د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ډاډ ښودلی چې د افغانستان د سولې مذاکرات پر سم لور روان دې. شاه محمود قریشي د مارچ پر ۱۱ مه نېټه د اسلام اباد په سفر ورغلي له خپل جرمني سيال سره د خبرې غونډې پر مهال داخبره وکړه.
د قبايلي ضلعو د قدرتي ناورينونو سمبالولو اداره وايي چې د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شويو خلکو ته د مالي مرستو درول شويو قسطونو منظوري ورکړل شوې ده.
د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس په هېواد کې د ورزش د ودې او پراختیا د يو لړ نویو پلانونو د پلي کېدو خبره کوي.
حفیظ ولي رحیمي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د هغې طرحې پر بنسټ چې کابینې ته د تأیید لپاره سپارل شوې، د ټول هېواد ورزش به په اتو زونونو ووېشل شي.
ښاغلی رحیمي وايي، اوسمهال زیاتره ورزشي فعالیتونه يوازې مرکز او لومړۍ درجه ولایتونو پورې تړلي دي چې د يادې طرحې په عملي کېدو سره به ټول هېواد کې د دوی تر پوښښ لاندې راشي.
د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د اېرلنډ پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ په نوملړ کې د ظاهرخان او سید شېرزاد نومونه هم ور زیات کړل.
د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزی وايي، دا چې د ټېسټ لوبډلې د اعلان پرمهال ياد دوه لوبغاړي دغو سیالیو ته اماده نه وو، نو اوس یې نومونه په نوملړ کې اضافه کړل.
ښاغلی احمدزی وايي، ظاهرخان او سید شېرزاد په فرسټ کلاس سیالیو کې ښه مخینه لري او په انټرکانټيننټال جام سیالیو کې هم ښه ځلېدلي دي.
د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان په ټېسټ لوبډله کې اصغر افغان (لوبډلمشر) محمد شهزاد (ویکټ... Читать дальше...
د افغانستان د اجراییه رییس عبدالله عبدالله څرګندونې له طالبانو سره د سولې په ارتباط او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه دلته اوریدلی شئ. دا به هم وګورئ چې په الجزایر کې د حکومت پرضد مظاهرې روانې دي او واشنګتن خپل دیپلوماتان له وینزویلا باسي. د یوه اتل له غلا مو هم خبروو.
په ورزشي چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل غني وايي، په اسیايي المپیک کې به د افغان لوبغاړو د حقونو د لاسته راوړنو لپاره هڅې وکړي.
اجمل غني چې په دې وروستیو کې د اسیايي المپیک د اجرائیه بورډ د غړي په توګه هم ټاکل شوی، په کابل کې د يو شمېر ورزشي رشتو لپاره د ودانیو د پرانيستې مراسمو ته وویل چې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د افغان لوبغاړو لاسته راړونې د قدر وړ دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بدنې روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس حفیظ الله ولي رحیمي دغو مراسمو ته د وینا پرمهال د اسیايي المپیک کمېټې د اجرائیه... Читать дальше...
د غزني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د بهرنیو څواکونو په برید کې درې تنه وسلهوال وژل شوي دي.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل، دغه برید له غزني ښاره په ۱۵ کېلو مترۍ کې د وسلهوالو پر یوه موټر شوی دی.
بل لور ته بیا له سیمې ځینو خلکو د نوم او غږ نهخپرولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، په دې هوایي بريد کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني بیا وايي، په دغه برید کې دوه موټر په نښه شوي چې یو فېلډر موټر بمبار شوی او بل هم... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د خبرو اترو ښکېل لوري، د طالبانو استازي او امریکایي ...
په خيبرپښتونخوا کې د ورګډ کړل شویو قبايلي ضلعو د خاصه دار او ليويز ځواک اتحاديې د دغه صوبې د ګورنر فرمانونه رد کړي دي.
په کندهار کې په نشه یي توکو اخته میرمنې له کروندګرو غواړي چې نشه یي توکو له کرکیلې لاس واخلي.
په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
په بادغيس ولایت کې پر یو شمېر دولتي پوستو په حملو کې شااوخوا ديارلس افغان سرتېري وژل شوي دي.
د بادغیس د والي وياند جمشېد شهابي نن وويل چې په نښتو کې ۴۲ سخت دريځي وژل شوي او پنځلس افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
شهابي وايي، په دغو پوستو کې د یو شمېر نورو سرتېرو برخلیک نه دی معلوم.
د دفاع وزارت ویاند قیس منګل وويل چې د شنبې په ورځ د طالبانو تر حملو وروسته حکومت بالامرغاب ولسوالۍ ته د هوايي ځواکونو ملاتړ لېږلی دی.
دی وايي، په ټوله کې شل سرتېري وژل شوي او شل نور برمته نيول شوي دي.
منګل زیاته کړه،... Читать дальше...
د افغانستان د لویې څارنوالۍ پلاوي د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون یو شمېر پخواني لوړپوړي چارواکي چې د دارالانشا رئیس هم پکې شامل دی، ممنوع الخروج اعلان کړل.
دغه پلاوي تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس او د انتخاباتي شکايتونو د کمېسیون د رئیس په ګډون، ۱۲ کميشنران ممنوع الخروج اعلان کړي وو.
جمشېد رسولي نن ازادي راډیو ته وویل، دوی له خپلې دندې په غفلت او ناوړه ګټې په تور تر پلټنو لاندې دي.
لوی څارنوال نن په یوه اعلاميه کې ويلي چې دا ډول قضيې د قوانينو د احکامو او پر اسنادو د ولاړو شواهدو له مخې ارزول کېږي.
د ايران د قضايه قوې نوی ګمارل شوی مشر چې محافظه کار مذهبي دی او له بشري حقونو په سرغړونو تورن دی، د مجلس خبرهګان د مرستيال په توګه وټاکل شو.
مجلس خبرهګان د ایران ستر مذهبي مشر ټاکي او کار يې څاري.
ايرنا نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې مجلس خبرهګان، ابراهيم رئیسي د سې شنبې په ورځ انتخاب کړ او څو ورځې مخکې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي دی د دې هېواد د قضایه قوې د مشر په توګه ټاکلی و.
۵۸ کلن رئیسي لوړپوړی مذهبي مشر دی او د ايران د شیعه زیارتونو د ادارې استان قدس رضوي مشر هم پاتې شوی دی. Читать дальше...
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي، د پوهنې په وزارت کې...
'که حکومت له موږ سره په یوه هفته کې دننه کښېننوست، او تسلي یې رانکړه نو دا قام بیا د احتجاج حق لري، موږ بیا له داسې یوه حکومت سره همکاري نه کوو چې زموږ بنیاد ختموي'
غزني ته له هلمند او مزار شریف څخه راکډه شوي کډوال وايي، نه په دې سوړ ژمي کې د سوند او نه خوراکي توکي لري، نو ډېری ماشومان یې د غربت، سړځکۍ او د خوړو د کمښت له امله ناروغان دي، دوی د غزني په رنګ په ساړه ولایت کې په سوړ ژمي کې په خېمو کې اوسي او له دولت او خیره ټولنو د مرستې غوښتنه کوی.
حبیب الرحمن تاثیر یې په اړه دا راپور رالېږلی دی.
اېډېټ: لېمه هادي
د کابل یو شمېر مدني فعالانو چې د دوشنبې په ورځ يې خپل ځانونه او مخونه په رنګونو ککړ کړي او وحشي څېرې يې اچولې وې، د ایران او پاکستان د سفارتونو مخته يې مظاهره کړې وه.
دوی ادعا کوله چې ایران او پاکستان د افغانستان په نارامۍ کې لاس لري، هغه ادعا چې د دغو دواړو سفارتونو د چارواکو له لوري مخکې رد شوې ده.
نور جزیات د لېمې هادي په راپور کې وګورئ
پښتنه هنرمنده رمشا شفا وايي غواړي د ښځو لپاره يوه الګو (ايډيال) واوسم. په دې مرکه کې هغې د خپل ژوند کړاو او هنر په اړه خبرې کړې دي. هغه زياتوي غواړي ښځو ته وښيي چې ستونزې یې بايد مخه ونه نيسي او پر مخ ولاړې شي.
مرکه او ويډيو: اسحاق خان
د هېواد لومړۍ مېرمن وایي، د سولې پروسې مخالفینو په تبلیغاتو لاس پورې کړی او اندېښنې یې جوړې کړي دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اسان خدمت ادارې په لومړي ځل په افغانستان کې د انلاین...
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې پراخ او ژور پر شاتګ شوی دی.
ګوترش پرون د ښځو د وضعیت د کمېسیون په کلنۍ غونډه کې د وینا پرمهال په دې برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه.
دا کمېسیون په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د جوړېدو له پیله د نارینهوو او ښځو ترمنځ د بشري ژوند په ټولو برخو کې د انډول راوستو لپاره هڅه کوي.
ښاغلي ګوترش په تېره د هغو ښځو پر وړاندې چې د خپلو حقونو د فاع او یا د دولتي څوکیو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي د تشدد د مواردو زیاتېدو... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي چې په ایتوپیا کې د یوې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د دې سازمان لږ تر لږه ۲۱ کارکوونکي هم مړه شوي دي.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون د ښځو د وضعیت د کمېسیون د کلنۍ غونډې د پرانېستو پر مهال په خپله وینا کې دا پېښه په تېره د ملګروملتونو لپاره لویه غمیزه وبلله:
"په ایتوپیا کې دې ناوړه هوايي سانحې د وروستیو معلوماتو له مخې د ملګرو ملتونو د ۲۱ کارکوونکو په ګډون د ټولو سپرلیو او پر دې سربیره په نامعلوم شمېر د هغو کسانو ژوند واخېست چې له ملګرو ملتونو سره یې له نژدې کار کاوه."... Читать дальше...
د پښتو ژبې لیکوال او شاعر زرین پریشان د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۶۵ کالو په عمر د مارچ پر۱۱مه په پېښور کې له دې نړۍ د تل لپاره سترکې پټې کړې.
په بغلان ولایت کې د طالبانو سرې قطعې ته تلفات اوښتې دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو اتمې لوا قوماندان عباس توکلي وايي، تېره شپه په مرکزي بغلان کې د نښتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې دوه جګړه ماران وژل شوي او څلور نور يې ټپيان شوي دي.
د افغان قواوو دغه قوماندان وايي، په نښتو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي، خو هېڅ امنیتي پوسته د طالبانو لاس ته نهده لوېدلې.
تردې مخکې طالبانو رسنیو ته په يوه پیغام کې ويلي وو چې د مرکزي بغلان په سیمه کې يې دوه امنيتي پوستې نيولي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې زيان رسولی دی. Читать дальше...
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د افغانستان په شمال لوېديځ زون کې د عملیاتو پر مهال ۲۵ سخت دريځي وژل شوي او ټپیان دي.
دا خبره ۲۰۹ شاهین قول اردو په يوه اعلامیه کې کړې ده.
اعلامیه وايي، د وليد څلوېښت عملیاتو په نتيجه کې د بلخ ولایت پل بنګاله، بابه قشقار، قندهاري او د چمتال ولسوالۍ مرکز د سخت دريځو له شتونه پاک شوي او په دې عملیاتو کې شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
اعلامیه وايي، په دغو عملیاتو کې امنيتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
همداراز د اعلاميې په وينا، د کندز ولایت په امام صاحب... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net