Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Март
2019

Новости за 03.03.2019

په پېښور کې د موسیقۍ ازادۍ ورځ ولمانځل شوه

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د موسیقۍ ازادۍ ورځې په مناسبت یوه غونډه شوې. دا غونډه د مارچ پر درېیمه د خبریالانو په مرکز کې د کلتوري چارو خبریالانو جوړه کړې وه چې پکې یو شمېر سندرغاړو، شاعرانو او موسیقارانو ګډون وکړ او د موسیقۍ پر ارزښت یې خبرې وکړې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.



سېلابونو په کندهار کې ۲۰ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د شنبې د ورځې سېلابونو دغه راز په کندهار کې ۱۵۷۰ کورونه ویجاړ کړي او ۲۶ تنه یې ټپیان کړي دي. صادق رښتیني د کندهار او د دغه ولایت د ولسوالیو د مختلفو سیمو د وضعیت تصویر اخيستی دی. اېډېټ: تمیم اخګر



د سولې مشورتي لویه جرګه ځنډېدلې

Pa.azadiradio.com 

د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته دا خبره تأیید کړه او زیاتوي چې دغه جرګه به ...

افغانستان له فلسطیني کډوالو سره یو ميلیون ډالر مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

افغانستان له فلسطیني کډوالو سره یو ميلیون ډالر مرسته وکړه. د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت وویل، دغه مرسته په ترکیه کې د افغانستان سفیر عبدالرحیم سیدجان نن یکشنبه په استانبول کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او د کارادارې کمیشنر UNRWA پیري کریهنبول ته وسپارله. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت چې دغه مراسم یې تنظیم کړي وو، د افغانستان د مرستې ستاینه وکړه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل، که څه هم افغانان پخپله له سختو کړاوونو سره مخامخ دي، خو هېواد یې په دغه سپېڅلي... Читать дальше...

د هلمند چارواکي: د سېلابونو له امله اته کسان مړه او اته ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند چارواکي وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه او اته نور ټپیان دي او سلګونه کسان هم ژغورل شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند په ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله بند پاتې شوي سلګونه کسان ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي. ده وویل: "د ژغورنې ټیم ورته جوړ شوی، هغوی ساحو ته رسېدلي، دغه ټیم تر اوسه توانېدلی چې سلګونه کورنۍ او سلګونه کسان له هغه ځایه وژغوري او را ویې باسي، د ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي،... Читать дальше...

پاکستاني کشمیریان: له تېرې یوې اوونۍ راهیسې مو تېره شپه ارامه وه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې اوسېدونکي وایي چې له تېرې اوونۍ راهیسې چې سیمه کې د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې وې، تېره شپه یې ارامه تېره کړې ده. کنټرول لاین ته نږدې د چکوتي سیمې یوه اوسېدونکي نزاکت حسین اسوشېټېډ پرېس آژانس ته ویلي چې د ورځې له ارامۍ په استفادې دی او د سیمې ډېر نور اوسېدونکي خپلې کورنۍ باسي او امن ځایونو ته یې انتقالوي. یوه پاکستاني چارواکي معظم ظریف ویلي چې له مخې شااوخوا دوه سوه کورنیو په درېیو لویو دولتي ودانیو کې پناه اخیستې ده. د تېرې سې شنبې د ورځې... Читать дальше...

د میرحسین موسوي او د هغه د مېرمنې تازه عکسونه راوتلي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د دوو پېژندل شویو مخالفو سیاستوالو میرحسین موسوي او د هغې د مېرمنې زهرا رهنورد چې له تېرو اتو کالو راهیسې په کور کې نظربند دي، نوي تصویرونه د دې هېواد په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي. وروسته له هغې چې دوی په ۲۰۱۱ کال کې په کور کې نظربند شول، چارواکو رسنۍ له دې منع کړې وې چې د هغوی تصویرونه خپاره کړي. د دواړو تصویرونه لومړی د مخالفینو په ویبپاڼې کلمه کې خپاره شوي چې وروسته د اعتماد انلاین نیوز په ګډون نورو رسنیو شریک کړي دي. موسوي او مهدي کروبي د ایران د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په لانجمنو... Читать дальше...

د نړۍ د محصلینو ژمنۍ سیالۍ په روسیه کې پرانيستل شوې

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د محصلینو ژمنۍ سیالۍ د زرګونو لوبغاړو په ګډون سره په روسیه کې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا پرانيستل شوې. په دغو سیالیو کې له افغانستانه هم يوه پلاوي چې په ترکیب کې یې يو لوبغاړی او دوه مسؤلین دي، ګډون لري. د افغانستان د پوهنتونو د ورزشي فدراسیون غړي ذبیح الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محصلینو په دغو ژمنیو سیالیو کې د نړۍ له ۵۸ هېوادونو ۳۰۰۰ زرو لوبغاړو په مختلفو ورزشي رشتو کې برخه اخيستې ده. د ښاغلي شهزاد په خبره، له افغانستانه به مجتبی شهیداني د سکي په رشته کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

په ایران کې د افغان مهاجرو د تکواندو لوبډلې د برونزو مډال وګاټه

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو د نویو ځوانانو لوبډلې د تکواندو نړیوال فدراسیون په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه. د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړي احسان رحیمي په ۴۸ کیلوګرامه وزن کې دغه مډال ترلاسه کړ. د ښاغلي پيمان د معلوماتو له مخې، د تکواندو نړیوال فدراسیون د سیالیو دا درېیم پړاو دی چې د ایران په کوربه توب په دغه هېواد کې له پنجشنبې ورځې راهیسې پیل شوی دی. د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې له ۲۲ هېوادونو د تکواندو ۵۶۵... Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




یوه امریکایۍ بې پیلوټه ډراګون فضایي بېړۍ له فضایي اډې سره یوځای شوه

Pa.azadiradio.com 

امریکایۍ سپیس ایکس بې پیلوټه ډراګون فضایي بېړۍ چې د دوشنبې په ورځ د فالکون ۹ توغندي په زریعه له فلوریډا د ناسا له کیندي فضایي مرکزه توغول شوې وه، نن په بریالیتوب له نړیوالې فضایي اډې سره ونښته. په دې سره د ایلون مسک Elon Musk امریکایي کمپنۍ هغه هدف ته چې غواړي افراد فضا ته واستوي، یو ګام ورنږدې شوه. دغه بې پیلوټه ماموریت یوه ازموینه ده چې ایا په راتلونکې کې کولای شي چې په دغو فضایي بېړیو کې فضا ته انسانان واستوي که نه؟ له دې مخکې دغې کمپنۍ فضایي اډې ته پر وسایلو او خوراکي موادو بار بېړۍ استولې ده.

د هندوستان د کرکټ لوبډلې استرالیا ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

هندوستان د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې له دوو پرله پسې ماتو وروسته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه. په دغه لوبه کې استرالیا لومړی بيټېنګ وکړ او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۷ وایکټو په زیان سره ۲۳۶ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړای شول چې هدف د ۴ وایکټو په زیان سره د لوبې په ۴۹م اوور کې پوره او لوبه یې د ۶ وایکټو په توپیر وګټله. کیدر جادیو چې په توپ وهنه کې یې د هند په ګته ۸۱ منډې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې يوه وایکټه هم واخيسته، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. Читать дальше...

چاواکي: د کندهار د شاولیکوټ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي د کندهار په شاوليکوټ کې په یوه هوایي برید کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل ملا نقيب او د هغه د څو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی وایي چې هوايي ځواکونو دغه عمليات د شاوليکوټ ولسوالۍ د وچ باختو په سیمه کې د کره کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس ترسره کړي دي. عيسی وویل، په ترسره شویو هوایي بريدونو کې د تور نقيب الله په نوم د شاوليکوټ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل په شمول ۸ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net