Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 19.03.2019

د افغانستان خوندیتوب د نړیوالې ټولنې ذمه داري ده: محمود خان اڅکزی

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي پر نړیواله ټولنه او امریکا غږ وکړ چې تر هغو دې د افغانستان خوندي ساتلو مسولیت پر غاړه واخلي چې د دغه هېواد ملي ادارې، ملي پوځ او بنیادي ډانچې پر پښو نه وي درېدلې. نوموړي دا څرګندونې د افغان سولې مذاکراتو په باب د مشال راډيو له همکار قاسم خان مندوخېل سره په یوه ځانګړې مرکه کې کولې.

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

له ایران څخه مو د واشنګتن له اندیښنې خبرو، دا به هم واورئ چې د نیوزیلنډ صدراعظم له ټولنیزو رسنیو څه غواړي او وبه ګورئ چې په افریقا کې تر زرو ډیرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی. دلته به دا هم ووینئ چې د یوه ستر کب له نسه څلویښت کیلو پلاستیک راوتلی.

'د افغان ځواکونو د وړتيا لوړوالی د دوی مرګ ژوبله کمه کړې'

Mashaalradio.com 

د افغانستان په جنوب کې پوځي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړوالی د دې لامل شوی چې په ځمکنیو ماينونو او وسله‌ والو بريدونو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کمه شي. ویډیو: محمد صادق رښتینی. ایډيټ: لېمه هادي.



په کابل کې د امریکا سفیر له سیاسي څېرو او فعالانو سره پر سوله وغږېد

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس په روانه اوونۍ کې له افغان سیاسي څېرو او د مدني ټولنې له استازو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي دي. جان بوس نن په خپل ټویټر لیکلي دي چې په‌دې کتنه کې د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره د امریکا د هڅو په اړه خبرې وکړي. د امریکا سفیر ویلي، په‌دې خبرو اترو کې د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره له حکومت او سیاسي څېرو جوړ د یوه ګډ پراخ بنسټه ټیم د جوړولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

هالنډ: د نیول شوي وګړي سرع د وروستي برید اړیکه لا معلومه نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

هالنډي څارنوالان وايي، د پروني وسله‌وال برید په تړاو د نیول شوي مشکوک ترکي الاصله وګړي او د دې پیښې ترمنځ يې تراوسه پورې کوم ارتباط نه‌دی پیدا کړی. خو څارنوالان وايي، دوی لاهم دغه پېښه د یوه تروریستي عمل په توګه څېړي. د هالنډ په اوتریخت ښار کې پرون پر یوه ټرموای په یوه وسله‌وال برید کې ۳ کسان ووژل شول. د څارنوالانو په خبره د کورنۍ شخړې انګېزه هم په بشپړه توګه د دې برید د سبب په توګه نه‌شي ردولی. هالنډي مقاماتو ویلي چې دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي دي، خو تر اوسه دا نه‌ده روښانه چې دا نیونه... Читать дальше...

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي دي. دا سیلابونه د هرات په شینډنډ،زنده جان، غوریان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې راغلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تأسف سره چې تر اوسه پورې د مرګ‌ژوبلې شمېره ۱۵ ته رسېدلې ده. په دې کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي. زیاته مرګ ژوبله په غوریان، زنده‌جان، رباط سنګي او ځینو نورو سیمو کې اوښتې ده. سیلابونو زر کورنۍ زیانمنې کړي دي." شاوخوا یوه میاشت مخکې په هرات کې ورته سیلابونو ۷ کسان وژلي وو.



په جمرود کې فاټا سوپر لیګ کرکټ لوبې پیل شوې

Mashaalradio.com 

په جمرود کې په یوه غوڼده کې د فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالیو درېیم پلو پرانسته وشوه چې د ټولو قبایلي ضلعو کرکټ لوبغاړو، ځوانانو او کرکټ مینه والو پکې ګډون وکړ. په دې سیالیو کې به شاوخوا ۲۵ ټیمونه برخه اخلي او تر ۳۰ نړیوال لوبغاړي هم په بېلا بېلو ټيمونو کې شامل دي. دغه سیالې به په خیبر، باجوړ او پېښور کې تر سره کېږي. په دې اړه د فرهار شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.

حکومت د قبایلي ضلعو د ترقۍ لپاره 'تش اعلانونه' کوي

Mashaalradio.com 

که څه هم حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ او اصلاحاتو عملي کولو لپاره هلې ځلې کوي او د قبایلي ضلعو د پارلېماني د کمېټۍ جوړولو ترڅنګ وزیراعظم عمران خان د باجوړ دوره وکړه چې پکې يې د دې ضلعو د پرمختګ لپاره د ۱۰۰ اربه روپو اعلان هم وکړ.

د طالبانو له خوا د تښتول شویو ۷ هندي انجنیرانو یو يې خوشې شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې تېر میلادي کال د طالبانو له خوا د تښتول شویو ۷ هندي انجنیرانو له ډلې یو يې خوشې شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی. دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزارت نن وکړه. هندي انجنیران د تېرې مې میاشتې په ۶مه په بغلان کې تښتول شوي وو. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د دې هندي انجنیر د خوشې کېدو له امله د افغان د حکومت له هڅو مننه کړې ده. خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دا انجنیر دقیقاً کله او څه ډول خوشې شوی دی. دا مهال شااوخوا ۱۷ سوه هندي انجنیران او تخنیکي کارپوهان په افغانستان کې د بیارغونې په پروژو کې کار کوي. Читать дальше...

په هرات کې پرونیو سېلابونو ځاني او مالي تاوانونه رسولي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې پرونیو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل، د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله لس کسان وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده. د ښاغلي فرهاد په خبره، په وژل شویو کې ۴ ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. نوموړي وویل چې د سروې ټیمونه سېلاب په ځپلو سیمو ته استول شوي چې د زیانونو اندازه معلومه او اړینو خلکو ته مرسته برابره کړي.


Музыкальные новости




Персональные новости




په موزنبیق کې د طوفان له امله د څه د پاسه زرو تنو د مړینې وېره ده

Pa.azadiradio.com 

په موزنبیق کې د موسمي طوفانونو له امله په راوتلو سېلابونو کې د څه د پاسه زرو کسانو د وژل کېدو وېره ده. د موزنبیق ولسمشر فلیپ نیوسي ویلي، تر اوسه د ۸۴ کسانو وژل کېدل تأیید شوي، خو وېره ده چې څه د پاسه زر کسان به په دې پېښه کې چې هغه د لويې کچې یو ناورین وباله، وژل شوي وي. له څلورو ورځو راهیسې د موزنبیق ساحلي سیمې تېزو بادونو او ورښتونو سختې ځپلې دي. د دې موسمي طوفانونو له امله موزنبیق ته نږدې د افریقا یو شمېر نور هېوادونه هم زیانمن شوي دي. د زیمبابوې د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په دغه هېواد کې دې طبیعې پېښې لږترلږه ۹۸ کسان وژلي دي.

د هالند پولیسو د ډزو له پرونۍ پېښې وروسته دوه نور مشکوک کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د هالند پولیسو د ډزو له پرونۍ پېښې وروسته دوه نور مشکوک کسان نیولي دي. دا خبر د هالنډ رسنیو نن ورکړی او په دې اړه چې دا دوه کسان له پرونۍ پېښې سره تړوا لري او که نه، څه نه دي ویل شوي. د هالنډ په اوترخت ښار کې د دوشنبې په ورځ پر یوه ټرموای د ډزو په پرونۍ پېښه کې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. پولیسو پرون وویل چې له پېښې وروسته يې یو ۳۷ کلن مشکوک کس چې ګاکمن تانیس نومېږي، نیولی دی. په هالنډ کې د پروني وسله وال برید انګېزه لا تراوسه نه ده معلومه. تر دغې پېښې وروسته په دې ښار کې ښوونځي... Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net