د ایران په اړه د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا د امریکا ټینګار!
امریکا د ایران دا اقدامات د ملګرو ملتونو له پریکړهلیکونو سرغړاوی بولي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست استازي جانَتَن کوهین د پنجشنبې په ورځ عمومي منشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک کې د ایران «بې ثباته کوونکي فعالیتونه» غندلي دي او پر تهران یې غږ کړی چې د لېرې واټن ویشتونکو هغو توغندیو سره تړلې ټولې هڅې دې سمدستي ودروي چې اټمي وسلې لېږدولی شي.
پهدې بیان کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵میلادي کال پریکړهلیک ته اشاره شوې.
پهدې پریکړهلیک کې له ایرانه غوښتل شوي و چې تر اتو کلونو پورې دې د هغو توغندیو له جوړولو ډډه وکړي چې د اټمي وسلو د لېږد وړتیا لري.
دا پریکړهلیک د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اټمي تړون سره چې په همدې کال کې لاسلیک شو تړلی و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال له تهران سره له دې تړونه ووت او امریکا بېرته پر ایران بندیزونه ولګول.
