د فیبرورۍ په ۲۷مه پاکستان د هند جنګي الوتکه ویشتلې وه او پيلوټ یې ورله ژوندی نیولی و. پيلوټ ابينندن د مارچ په لومړۍ ماښام ناوخته د واهګه پر پوله هندي چارواکو ته وسپارل شو. نور تفصیل په ویډیو کې
راپور: بوریوال کاکړ
اېډیټ: ظفرخان
حملۀ گسترده طالبان بر یک پایگاه نظامی در هلمند، تلاش های پاکستان برای کاهش تنش با هند، رد قطعنامه های واشنگتن و مسکو در مورد وینزویلا و نیز گردآوری پول توسط ستاره های هالیوود برای درمان سرطان سینه. تفصیل این ها در ستودیوی آزادی ساعت 7 از تلویزیون پیشگام نیز پخش می شود.
افغان چارواکي وايي په هلمند کې يې د طالبانو برید په شا تمبولی، طالبان هلته په قطر کې له امریکا سره د سولې خبرې هم کوي. پاکستان د خپل فضايي حریم یوه برخه بېرته پروازونو ته پرانیسته او د هالیوود ستوري د سرطان د څېړنو لپاره پيسې ټولوي.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
څېرې- له پيمانه اسد سره خبرې
که یو لور ته د باجوړ،خېبر،مومندو ترڅنګ د پښتونخوا په یو شمېر سیمو د جنګ په ملاتړ مظاهرې شوي او لا هم دوام لري خو بل لور ته په لمړي ځل په کراچۍ،لاهور او اسلام اباد په څېر ښارونو کې ګڼ خلکو د جنګ ضد مظاهرې وکړې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن پر روسیې غږ وکړ چې په اروپا کې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړون «INF» سره بیا یوځای شي.
«INF» له څو لسیزو راهیسې په اروپا کې د وسلو د سیالۍ د مخنیوي یو مهم اصل ګڼل کېږي.
سټولټنبرګ د بلغاریا په پلازمېنه سوفیه کې له صدراعظم بویکو بوریسوف سره له کتنې وروسته وویل، ناټو نوې سړه جګړه او د وسلو نوې سیالي نه غواړي او پر روسیې هم غږ کوي چې یوځل بیا له دې تړون سره یوځای شي.
«INF» چې په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد او متحدایالاتو د ولسمشرانو... Читать дальше...
په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي، هغه افغان ځواکونه چې د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوابه سیمه کې د طالبانو لهخوا کلابند شوي وو، روغ خپل مرکز ته رسیدلي دي.
له دې مخکې طالبانو ادعا کړې وه چې په سیمه کې په یوه کمین کې یې درې افغان سرتېري اسیران کړي دي او څلور رینجر، دوه ټانکونه او یو امبولانس یې ترې ضبط کړي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې افغان پوځیان له مرګ ژوبلې پرته یوه امن ځای ته لېږدول شوي دي.
د هلمند ولايت چارواکي وايي چې په واشېر ولسوالۍ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پر قرارګاه ډلهییزه حمله پای ته رسېدلې ده.
د هلمند د والي د دفتر یوه چارواکي نورالله مومند ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکي وژل شوي او په سیمه کې د کومانډو ځواکونو له تصفیوي عملیات روان دي.
ښاغلي مومند پهدې حمله کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده.
دفاع وزارت هم تأیید کړې چې په حمله کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتې، خو شمېر یې نهدی ښودلی.
میوند قول اردو پخوا تر دې په هلمند کې د نړیوالو ځواکونو لویه اډه وه. Читать дальше...
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره نوماندانو ته د رأيې شمېرنې بهیر پای ته ورسېد.
پاکستان له هند سره د کړکېچ د کمولو د یوې نښې په توګه نن خپل هوايي قلمرو قسماً پرانېست.
د پاکستان د ملي هوايي چلند ادارې نن په کراچۍ، اسلام آباد، پېښور او کوټه کې ټولو کورنيو او نړیوال پروازونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړه، خو دې ادارې یادونه کړې چې د نورو ښارونو او له هغې ډلې له هند سره په ګډ سرحد کې د پراته ښار لاهور الوتنې به د یکشنبې تر ورځې پورې بندې وي.
پاکستان خپل هوايي قلمرو د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه بند کړچې د هند د یوې جنګي الوتکې د راغورځولو خبر یې ورکړ او د هغې پیلوټ یې اسیر کړ.... Читать дальше...
د فاریاب د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظام الدین قیصاري له خپلو شلو ملګرړ سره نن د پروان د پولیسو له خوا ونیول شو.
د سالنګ ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمود بهلول نن ازادي راډیو ته وویل، قیصاري او ملګرو یې نن سهار د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې هغه مهال چې پولیسو غوښتل دی ونیسي پر پولیسو ډزې وکړې، خو وروسته ونیول شو.
د بهلول په وینا په دې نښته کې چاته زیان نهدی اوښتی.
نظام الدین قیصاري په فاریاب کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم استازی دی چې درې میاشتې مخکې د ملي امنیت د ځواکونو لهخوا په کابل کې نظر بند شو. Читать дальше...
د فاریاب ولایتي شورا وايي، طالبانو په قیصار ولسوالۍ کې د ملي اردو او ولسي پاڅون کوونکو ۱۴ سرتېري وژلي او ارکلیک سیمه یې نیولې ده.
د ولایتي شورا غړي محمدنادر سعیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو او طالبان ترمنځ تېره شپه پهدې سیمه کې جګړه وشوه چې په نتیجه کې د ملي اردو نهه او د ولسي پاڅون کوونکو پنځه سرتېري مړه او ۱۲ نور ټپیان شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي په قیصار کې د افغان ځواکونو تلفات تأییدوي، خو وايي، دقیق شمېر یې نهدی معلوم.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان هوايي شرکتونو د کابل ـ ډهلي پروازونه د ایران له فضا څخه پېل کړل.
د پاکستان ملکي چلند ادارې په خپله خپره کړې اعلامیه کې کښلي چې کورنۍ او نړیوالې الوتنې به کراچۍ، اسلام اباد، پېښور او کوټې ته تګ راتګ کولای شي.
امریکا د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ځای ځایګی د موندلو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر یو میلیون ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې حمزه د القاعده شبکې د مشر په توګه د ظهور په حال کې دی.
خبرپاڼه زیاتوي، نوموړي پر انټرنیټ په خپرو شویو غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې له خپلو پلویانو غوښتي دي چې پر امریکا او د هغه پر لویدیځو متحدانو حملې وکړي او همدا راز ګواښ یې کړی چې له امریکا نه به د خپل پلار د وژنې غچ واخلي. Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډله او نورو تروریستي ډلو پر ضد جګړه د نسلونو جګړه ده او پای ته نهده رسېدلې.
ینس سټولټنبرګ پرون د سلواکیا په کوشیڅ Kosice ښار کې د ناټو د ختیځې اروپا د غړو د غونډې په څنډه کې وویل، داعش ډله په افغانستان او نورو هېوادونو کې بېلابېل سازمانونه لري، خو هغه زیاته کړه چې ناټو د دې ډلو په ځپلو کې بریالۍ وه.
سټولټنبرګ زیاته کړه:
"داعش پټ فعالیت کوي او د ډېرو تروریستي حملو مسوولیت یې منلی. دوی هڅه کوي چې په سوریه، عراق او نوره نړۍ کې په نورو بڼو فعالیت وکړي. Читать дальше...
د سولې په اړه د ښځو د ملي اجماع يو شمېر ګډونوالې ښځې وايي، ځینې سیاسیون د دې لپاره چې ښايي طالبي افکار ولري...
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۵۶ وسلهوال وژل شوي، دېرش تنه ټپیان او دیارلس نور نیول شوي دي.
دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو ویلي دي چې دا حملې د لسګونه کومانډويي عملیاتو او هوايي حملو په ترڅ کې ترسره شوې دي.
په بیان کې راغلي دي چې دا عملیات د لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، بغلان او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
چارواکي وايي، يوه ډله وسله والو چې په هغوى کې ځانمرګي بريدکوونکي هم شامل ول، د مارچ پر لومړۍ یې سهار وختي شاوخوا درې بجې پر دې پوځي اډې
د امریکا دفاع وزارت له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو طرح وړاندیز کړې ده.
د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د واشېر ولسوالۍ د ښوراب پر پوځي اډې د لويې حملې مخه یې نيولې ده.
د بلخ ولايت چارواکي وايي په چهاربولک ولسوالۍ کې د وسلوالې جګړې له کبله ٣ پوليس وژل شوي دي.
په چهاربولک کې د محلي پوليسو يوه قوماندان محمد امان نن ازادي راديو ته وويل، دغه جګړه، تېره شپه د امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسلهوالو تر حملې وروسته د اق تپې سيمې په مربوطاتو کې شوې ده.
سرچينه وايي، د نښتې پر مهال څلور پوليس د وسلهوالو طالبانو له خوا اسير شوي دي.
ښاغلى امان وايي، د دې جګړې له کبله وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي. Читать дальше...
د بنګلهدېش حکومت وايي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې اطلاع ورکړې چې د ميانمار د روهينګيا ٧ سوه زره مسلمانانو له منلو وروسته، نور کډوال نهشي منلاى.
د بنګلهدېش د بهرنيو چارو وزارت معين شاهد الحق پرون وويل:
"زه خواشينى يم چې امنيت شورا ته اطلاع ورکوم چې نور په هغه موقف کې نه يو چې د ميانمار نور وګړي ومنو."
ملګرو ملتونو د ميانمار يا برما په راخين ايالت کې له کورونو د روهينګيا اقليت شړل، د عامه وژنې په توګه درج کړي دي.
د دغو وګړو ډېره برخه د افراطي وسلهوالو پرضد د ميانمار په راخين کې د... Читать дальше...
د هند یو شمېر وګړو د پاکستاني وزیراعظم عمران خان د دې اعلان هرکلی کړی دی چې د فبرورۍ پر ۲۷مه د الوتکې تر پرېوتو وروسته نیولی هندی پېلوټ ابېنندن خوشې کوي. وزیراعظم د فبرورۍ پر ۲۸مه د پارلېمان غونډې ته په وینا کې وویل، د مارچ پر لومړۍ به د سولې په نیت پیلوټ خوشې کړي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د راډیويي مجلې د دې اونۍ په ګڼه کې مو لاندې مطالب راخیستي، د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه...
Спорт в России и мире
Москва
Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Виктория Азаренко
Азаренко не смогла пробиться в 1/8 финала турнира в Мадриде, уступив Соррибес-Тормо
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Петербургский автопром вышел из кризиса, заявил Беглов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
НОПРИЗ
Подмосковные проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023
Москва
СКФО. В СКФО могут оформить назначение пенсии дистанционно
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net