د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ لوبډلې نن خپله ټېسټ لوبه پیلوي
لوبه د هند د دهرادون ښار د راجیو ګاندي په لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل په وخت د سهار په اتو نیمو بجو پیلېږي.
افغانستان له دې مخکې له اېرلنډ سره د لوبو په لړۍ کې پنځه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره لوبې وکړې چې نتیجه یې مساوي شوه، خو له هغه مخکې یې درې واړه شل اووریزې لوبې ترې ګټلې دي.
