ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د سولې او پخلاينې د موضوعاتو په ګډون د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړي. د امريکا د ولسمشر د کمپاین پخوانی مشر د ماليې نه ورکولو او بانکي فساد په تور په اووه څلوېښتو مياشتو بند محکوم شو.
د خبریالانو یوې مدافع ټولنې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړیوالو پاملرنه د هغو ښځو قضیو ته اړولې چې...
د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وایي، افغان ښځو د دغو ازادیو لپاره چې نن یې ترلاسه کړي کلونه کلونه مبارزه کړې او غواړي چې وړاندې پسې ګامونه واخلي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن ایرلنډ مات کړ. دا د دوی څلورمه یو ورځنۍ لوبه وه.
د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس وايي، افغان حکومت په یوازې توګه نه شي کولای چې د افغانستان د سولې پروسه بریا ته ورسوي.
افغان حکومت وايي چې په قطر کې د سولې د روانو خبرو له ټول جریانه خبرېږي او سلا مشورې ورسره کېږي.
افغان چارواکي په بادغیس ولایت کې د شاوخوا ۳۰ وسلهوالو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ملي اردو د درېیمې لوا د عامه چارو مرستیال تورن محمد یاسین نن مازدیګر ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په مقر او د قلعهنو په لامان سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې طالبانو ته دغه تلفات اوښتې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په مقر ولسوالۍ کې شپږ تنه طالبان وژل شوي او په پشتهلامان کې لس وسلهوال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي."
د ښاغلي یاسین په خبره پهدې وسلهوالو نښتو کې د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي. Читать дальше...
په تاجکستان کې د اپوزیسیون یو نامتو فعال شرف الدین ګداییف ادعا کوي چې تېره میاشت د دې هېواد د چارواکو لهخوا ځورول شوی دی او زیاتوي چې فشار پرې راوړل شوی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمن د مشر زوی ملاتړ وکړي.
ګداییف د اپوزیسیون یوې ډلې غړی دی چې ۲۴ نومېږي.
د دې ډلې فعالیت له وړاندې په تاجکستان کې ممنوع اعلان شوی دی.
ګداییف د پنجشنبې په ورځ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې مشر سید مومن یتیموف پر ده دا فشار راوړی دی. Читать дальше...
د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو په پېښور کې ښځو فعالانو یو لاریون ترسره کړ چې موخه یې د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ او ازادۍ پر لوري د ښځو اګاهي زیاتول دي. له پېښوره د غلام غوث ویډیو راپور
افغان حکومت وايي چې په قطر کې د سولې د روانو خبرو له ټول جریانه خبرېږي او سلا مشورې ورسره کېږي.
متحدایالاتو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ایران د بالسټیک توغندیو د اړوندو فعالیتونو له کبله پر دې هېواد بندیزونه ولګوي.
د سوات ښاروالۍ کې ښځینه غړیو ګیله کوله چې نه خو ځان ته تالار لري چې دوی پکې غونډه وکولای شي، نه د لمانځه اوداسه لپاره بېل ځای لري.
د نیاز احمد خان ویډيو
متحدایالاتو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ایران د بالسټیک توغندیو د اړوندو فعالیتونو له کبله پر دې هېواد بندیزونه ولګوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱۵ ولایتونو د وروستیو پایلو برخلیک یوه ستره ننګونه ګڼي او له انتخاباتي شکایتونو کمېسیونه غواړي..
فيروزه عزيزي د ازادي راډيو خبریاله ده. دا د افغان ښځو پر پیاوړي کېدو باور لري او هره ورځ د پرمختيا پر لور ګام ږدي.
د هند په دهرادون ښار کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن روانه ده.
دا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه ده.
پهدې لوبه کې چې پچه ایرلنډ ګټلې ده، افغان لوبډلې ته یې د بېټنګ بلنه ورکړې ده.
د افغانستان شپږ لوبغاړي تراوسه اوټ شوي او یو سل او اتلس منډې یې جوړې کړي دي.
تردې وړاندې درې نورې یو ورځنیو لوبو کې یوه یې افغانستان او یوه ایرلنډ ګټلې وه او درېیمه د باران د ورېدو له کبله لغو شوه.
د افغانستان لوبډلې وړاندې درې سره شل اووره سیالۍ له ایرلنډ څخه ګټلي وې.
د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو په اسلام اباد کې له ژورنالیزم سره تړلیو ښځو هغوی ته په دغه دنده کې د ورپېښو ستونزو په اړه یوه غونډه وکړه. د مشال همکار عمران یونس له ځینو پښتنو خبریالانو سره خبرې کړې.
په غلنۍ مومندو کې په سلګونه خاصه دار او لېویز ځواکونه راوتلي ول، او په دغه ضلعه کې یې د پولیسو د راوستو پرضد جلسه او وروسته احتجاجی لاریون وکړ. مظاهره چیانو له حکومت او کمېشنرۍ انتظامیې غوښتنه کوله چې هغوی د پولیس قانون مخالف نه دي خو غواړي چې د د مومندو خپل خاصه دار او لېویز ځواکونو ته دې د پولیسو روزنه ورکړل شي، او له بهره دې پولیس یا د جېلونو عمله نه راولي.
د شاهنواز تره کزي ویډيو
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سمدستي خبرو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې سوله یوازې...
امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا ټینګار کړی چې پر ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینو او دوو سټلایټونو د توغولو له کبله بندیزونه ولګوي.
امریکا د ایران دا اقدامات د ملګرو ملتونو له پریکړهلیکونو سرغړاوی بولي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست استازي جانَتَن کوهین د پنجشنبې په ورځ عمومي منشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک کې د ایران «بې ثباته کوونکي فعالیتونه» غندلي دي او پر تهران یې غږ کړی چې د لېرې واټن ویشتونکو هغو توغندیو سره تړلې ټولې هڅې دې سمدستي ودروي چې اټمي وسلې لېږدولی شي. Читать дальше...
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین رئیس په ۴۷ میاشتې بند محکوم شو.
پاول منافورټ اوکرایني سیاستوالو ته په سلا مشورو ورکولو کې د پام وړ ګټه تر لاسه کړې وه او وروسته د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر شو.
منافورټ چې په تېر اګسټ کې په بانکي او مالیاتي درغلیو مجرم بلل شوی و، د پنجشنبې په ورځ د یو قاضي لهخوا دا ورکړل شوې سزا تر هغې ډېره کمه ده چې څارنوال یې غوښتنه کړې وه.
د منافورټ قضیه د لومړي ځل لپاره د ځانګړي څېړونکې رابرټ مولر لهخوا د نوموړې د هغو څیړنو په لړ کې راپورته شوه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سمدستي خبرو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې سوله یوازې د هر اړخيزو بینالافغاني خبرو له لارې تر لاسه کیدای شي.
د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په راپور کې ګوترش ویلي:
"اوسني پرمختګونه ښايي په افغانستان کې د ۱۷کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو غوره چانس وي."
نوموړي زیاته کړې چې د سولې یو پایداره توافق ته یوازې د پراخو بینالافغاني خبرو له لارې رسېدلی شو.
ګوترش زیاته کړې:
"زه د دې کړکېچ او د نه منونکي انساني... Читать дальше...
یو شمېر ورځپاڼو د کابل په لویدیځ کې د پنجشنبې په راکټي بریدونو تمرکز کړی دی.
یو جګپوړی امریکايي جنرال وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره له دې چې په ښکاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو اندېښنه ښودلې، د هغو ملاتړ کوي.
د امریکا د عمومي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل پرون پنجشنبه د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، له زلمي خلیلزاد سره له خپلو خبرو ورته څرګنده شوې چې له ولسمشر غني سره په منظم ډول مشورې کوي، بشپړ معلومات ورکوي او په حقیقت کې دا خبرې د ولسمشر غني په ملاتړ پیل شوي او هغه ترې خبر دی.
ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو... Читать дальше...
د بخښنې نړیواله موسسه یا امنسټي انټرنشنل وايي، افغان ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکي کې رول ولوبوي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net