مسؤلان: په بلخ کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي
د بلخ له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست رحمت الله زاهد ازادي راډيو ته وويل، د دې ولایت په دهدادي، نهر شاهي او چمتال ولسواليو کې تر سختو ورښتونو وروسته خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اووښتي دي او لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.
د ښاغلي ذاهد په وینا، د راپورونو له مخې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی دی.
دا په داسي حال کې ده چې په هرات، فارياب او بادغيس ولایتونو کې هم د سختو سېلابونو او تلفاتو راپور ورکړل شوی دی.
