د بلوچستان کورنيوو چارو وزير ضيا الله لانګو وايي که ايران د پاکستان پر خاوره د جېش العدل وسله والې ډلې د موجوديت په اړه کوم ثبوتونه لري، هغه دې ورسره شريک کړي. لانګو د مارچ په يوولسمه مشال راډيو ته وويل چې داسې هيڅ يوه ډله په بلوچستان کې نشته.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د مارچ په ديارلسمه په ټوله نړۍ کې له دې کبله مظاهرې کوي چې د دوی د يو مشر غړي، ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ایف، ای، ار نه دی درج شوی. د هغه څلوېښتي رانيزدې ده. په پارليمان کې د بشري حقونو د څارنې کمېټې ولې چې دا ايف، ای، ار دې ژر درج شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت او امریکا هڅې وستایلې او تأکید یې وکړ چې ...
د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران او بغداد ترمنځ اړيکې ستايلي دي. نن په ايتوپيا کې د لوېدلي الوتکې يو څو پاته شوني وموندل شول خو د بلیک باکس ټون لا دوام لري.
سوېتلانا سېمېګن د کرېمیا اوسېدونکې ده او کمال یې دا دی چې پر بدني معیوبۍ (معذورۍ) سربېره انځورونه جوړوي. نوموړې د نینا او اولېګ بویېف په کور کې اوسي او تر اوسه یې یو شمېر انځورونه جوړ کړي. د سوېتلانې د ژوند کیسه د رویټرز اژانس په دې ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان د پکتيکا ولايت چارواکي وايي د مارچ په نهمه د شپې په برمل ولسوالۍ کې شوو عملياتو کې پنځلس طالبان وژل شوي دي چې درې پکې عربان دي.
جمهوري رياست وايي، د سولې را روانه مشورتي لويه جرګه به د غويي يا ثور د مياشتې په نهمه وشي.
حکومت تر دې مخکې د دې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو نېټه د کب یا حوت د مياشتې ٢٦مه اعلان کړې وه.
د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وويل، نن د را روانې لويې جرګې د نېټې په اړه په ارګ کې بحث وشو.
ده وویل:
"ولسمشر د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه په يوه فرمان کې محمد عمر داودزى د سولې مشورتي لويې جرګې د ترسره کولو د کمېسيون مشر وټاکه او کمېسيون ته يې دنده وسپارله چې د ١٣٩٨ کال... Читать дальше...
د بغلان ولايت چارواکي وايي، نن سهار يې د بغلان-سمنګان پر لويه لار د وسله والو طالبانو د ډله ييزو حملو مخه نيولې ده.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د تېلو يو ټانکر چپه شوى او په نتيجه کې يې څلور ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.
په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
وسله والو طالبانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
د ايراني رسنيو په حواله، د ايران د بشري حقونو مدافع نسرين ستوده په اووه کلن بند محکومه شوه.
د تهران د اسلامي انقلاب محکمې يوه قاضي نيمه دولتي اژانس ايسنا ته نن وويل، ستوده ته د پنځو کلونو بند سزا د نظام پرضد د توطيې او دوه کاله نوره سزا د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي د سپکاوي له کبله ټاکل شوې ده.
د ستوده مدافع وکيل محمود بهزادي راد پرون ويلي وو چې دا سزا د هغه د موکلې په غياب کې اورول شوې ده.
نسرين ستوده چې د ازادۍ لپاره يې د اروپايي پارلمان د ٢٠١٢ میلادي کال جايزه ګټلې ده، د ٢٠١٨ میلادي کال په جون مياشت کې ونيول شوه. Читать дальше...
افغان حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې د طالبانو د تحریک بنسټګر او مشر ملا محمد عمر د ژوند وروستي ...
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان تمه ښيي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې روانې خبرې به بینالافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.
په يوه نوي کتاب کې ادعا شوې چې د طالبانو مشر ملاعمر د افغانستان په جنوب کې له امريکايي اډې سره نږدې استوګن وو.
نعيمه غني لیکواله او شاعره ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.
د فراه ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په يوه جګړه کې د دولت ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي ويلي، د فراه د مرکز په مربوطاتو کې دغه نښته چې پرون پيل شوې وه، تر نن سهاره روانه وه.
قوماندان وويل چې په نښته کې ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي چې د لسو مړي د جګړې په ميدان کې پاتې دي.
د فراه چارواکي وايي، د شمالګاه په نوم دغه سيمه د دولت له وسله والو مخالفانو پاکه شوې ده.
په دې جګړه کې د ملي اردو د ٢ سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.
د دولت وسله والو مخالفانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
د بادغيس ولايتي چارواکي په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، وسله والو طالبانو په بالامرغاب کې تېره شپه د ملي اردو پر يوه ټولي حمله کړې چې په نتيجه کې يې ١٦ سرتېري وژل شوي او شااو خوا ٤٠ نور اسيران شوي دي.
خو د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي وايي، په دې حمله کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ وايي، د تېرې شپې جګړې څو ساعته دوام کړى دى.
په سيمه کې د ازادي... Читать дальше...
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان تمه ښيي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې روانې خبرې به ...
د شمالي وزیرستان په شوا کې په اتوار/یکشنبې د وزیرو لویې جرګې د کورم تنګي بند جوړولو پرضد یوه لويه احتجاجي جلسه وکړه او پر دولت یې ږغ وکړ چې د بند/ډېم له جوړولو دې لاس واخلي
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د افغانانو د کورنیو اقتصاد ښه کولو په موخه د هغوی ښځو لپاره د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې روزنیز مرکزونه پرانیستي چې پکې هغوی بېلا بېل کسبونه زده کوي او بیا شیان جوړوي چې په بازار خرڅېږي او ګټه یې دې ښځو ته ورکول کېږي. په دې ویډیو کې مو د کوټې په غوث اباد کې یوه روزنیز مرکز ته بیایو.
د ايتوپيا هوايي شرکت د يوې مسافر وړونکې الوتکې تر سقوط وروسته خلکو د بوينګ ٧٣٧ ماکس ٨ ډوله الوتکې د خونديتوب په اړه تازه شکونه څرګند کړي دي.
دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چې پرون يکشنبه تر الوتنې وروسته د ايتوپيا پلازمېنې اُديسه بابا ته نږدې نسکوره شوه او ١٥٧ کسانيې مړه کړل.
دا د خپل ماډول دوهمه الوتکه ده چې تر شپږو مياشتو په لږه موده کې سقوط کوي.
تر دې مخکې د ليون هوايي شرکت يوه الوتکه په اکټوبر مياشت کې د اندونيزيا په سواحلو کې سقوط شوې وه چې په نتيجه کې يې ١٨٩ کسان مړه شوي وو. Читать дальше...
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال رسول باوري د دوشنبې په ورځ د هېواد د فرهنګي میراثونو د ملاتړ او ساتنې د ورځې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۷۰ سلنې پورې تاریخي اثار ترمیم شوي دي.
ښاغلي باوري زیاته کړه:
"په تېرو څلورو کلونو کې تر ۴۷ زیات تاریخي اثار ترمیم شوي چې دا په نسبي ډول سره ۷۰ سلنه ډېروالی ښیي، تر اوسه له ۵ زره زیات تاریخي ابدې پېژندل شوې دي."
پهدغه... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته معلومات ورکوي.
د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين نن ازادي راډيو ته وويل، حمدالله محب په دې غونډه کې د ګډون په هدف په پنځه ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو نيويارک ته رسېدلى دى.
ښاغلي ارين زياته کړه:
"«د امنيت شورا» پهدې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د هېواد پر روان وضعيت وينا کوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو ته معلومات وړاندې کوي."
ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه... Читать дальше...
په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې په تېرې یوې اوونۍ کې افغان ځواکونو د دې ولایت په دشت ارچي، امام صاحب او قلعهزال ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي چې پهکې ګڼ شمېر وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پامير د ۲۰مې فرقې درستیزوال سید قربان موسوي نن دوشنبه په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وویل:
"په ترسره شویو عملیاتو کې ۹۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۹یې هم ټپیان شوي او دغهراز په دې عملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو دوه مهم پټنځایونه او دوه... Читать дальше...
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر وایي، ممکن په قطر کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ خبرې شپږم پړاو ته ...
د کندهار چارواکي وایي، د ورځې په اوږدو کې کندهار کې د کبانونو له شته فارمونو نه تر شپږ زره کیلو ګرامه پورې د کبانو غوښې ترلاسه کېږي چې د کندهار ترڅنګ ګاونډيو ولایتونو او ان پلازمېنې کابل ته وړل کېږي.
صادق رښتینی له دې فارمونو دا ویډیويي راپور برابر کړی.
ایډیټ: تمیم اخګر
د کندهار چارواکي وایي، د ورځې په اوږدو کې کندهار کې د کبانونو له شته فارمونو نه تر شپږ زره کیلو ګرامه پورې د کبانو غوښې ترلاسه کېږي چې د کندهار ترڅنګ ګاونډيو ولایتونو او ان پلازمېنې کابل ته وړل کېږي.
صادق رښتینی له دې فارمونو دا ویډیويي راپور برابر کړی.
ایډیټ: تمیم اخګر
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net