلټ ورپريږدي چې دوی نيولی دی. دا تر هغې وروسته ده چې هند له پاکستانه غوښتي وو چې دغه پايلټ دې ژر تر ژره خوشي کړي. ویډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: بشير ګواښ
افغانستان ايرلنډ ته د پنځو يو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې په پنځو وکټو ماته ورکړه.
د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو تر خرابېدو وروسته د هند خلکو پر کرکټ لوبډلې فشار راوړی چې پاکستان سره د جون په ۱۶مه د شل اووريز کرکټ نړیوال کپ سيالي ونه کړي. د هند کرکټ لوبډلې مشر، ويرات کوهلي وايي دوی به همغسې کوي څنګه چې حکومت ورته وايي... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ ويډيو: رويټرز
په همالیا غرونو کې اتیا کاله دښمنۍ پاکستان او هند د لویې جګړې له ډيریدو سره مخامخ کړی دی.
د خېبر د باړې په برقمبر خېلو سیمه کې د جوډو په یوه کلب کې ۱۸کلن قیصر اپریدی نړیوالو سیالیو لپاره تیارې کوي. نوموړی وايي، شاوخوا ۲۰ کورني او نړیوال میډالونه یې ګټلي او غواړي نړیوال مقام هم تر لاسه کړی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کب نهمه په افغانستان کې د سرتېرو د ملي ورځ په نوم یادېږي. د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه .
د میرویس نیکه په نوم د پنځه ولایتونو ترمنځ د کرکټ د درېیو ورځنیو پیل شویو لوبو په لړ کې خوست لوبډلې خپله بله لوبه هم مساوي پای ته ورسوله. دغه لوبه د ننګرهار په غازي امانالله خان لوبغالي کې د خوست او کندز د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. نن د دغه لوبې په وروستۍ ورځ خوست لوبډلې کندز ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ، خو کندز لوبډلې د ورځې تر پایه یاد هدف پوره نهشو کړای، خو لوبغاړي يې لاپاتې وو ځکه لوبه مساوی پای ته ورسېده. خوست له دې وړاندې د کابل په وړاندې هم لوبه بېپایلې پای ته رسولې وه. دغه لوبډله به د... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن وویل چې هغه هندی پیلوټ به د چې د فبرورۍ په ۲۷مهیې الوتکه وویشتل شوه او پاکستاني ځواکونو ونیو، خوشې کړي. عمران خان نن خپل پارلمان ته وینا وکړه. هغه وویل، اسیر شوی هندی پيلوټ به د سولې د نیت څرګندولو لپاره د مارچ په لومړۍ نېټه ازاد شي، خو د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د خبرو لحن تُند و. مودي وویل، دښمن د هند د بېثباته کولو هڅې کوي، خو هندي اتباعیې باید لکه دېوال داسې کلک، مخې ته ودرېږي. نرېندرا مودي وویل چې ټول هند متحد شوی او نړیواله ټولنه د هند د خلکو ګډون او کلک باور ته ګوري.
پهداسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له ...
د افغان-امریکا سوداګرۍ خونه یا "AACC" هڅه کوي چې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، زراعت او مخابراتو په برخه کې ...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتیري وايي، دولت يې هغه اړتیاوې نهدي ورپوره کړي کوم چې دوی ورته اړتیا لري.
د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون دوهمه سرمشريزه د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې د ...
نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه د هېواد پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، اسلام اباد د ترینګلتیا ختمول غواړي او د دې لپاره هندی پیلوټ ابېنندن د مارچ پر لومړی خوشې کوي.
پهداسې حال کې چې په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو د کمزروي خدماتو او لوړو بیو په وړاندې د خلکو شکایتونه مخ په ډېرېدو دي....
پاکستان ویلي دي چې له فبرورۍ ۲۸مه یې هند ته د مساپر وړونکي اورګاډي سروېس تړلی دی.
۳۵ تورن کسان له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره معرفي شوي دي. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل: "دا ۳۵ کسان چې د امنیتي ځواکونو لهخوا د نشهيي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي وو، دې مرکز ته معرفي او دوسیې يې د څېړلو په حال کې دي." د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د قضايي غونډو په جریان کې تېره اوونۍ ۹ کسان په مجازاتو محکوم کړل.
په بغلان ولایت کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشهيي مواد وسوځول شول. د بغلان ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو پهدې ولایت کې د ۱۳۹۷کال په بهير کې ۱۱۵ عملیات کړي دي. د دې عملياتو په نتيجه کې په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶۶۸ کیلو ګرامه نشهيي مواد نيول شوي او سوځول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د نشهيي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۵۵کسان نیول شوي او له دوی سره ۷۱ نیول شوي موټرونه هم اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
دا خبره ټرمپ د فبرورۍ پر۲۸مه تر هغې وروسته کړې چې له کېم سره یې دوه ورځنۍ سرمشریزه له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې پاکولو له موافقې پرته پای ته ورسېده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې حدود یوازې افغان ولس ټاکلی شي او هغه سوله چې تلپاتې نهوي د منلو وړ نهده.
په دوحې کې د طالبانو یوه چارواکي بېګا د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر ۲۸مه او ۲۹مه دمه کېږي او په دې ورځو کې به له مشرانو سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.
طالبانو ویلي چې په قطر کې پر دې جدي خبرې شوي چې له افغانستانه بهرني ځواکونه څرنګه وایستل شي او دا ضمانت څرنګه کېدلای شي چې افغانستان بیا د ترورېزم لپاره په امن ځای نهبدلېږي. ذبیحالله مجاهد نن د فبرورۍ په ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې دواړه خواوې دوه ورځې دمه کوي او د بیا کتنې لپاره ځانونه تیاروي. د روېټرز خبري اژانس په حواله، طالبانو ویلي چې د هغوی نوي سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو له قوماندان... Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده. د غونډې هدف له اټمي وسلو د کوریاګانو د پاکولو موافقه وه، خو بېنتېجې پای ته رسېدلې ده. د امریکا د ولسمشر ویاندې، سارا سندرز نن په یوه بیان کې وویل: "دا ګړۍ کومه موافقه نهده شوې، خو د دواړو خواو مذاکره کوونکې ډلې د راتلونکې کتنې او بیا خبرو په تمه دي." سندرز د ټرمپ او کېم غونډه ښه او مؤثره بللې ده. ټرمپ او کېم پرون او وړمه ورځ په ویتنام کې سره وکتل او خبرې یې وکړې. دواړه نن د فبرورۍ... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.