ابراهيم رئیسي د ایران د مجلس خبرهګان مرستيال وټاکل شو
مجلس خبرهګان د ایران ستر مذهبي مشر ټاکي او کار يې څاري.
ايرنا نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې مجلس خبرهګان، ابراهيم رئیسي د سې شنبې په ورځ انتخاب کړ او څو ورځې مخکې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي دی د دې هېواد د قضایه قوې د مشر په توګه ټاکلی و.
۵۸ کلن رئیسي لوړپوړی مذهبي مشر دی او د ايران د شیعه زیارتونو د ادارې استان قدس رضوي مشر هم پاتې شوی دی.
د بشري حقونو نړيوال سازمان او امریکا د ده ټاکنه د قضا د کنټرولولو هڅه بللې ده او ويلي يې دي چې رئيسۍ په ۱۹۸۰یمه لسيزه کې د سياسي زندانيانو په ډله ییزو اعدامونو کې لاس درلود.
