د پيپلز ګوند يو مشر او په قامي اسمبلۍ کې د دې ګوند يو غړی خورشيد شاه وايي د احتساب قامي اداره يا نېب خپل اختيارات په غلطه توګه کاروي. نوموړي د مارچ په اتلسمه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې چې د نېب د قوانينو بدلولو لپاره يې يو ځل د حکومت او اپوزېشن سره خبرې شوې وي خو بيا دا چاره پاتې شوه.
د پاکستاني پوځ د جنوبي قوماندې د مرکز مشر لفټننټ جنرل عاصم باجوه د مارچ په اتلسمه په کوټه کې په يوه غونډه کې وويل چې په بلوچستان کې يې پوره امن راوستی دی. هغه زياته کړه چې اوس دا صوبه د سرمايه کارۍ لپاره چمتو ده.
په سوات کې د سبزيو سوداګر وايي، د هند او پاکستان ترمينځ روان کړکېچ د ټماټرو نرخونه اسمان ته خېژولې. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې په اړه ویډيو راپور کښلی.
د هالند په اوتريخت ښار کې یوه وسله وال کس پر یوه ټرام ډزې وکړې. د سيلاب او مځکې ښويېدو له کبله په اندونيزيا کې اتيا کسان وژل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا چارسده کې د انځورګرۍ او خطاطۍ نندارتون شوی دی. د درې ورځني نندارتون انتظام لوکل ګورنمېنټ کړی وو چې ورته د پشکلاوتي نندارتون نوم ورکړل شوی وو.
د بادغیس والي وايي، لسګونه سرتېري چې د بالامرغاب ولسوالۍ پر موریچاق سیمه د طالبانو له پراخو حملو وروسته ترکمنستان...
په خوست کې د خبریالانو د ملي ورځې د لمانځنې په مرسمو کې د خوست والي محمد حلیم فدايي ژمنه وکړه چې د یاد ښار یوه جاده به د خبریال په نوم نوموي.
ده همدارنګه د خبریالانو او مدني فعالانو په غوښتنه دا هم وویل چې د خوست د یتيمانو او بېوزلو روزنتون به د سلطان محمود خیرخواه په نوم ونومول شي.
خبریال سلطان محمود خیرخواه چې په خوست کې د تېرې جمعې په ورځ کور ته د تګ په وخت د مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو.
په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په دې هېواد کې د هدفي وژنو، سړي تښونو... Читать дальше...
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين نن دوشنبه د کريميا سيمې ته ورسېد.
دى به د هغه څه په پنځمه کليزه کې برخه واخلي چې مسکو يې له روسيې سره د تور سمندرګي د دې ټاپووزمې يوځاى کېدل ګڼي.
خو کييف او غربي قدرتونو له روسيې سره د کريميا يوځاى کېدل غير قانوني بللي دي.
دا مسئله د دې سبب شوه چې پر ځينو روسي اشخاصو او شرکتونو بنديزونه ولګول شي.
پوتين نن په سيواستيپول او سيم فيريپول ښارونو کې دوه برښنا کوټونه پرانيستل.
دغه برښناکوټونه تېرکال په ابتدايي ډول پرانيستل شوي وو، خو نن رسماً افتتاح او بشپړ فعاليت يې پيل کړ.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي، ترکي او يوناني چارواکو ورسره په يادو هېوادونو کې...
د ايران ولسمشر وايي، هېواد يې د واشنګټن د بنديزونو پر خلاف حقوقي قضيه ثبتوي.
حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، دغو بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي.
دی وایي:
"نړۍ دې پوهه شي، امريکا چې کوم کار کړى، د ايران د حکومت پر خلاف نهو، نه د ايران د اټمي ټکنالوژۍ پر ضد و، بلکې د ايران د خلکو، د خلکو د ژوند د چاپېريال د خونديتوب او د خلکو د عادي ژوند پر ضد و."
امريکا د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت.
امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول... Читать дальше...
د ناټو د ٢٤ غړو او متحده هېوادونو شااوخوا ٣٥٠ پوځيانو نن په ګرجستان کې ګډ پوځي تمرينات پيل کړل.
تبلیسي ته نږدې د ڼاتو او ګرجستان د ٢٠١٩ میلادي کال د تمريناتو په نوم دغه تطبيقات ١١ ورځې دوام کوي.
ناټو په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه تمرينات د ګرجستان لپاره مهم دي چې د ناټو او ګرجستان د پوځي او سياسي همکارۍ د غښتلتيا لپاره د پام وړ ګڼل کېږي.
ټاکل شوې چې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د دغو تمرينونو پر مهال ګرجستان ته لاړ شي.
دى به په دغو تمريناتو کې برخه واخلي او د دې تر څنګ به د ګرجستان له مشرانو سره هم وګوري.
د هالنډ د اوترخت ښار په يوه ټرم يا برښنايي رېل ګاډي کې د ډزو په نتيجه کې لږترلږه يو تن وژل شوى او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
پوليسو ويلي چې د نننۍ پېښې انګېزه ښايي ترورېستي وي.
د اوترخت پوليسو په ټویټر کې ليکلي:
"د ښار په يوه ټرم کې دغو ډزو ګڼ کسان ټپيان کړي، سيمه کلابنده شوې او پېښه څېړل کېږي."
د پوليسو په پيغام کې ويل شوي چې سيمې ته څرخي الوتکې د مرستې لپاره لېږل شوې دي.
د هالنډ صدراعظم مارک روټي د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.
د نيوزيلينډ روغتياپالي هغه لومړي کسان ول چې پر جوماتونو تر بريد سمدستي وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل. هغوي داسې منظرې لیدلې چې پکې ځينې يې اوس هم په اړه خبرې کوي نو ژړغوني شي.
د "جبهه حمایت از وطن" مسؤلینو د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې وغندلې. د "جبهه حمایت از وطن" په ...
د افغانستان د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، که د انتخاباتو په مهالوېش کې بدلون راشي، دغه انتخابات به سږ کال ...
په ارزګان کې خبريالانو نن ورځ د ويني په ورکولو او د وژل شويو خبريالانو مقبرې ته په ورتګ سره پیل کړه. په ارزګان کې د کب ...
د بغلان پوليس وايي، هغه کسيې نيولى چې څو ورځې مخکې يې خپله ښځه وژلې وه.
د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوید بشارت ويلي، دغه کس چې تر تعقيب لاندې و، پرون ونيول شو.
ښاغلي بشارت وويل، بل تن چې په جلګه ولسوالۍ کې د دوو کسانو په قتل تورن دى، پرون نيول شوى دى.
د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، سوله يوه ملي او حياتي موضوع ده چې ټول افغانانيې ټينګېدو ته په تمه دي.
سرور دانش چې ننيې په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت يوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو هڅې وستايلې.
ده وویل:
"موږ ټول افغانان د سولې له پيل شوې پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د متحده دولتونو او هېوادونو چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي، مننه کوو، هيلهمند يوو چې ژر تر ژره د تاوتريخوالي او جنګونو د ختمېدو شاهدان واوسو."
ښاغلي دانش د افغانستان... Читать дальше...
د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې د ۵۰ مسلمانانو په ګڼې وژنې تورن استرالیایی برنتون تارانت ...
د ملي اردو چارواکي وايي، د سمنګان-بغلان د لويې لارې په اوږدو کې يې پوځي عمليات روان دي.
د شاهين قول اردو د اتمې لوا درستيزوال ډګرمن محمد نبي يې په اړه نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل:
"په دغو عملياتو کې د ملا منصور په نوم د دښمن يو غړى له خپل يوه ملګري سره وژل شوى او ٢ تنه نور ټپيان شوي، عمليات روان دي."
د شاهين قول اردو چارواکي وايي، دغه عمليات د سمنګان-بغلان د لويې لارې د خونديتوب لپاره دوه ورځې مخکې پيل شول.
د دوى په خبره، په دغو عملياتو کې څو کلي له وسلهوالو تصفيه شوي دي.
په پاکستان کې په ملکي کچه نن دوشنبه د کرايسټ چرچ د وروستۍ خونړۍ پېښې په ياد ویر دی او په ټول ملک کې ملکي جنډۍ نيمه ځوړنده ده.
تمه ده چې په هاګ کې د جنګي جرایمو محکمه د بالکان د جګړې پرمهال د بوسنیا صرب مشر رادوان کاراځیچ د ...
کوټه ګلېډيېټرز د پاکستان سوپر ليګ (پي اېس اېل) په پايلوبه کې پيښور زلمي ته په ۸ وکټو ماتې ورکولو ورستو په ړومبي ځل د سوپر ليګ جام په خپل نوم کړو.
د پاکستان سوپر ليګ فاينل لوبه بېګا ماسخوتن د کراچۍ په نېشنل سټېډيم کې د کوټې ګلېډيېټرز او پيښور زلمي ترمنځ وشو. د احمدالله ویډيو راپور
د ايران ولسمشر له خپلو وګړو وغوښتل، څومره چې کولاى شي امريکا، اسرائيل او سعودي عربستان ته لعنت دې ووايي.
حسن روحاني نن ظاهراً په دغو خبرو هڅه وکړه چې هغه انتقادونه منحرف کړي چې په ايران کې د خراب اقتصادي وضعيت له کبله د ده پر ادارې کېږي.
حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، د واشګټن بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي.
واشنګټن د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت.
امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول چې ويل کېږي د ايران اقتصاد ته يې سخته... Читать дальше...
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال په روان لمریزکال کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي راپور ټکان ورکوونکی ګڼي...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net