د عراق او ملګرو ملتونو کارکوونکو په وروستيو اوونيو کې هغه ساحه وکيندله چې د دوى په باور د يزيديانو د ٣٠ کسانو ډله ييز قبر دى.
ويل شوي دغه کسان د داعش وسلوالو له خوا وژل شوي او په سيمه کې په لسګونو نور ډله ييز قبرونه هم شته.
وروسته له هغې چې داعش په عراق کې ځينې سيمې ونيولې، په زرګونو کسان ووژل شول او په زرګونو نور لادرکه دي.
د امريکا ږغ خبريالې هيدر مردوک (Heather Murdock) له عراق څخه دغه راپور رالېږلى، صالح محمد صالح يې جزئيات وړاندې کوي
پاکستاني چارواکي وايي، اسلام اباد په پام کې لري چې د ترورېستي ډلو پرضد ځپونکي اقدامات زیات...
د پاکستان وفاقي حکومت له خوا د اجازتنامې نه ترلاسه کولو نه وروستو ، غیر سرکاري اداری ؛د خویندو کور؛ د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې خپل ۲۰ تعلیمي اداری تړلي دي.
په نیوزیلند کې نن جمعه زرګونه کسانو د کرایستچرچ د مرګوني برید د قربانیانو په یاد غونډه وکړه.
په غزه کې د پروسږنو مظاهرو د یو کلنۍ په مناسبت شنبه بیا مظاهرې پيلیږي.
او په تایلند کې په خټو کې ایسار فیلان وژغورل شول.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په داسې حال کې چې د امريکا متحدو ايالتونو له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرې چټکې کړي، د افغانستان ...
اسرایلي وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو وايي، پوځ یې د اړتیا پرمهال په غزې تړانګه کې پوځي عملیاتو ته چمتو دی.
پاکستاني چارواکي د هغو خبریالانو څخه پلټني کوي چې دغه هېواد ته د سعودي د ولیعهد د سفر پر مهال یې...
د بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ لپاره بیا بیا حکومتونه منصوبې اعلانوي خو په قدرتي شتمنیو مالامال دغه صوبه اوس هم په اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي ډګر کې د ټول پاکستان تر نورو زښته ډېر پر شا ده.
چين له قزاقستانه مننه کړې چې د چين په شين جین سیمه کې کمپونو ته د اقلیتونو د لېږلو ملاتړ کوي.
پر پیکنګ تور دی چې د دې هېواد په لوېديځه سیمه شین جین کې اقلیتونه ځپي چې پکې قزاق وګړي هم شامل دي.
منتقدين وايي، چین په کمپونو کې د اقليتونو د ساتلو په اقدام سره له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په چين کې تېر کال یو ميلیون کسان د ترورېزم پر ضد مرکزونو کې نیول شوي او تر یو ميلیون نور يې د بيا زده کړو په نوم کمپونو کې په زور اوسول کېږي.
په بغلان ولایت کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنیو ته ويلي، دا پېښه نن وروسته له هغه وشوه چې یو کرولا موټر له یوه بار وړونکي موټر سره د دوشي -پلخمري پر لویه لاره ټکر شو.
د ده په وینا، د دې پېښې ټپيان د پلخمري ښار روغتون ته انتقال شوي دي.
په مصر کې د ډموکراسۍ پلوی فعال علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو.
ده د مصر د ۲۰۱۱ میلادي کال په پاڅون کې فعاله ونډه واخيسته او له اجازې پرته د اعتراضیه لاریون جوړولو په تور بندي شو.
د ده خور مونا پرون ماښام پر ټوېټرپاڼه ولیکل چې علا راخوشې شو.
دې د دغه ۳۷ کلن بلاګر عکس هم خپور کړی.
د علا مدافع وکیل دا خبر تأييد کړی دی.
عبدالفتاح په مصر کې د ډموکراسۍ پلويو فعالانو څخه یو دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې په دې هېواد کې پاڅون وکړ چې په نتيجه کې يې د هغه مهال واکمن حسنې مبارک له واکه لېري شو. Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالتونو يوه چارواکې په اسيا کې ده چې پر ايران د فشار زياتولو پر لارو چارو له بېلابېلو هېوادونو ...
د ولایتي شورا مرستیال امیرالله زړه سواند وايي، اوس چې د کاري چاپیریال د برابرولو لپاره څه نا څه کار وشو، په کار ده، چې د مدیریت په نورو برخو کې هم پرمختګونه رامنځته شي.
د غزني ښار په درېيمه حوزه کې نن له طالبانو سره په نښتو کې شااوخوا لس افغان سرتېري وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو پرون د غزني ښار په زنه خان سای سيمه کې پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه.
ده وویل:
"په نښته کې د درېيمې امنیتي حوزې د امر لومړي څارن مجیب الرحمان محمودي په ګډون نهه سرتېري شهيدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي."
د غزني د والي وياند وايي چې په نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اووښتي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي. Читать дальше...
په بلخ ولایت کې د سېلابونو په نتيجه کې د یوه کس د وژل کېدو او ګنو استوګنځایونو د تخريبېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بلخ له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست رحمت الله زاهد ازادي راډيو ته وويل، د دې ولایت په دهدادي، نهر شاهي او چمتال ولسواليو کې تر سختو ورښتونو وروسته خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اووښتي دي او لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.
د ښاغلي ذاهد په وینا، د راپورونو له مخې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی دی.
دا په داسي حال کې ده چې په هرات، فارياب او بادغيس ولایتونو کې هم د سختو سېلابونو او تلفاتو راپور ورکړل شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې د افغانستان په څو ولایتونو کې د جلاجلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت نن سهار په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، ننګرهار، پکتیکا، غزني، بادغیس، فراه، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.
دفاع وزارت په دې عملیاتو کې خپل لوري ته د پنځو سرتېرو وژل کېدل منلي او زیاته کړې یې ده چې د کونړ، ننګرهار، غزني، بادغیس، فراه او بغلان په ولایتونو کې پوځي عملیات په بریالیتوب مخکې ځي.
د امریکا د بندیزونو یوه لوړ پوړې چارواکې په اسیا کې ده او دغلته پر ایران د فشار د زیاتولو هڅه کوي.
سیګال منډلیکر چې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیاله ده، د جمعې په ورځ یې په سنګاپور کې وویل، هغه به په دې اوونۍ کې په مالیزیا، سنګاپور او هندوستان کې په خپلو راتلونکو لیدنو کې پر هغو خطرونو ټینګار وکړي چې له تهران سره په راکړې ورکړې پورې تړلي دي.
نوموړې ویلي:
"دا ډېره مهمه ده، دا هېوادونه په بېلابېلو بڼو مهمې لارې لري چې د ایران رژیم کولی شي چې د خپلو تېلو د... Читать дальше...
د جمعې په ورځ د روسیې د کوریل ټاپوګانو ته نږدې سیمې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ زلزلې لړزولې دي.
د امریکا د جیالوژیکي سروې اداره وايي، د دې زلزلې مرکز د پارموشیر ټاپو د مرکز په ختیځ کې ۲۷۰ کیلومتره لېرې و او شدت یې د ريښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ بلل شوی دی.
دا سیمه د روسیې په جنوب ختیځ کې د لېرې ختیځ په کامخاتکا ټاپو وزمه کې پرته ده.
که څه هم د زلزلې ټکانونه په ګڼ مېشته سیمه کې احساس شوي، خو دمګړۍ د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
له زلزلې وروسته د څونامې خبرداری هم نه دی ورکړل شوی. Читать дальше...
د امریکا د ملي امنیت د ادارې یوه پخواني قراردادي د محرمو اسنادو غلا کول منلي دي.
نوموړي دا اعتراف له محکمې سره په هغه توافق کې کړی چې ښايي له مخې یې دې سړي ته د نهو کلونو د بند سزا ورکړل شي.
۵۴ کلن هارولډ ټي. مارټین د مارچ په اته ویشتمه د بالتیمور په یوې فدرالي محکمه کې پر ځان لګېدلی یو تور ومانه.
مارټین له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره هم کار کړی او دا امنیتي تضمین یې درلود چې ډېرو پټو (اشد محرم) معلوماتو ته لاسرسی ولري.
نوموړی دوه کاله مخکې د هغه څه لپاره ونیول شو چې ښايي په تاریخ کې د محرمو اسنادو لویه رسوايي وی. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د سپرلي موسم پیل شوی او په باغونو کې د ميوو ونو ګلونه کړي ، غرونه او ميدانونه شين شوي دي. د سوات د ښایستونو په اړه د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان دا ویډیو تیاره کړې ده.
چارواکي وایي چې د بدخشان په ارغنجخوا ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبه اوښتې ده.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید پیل کړ چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکو یوه پوسته سقوط او ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلي نظري وویل چې په سیمه کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او په خبره یې چې کومکي ځواکونه هم سیمې ته ورسېدلي دي.
اخوا طالب ویاند... Читать дальше...
د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د نړیوالې ټولنې د پخوانیو ژمنو له مخې د سولې له ټینګېدا وروسته به هم ...
په نيو زيلېنډ کې د کرائسچرچ په دوو جوماتونو کې د وژل شويو په ياد کې غونډې شوې دي. د جمعې ورځي تر ټولو لويه غونډه په کرائسټچرچ کې شوې. دا غونډې د هغو ۵۰ کسانو کسانو په یاد کې شوې دي چې د مارچ پر ۱۵مه په کرائسټچرچ کې يو وسله وال پر دوو جوماتونو د برید پر مهال وژلي وو.
ورځپاڼه لیکي چې د هزاره اقلیت قوم یو غړی داوود ناجي په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په مزارشریف ښار کې د دغه قوم د ځینو...
په ننګرهار کې د شينوارو قوم یو شمېر ځوانانو او قومي مخورو د پنجشنبې په ورځ د شينوارو د حق غوښتنې په...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net