په نیوزیلنډ کې د یوه افغان په ګډون ۴۹ مسلمانان ووژل شول، په دې اړه د نړیوالو اندیښنې درسره شریکوو. د تاجک-قرغز پر پوله جګړه شوې.
د سوریې د خونړۍ جګړې ۸ کاله پوره شول او په دې هیواد کې به د لارۍ یوه چلوونکې دلته ووینئ چې څه وایي.
د مارچ پر ۱۵مه د پېښور باچا خان مرکز کې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او انځورګر غني خان ۲۳ تلین ولمانځل شو چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په ګډون د صوبې له بېلا بېلو سیمو لیکوالان، شاعران او ادیبان ورغلي ول او د نوموړی ژوند او کار په اړه خپلې ویناګانې وکړې. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیو رپورټ وګورئ.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزير له پخواني والي عطا محمد نور سره تر کتنې وروسته وويل، چې ښاغلى نور د نوي امنيه قوماندان له ټاکل کېدو سره کوم مخالفت نه لري. اسد الله خالد د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره يوځاى د مزار شريف ښار ته سفر وکړ.
په مزار شريف کې اوس وضعيت څنګه دى؟ په دې ويډيو کې يې کتلاى شئ
د کورنیو چارو او د دفاع سرپرستو وزیرانو په بلخ کې د رامځته شوي امنیتي کړکېچ د حل په هدف د جمعې په ورځ...
د سوریې ډموکراتیک ځواکونو SDF چې امریکا یې ملاتړ کوي، هغه راپورونه رد کړي دي چې وايي دوی به د داعش ډلې جنګیالي...
د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د انلاين ويزو د نظام پرانستې په غونډه کې وزير اعظم عمران خان وويل، پاکستان یو پرامنه او مستحکم هېواد دی او خپلې دروازې يې د نړۍ لپاره خلاصې کړې.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله ...
په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه اووه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د سمنګان ولايت پولیسو (۶۸۸) کیلو ګرامه نشه يي مواد په داسې حال کې نیولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه دباندې يې قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې د بغلان ولایت پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې څه د پاسه (۱۷) کیلو ګرامه هیروئین په داسې حال کې ونیول چې له بدخشان ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.
او په درېيمه پېښه کې د پنجشېر پولیسو... Читать дальше...
د نیوزیلېنډ کرایسټچرچ سیمې یو پښتون هستوګن میرویس وزیري چې په برید کې ژوبل شوی دی، مشال راډیو ته وویل، ''یو کس له درېوو توپکو سره النور جومات ته راننوت او د پولیس جامې یې اغوستې وې.''
د مزار شریف ښاروال او یو شمېر ښاریان وايي، په دې ولایت کې وروستی امنیت وضعیت به د نوروز د مېلې پر...
د ننګرهار بېلابېلو قومونو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان له اوسني نظام او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د سولې له روانو خبرو، په ولسمشریزو انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډون او د مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ اعلان کړ.
پولیسو نن وویل چې ۴۱ کسان د کرایسټ چرچ ښار په النور جومات او اووه نور د لینووډ ښار په یوه جومات کې وژل...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د بلخ ولایت ته تللي او دغلته یې د والي اسحاق رهګذر سره کتلي دي.
په شمال کې د شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي مزار شریف ته د دې دوو وزیرانو سفر تأیید کړی او د دوی د سفر هدف دغلته د وروستي راپورته شوي کړکېچ هواری بللی دی.
په مزار شریف کې پرون وروسته له هغې نښتې وشوې چې د دې ولایت پخواني والي عطا محمد نور او پخواني د امنیې قوماندان اکرم سامع په بلخ کې د نوي امنيې قوماندان له معرفي کېدو سره مخالفت وکړ.
خو وروسته... Читать дальше...
د نیو زیلېنډ رسنۍ وايي، د ډزو پېښه د مارچ پر ۱۵مه له النور جمات سره نېږدې شوې. په پيښه کې ۴۰ کسان وژل شوي دي. د رويټرز ويډيو ګل اياز وړاندي کوي
د مارچ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر خبرو یو ورځنۍ غونډه وشوه. د غونډې ځېنو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي مثبتې نتیجې ولري. د افغانستان د ملي جبهې مشر انوار الحق احدي وايي، دی هیله من دی چې د امریکا او طالبانو خبرې به د افغانستان تلپاتې سولې ته لار هواره کړي. په غونډه کې پاکستانیو پوهانو وویل، اسلام اباد د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي تور پورې کړی چې له طالبانو ...
یوه عیني شاهد ویلي دي چې یو کس یې ولید چې تورې جامې یې اغوستې وې او جومات ته ننوت. دی وايي، تر هغې وروسته یې ډزې واورېدې او خلک یې په منډو ولیدل.
د هنر او ډیزاین د انسټیټیوټ خپرونې بیا د افغانستان د سولې په خبرو کې د ښځو د ونډې مسئلې ته اشاره کړې او لیکي...
د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تورن کړ چې له طالبانو سره د سولې له خبرو د افغانستان د حکومت په څنګ ته کولو د هغه د نامشروع کولو هڅه کوي او د وایسرای په شان چلند کوي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې چې پرون یې وکړې، د واشنګټن له لوري سمدستي رد شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د محب څرګندونې یوازې د افغانستان او امریکا د اړیکو او د سولې د پروسې خنډ کېږي.
ښاغلي محب په واشنګټن کې د امریکا... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په بلخ ولایت کې د پخواني والي او مرکزي حکومت ترمنځ کړکېچ دوام لري، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید د خلکو پر وړاندې ونه درېږي.
په مزارشریف کې پرون د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې اتلس کسان ټپیان شول.
دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د خپلې دندې د پیل لپاره مزارشریف ښار ته ورسېد او د ښاغلي نور وسله والو مخالفت ورسره وکړ.
اجرائیه ریاست تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي... Читать дальше...
د سولې ولسي حرکت غواړي چې د خپلو سفرونو په لړ کې نن د ننګرهار ولایت ناارامې اچین ولسوالۍ ته ولاړ شي.
ټاکل شوې چې د دې حرکت غړي به د دې سیمې د خلکو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
د سولې د ولسي حرکت ویندوی بسم الله وطندوست ازادي راډيو ته وویل چې دوی د اچین د اوسېدونکو په غوښتنه هلته ځي.
ده وویل:
"د سولې د ولسي حرکت غړي اچین ولسوالۍ ته ځي، هلته ولسونو غوښتنه کړې چې د حرکت غړي ورسره وویني، دوی هلته غونډه کوي او له حرکت سره د سولې او اوربند لپاره چېغه پورته کوي."
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د... Читать дальше...
په ننګرهار ولايت کې پرون په درېيو پرله پسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼی وايي چې د یوه ټپي وضعيت نازک او د نورو پنځو کسانو د ډاډ وړ دی.
ښاغلی خوګيانی وایي، درې واړه چاودنې د لومړۍ ناحيې اړوند د بهسودو پله ته څېرمه شوي دي.
د هغه په وینا، په لومړۍ پېښه کې په يوه ګلدان کې ځای پرځای شوی ماين وچاودېد، په دوهمه کې په يوه ريکشا کې ځای پرځای شوي چاوديدونکي مواد والوځول شول او په درېيمه پېښه کې امنيتي ځواکونو یو کشف شوی ماين په خپله والوځاوه.
د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ لوبډلې نن د خپلو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کوي چې ټېسټ لوبه ده او د روانې مارچ میاشتې تر نولسمې نېټې پورې دوام کوي.
لوبه د هند د دهرادون ښار د راجیو ګاندي په لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل په وخت د سهار په اتو نیمو بجو پیلېږي.
افغانستان له دې مخکې له اېرلنډ سره د لوبو په لړۍ کې پنځه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره لوبې وکړې چې نتیجه یې مساوي شوه، خو له هغه مخکې یې درې واړه شل اووریزې لوبې ترې ګټلې دي.
د امریکا سنا چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت دي، د سرحدونو په مسئله کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي بېړني حالت د اعلان غوښتنه پرون پنجشنبې رد کړه، خو ټرمپ وویل چې دا پرېکړه به رد یا ویټو کړي.
دې طرحې ته ۴۱ موافقې او ۵۹ مخالفې رأیې ورکړل شوې، خو د رأیو د نتیجې په ځواب کې ټرمپ پر ټوېټر یوه کلمه ولیکله، "ویټو"
۱۲ جمهوري غوښتونکي سناتوران پر نورو ډموکراتو سناتورانو ورګډ شول او د ولسمشر ټرمپ د بېړني حالت طرحه یې رد کړه.
ټرمپ وروسته له دې چې کانګرس له مکسیکو سره په جنوبي سرحد کې د دېوال د رغونې د لګښتونو... Читать дальше...
اروپايي پارلمان د رأیو په غوڅ اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د بشري حقونو سرغړوونکو ته د سزا ورکولو لپاره د بندیزونو د یوه رژیم جوړولو ته هڅوي.
دا پرېکړه لیک چې پرون تصویب شو، پر اروپايي کمېسیون غږ کوي چې د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادو په کچه د مګنیڅکي د بندیزونو قانون ته ورته یو خپلواک او د انعطاف او غبرګون لرونکی داسې سېستم رامنځته کړي چې له بشري حقونو څخه په ښکاره سرغړونو کې ښکېل افراد، حکومتونه او غیر حکومتي شخصیتونه په نښه کړي.
متحده ایالاتو په ۲۰۱۲ کال... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net