د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستيو څرګندونو په تړاو په کابل کې د پاکستان د سفارت يو چارواکى احضار کړ.
د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه وزارت د عمران خان د وروستيو څرګندونو په اړه د پاکستان د سفارت له مستشار څخه وضاحت وغوښت.
عمران خان پرون جمعه په باجوړ کې د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو خبردارى ورکړ.
ده ويلي وو، په افغانستان کې به داسې يو نوى حکومت تشکيل شي چې د ټولو افغانانو استازيتوب به کوي.... Читать дальше...
د روسيې یو پخواني وزیر ميخایل لېسين د پوسټ مارټم او د مړینې له پلټنو سره تړلي په لسګونه رپورټونه ازادي اروپا راډیو ته ورکړل شوي دي چې نوي معلومات په ډاګه کوي.
د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په پوځي عملياتو کې تر شلو زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات د ارزګان د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې شوي دي.
اعلاميه وايي، په عملياتو کې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او د عبدالهادي په نوم يې يو تن نيول شوى دى.
ملي امنيت وايي، د طالبانو يو مرکز، يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
زرګونو کسانو نن د کرويشيا په پلازمېنه زګرب کې مظاهره وکړه.
دوى له چارواکو د زورزياتي د پېښو په وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
دغه مظاهرې وروسته له هغې پيل شوې چې په پاګ ټاپو کې يوه پلار خپل څلور ماشومان د څلور منزله ودانۍ له لوړ منزل څخه لاندې واچول.
دغه ماشومان چې عمرونه يې د درېيو او اتو کلونو ترمنځ دي، سخت ټپيان شوي دي.
مظاهره چيانو په ښوونځيو کې د تعليم د کيفيت ښه کولو او د زورزياتي د پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره دولتي مامورانو ته د نورې روزنې غوښتنه وکړه.
په پلازمېنه زګرب کې صدراعظم... Читать дальше...
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې مسکو به د اروپايي ټولنې د نويو بنديزونو ځواب ووايي.
د روسيې انټرفاکس خبري اژانس نن شنبه دغه راپور ورکړى دى.
اروپايي ټولنې، د امريکا د متحدو ايالتونو او کاناډا تر څنګ پرون پر روسيې دغه تازه بنديزونه ولګول.
دغه بنديزونه د اوکراين پر کښتيو د تېر کال د حملې، د کريميا ټاپووزمې د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ او نورو اقداماتو له کبله پر روسيې لګول شوي دي.
انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي... Читать дальше...
په هلمند کې یوازې ولسوالۍ نه دي چې زده کوونکي يې د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي، بلکې په...
په خېبر پښتونخوا کې د پولیو د رنځ د مخنیوي ادارې چارواکي وايي، مرکزي حکومت ته يې ویلي چې د پولیو له څاڅکو د انکاري کورنيو قامي شناختي کارډونه وتړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د بلخ، هرات او پکتیکا ولایتونو د نتایجو په څېړلو بوخت دی او ډېر ژر به ...
د مارچ پر ۱۵مه د باجوړ په خار کې ولسي غونډې ته په وینا کې وزیر اعظم زیاته کړه قبایلي سیمې به د پرمختیا په لور وړي او ځوانانو ته به د روزګار ورکولو لپاره ګامونه پورته کوي.
د کندز د عامې روغتيا چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په توپير د مور او ماشوم د مړینې کچه تر ډېره برېده راټيټه شوې ده.
د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکتر محمد نعیم منګل له ازادي راډيو سره دخبرو پرمهال وویل چې د دې ولایت په لېریو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او دا مهال ۹۰ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي لري او له کبله یې د میندو او ماشومانو د مړینې په کچه کې د پام وړ ټيټوالی راغلی دی.
دی زیاتوي:
"علاوه له کندز حوزوي روغتونه، موږ یو ۵۰ بستریز روغتون په امام صاحب ولسوالۍ کې لرو او یو ۲۰... Читать дальше...
د افغانستان صرافان د وروستیو جنايي پېښو په ځانګړې توګه، د یوه صراف د لور مهسا د قتل په غبرګون کې مظاهره ...
په ختيځ کې د خبریالانو خوندیتوب کمېتې د یوې ناستې په ترڅ کې په هلمند کې د یوه خبریال په موټر بمي چاودنه او په خوست کې د يوه خبریال وژنه وغندله او له حکومت نه يې وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام واړوي.
د خېبر پښتونخوا د خېبر قبايلي ضلعې په کټه کشته سیمه کې د لويو لارو د قامي ادارې (اېن اېچ اې) لخوا د ټېکس اخیستو پرضد ټرانسپوټرانو نن [مارچ ۱۶مه] پینځه ساعته وروسته خپل احتجاج ختم کړ او د خېبر درې لاره پرانيستل شوه.
د نيو زيلېنډ وزيراعظمه وايي، ټول هېواد له مسلمانانو په غم شريک کې دی. بلخوا د جمعې ورځې مشکوک بريدګر عدالت ته وړاندې کړل شو. اخوا په ټول هېواد کې خلکو د پېښې قربانيانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي، د دغه هېواد د کابینې د پرېکړې له مخې د یو شمېر خصوصي بنسټونو...
د غزني ولایت لسګونو اوسېدونکو د ولایت ودانۍ مخې ته راټول شوي او د شپږ کلنې مهسا چې لومړۍ وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه، لاریون کړی او له حکومته د دغې وژل شوې ماشومې د قاتلینو د عدام غوښتنه کوي.
ویډیو:حبیب الرحمن تاثیر
اېډېټ: لېمه هادي
د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان مشران، د سياسي ګوندونو استازي او لسګونه کسان نن [د مارچ ۱۶مه] د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته د لویې جرګې په بڼه روان شوي دي. په جرګه کې د قامي اسمبلي غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير هم شامل دی.
د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د ټېسټ سیالۍ دوهمه ورځ د افغان لوبډلې په برترۍ سره پای ته ورسېده.
د دغې سیالۍ په لومړۍ ورځ اېرلنډۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۱۴ منډې جوړې کړې.
اېرلنډۍ لوبډلې د لوبې په دوهمه ورځ په داسې حال کې خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه چې د دې ورځې پای ته ۱۲ اورونه پاتې وو چې په دغو ۱۲ اورونو کې اېرلنډ د يوې وایکټې په زیان سره ۲۲ منډې جوړې کړې.
له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې وشوې چې... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ولسمشر محمد اشرف غني چې اذربایجان ته په خپل وروستي...
د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنه ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره قطر ته لاړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسمي خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د مارچ له ۲۲مې تر ۲۶مې د قطر په دوحه کې ترسره کېږي.
افغانستان د اسیا په مقدماتي سیالیو کې درې لوبې کوي چې لومړۍ لوبه یې د ۱۳۹۸ کال د حمل په دوهمه د قطر په وړاندې، دوهمه لوبه یې د همدې میاشتې په ۴مه د عمان پر وړاندې او درېیمه لوبه یې د وري په شپږمه د نیپال پر وړاندې ده.
د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، په دغو سیالیو کې د ۴۴ هېوادونو د فوټبال ۲۳ کلنې لوبډلې ګډون کوي.
د ميرويس نيکه په نوم د کرکټ د درېيو ورځنیو سياليو اتلولي کابل لوبډلې وګټله.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې دغه سيالۍ يوه مياشت وړاندې د پنځو ولايتي لوبډلو ترمنځ په ننګرهار او کنړ ولايتونو کې پيل شوې وې.
د دغو سياليو پايلوبه د کابل او کندز لوبډلو ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي کې وشوه چې د ټاکلي وخت د پای رسېدو له امله لوبه مساوي پای ته ورسېده.
خو د دې لپاره چې د کابل لوبډلې په دغه ليګ کې تر نورو لوبډلو زياتې نومرې لرلې، د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
په غزني کې د خبریالانو د ملي ادتحادیې له خواه په خوست کې د وژل شوي خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په خلاف مظاهره وشوه.
دوی له دولته د خیرخواه د قاتلانو د نیول کېدو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
پر دغه خبريال پرون په خوست ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا حمله وشوه چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
په مرکزي زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار وویل، دولت دې د خبريالانو د خونديتوب لپاره له خبریالانو سره پر کړو ژمنو وفا وکړي.
بل خوا په کابل کې د خبريالانو د خونديتوب ادارې يا... Читать дальше...
د اسټراليا هغه ٢٨ کلن وګړى چې د نيوزيلنډ پر دوو جوماتو په ډزو تورن دى، د لومړي وار لپاره په محکمه کې حاضر کړاى شو.
هغه چې ورباندې لګېدلي تورونه اورول کېدل، لاسونه يې ولچک شوي وو او د زندانيانو سپين کالي يې په تن وو.
برينټان ټارانت چې پرون يې دغه حمله کړې وه، نن د کرايست چرچ ښار يوې محکمې ته راوستل شو.
کله چې پر ده د وژنو تورونه واورول شول، ده احساسات څرګند نه کړل.
د محکمې قاضي وويل، دا څرګنده ده چې پر ده به د وژنې نور تورونه هم ولګول شي.
مشکوک کس چې د استيناف غوښتنه يې ونه کړه، د اپرېل... Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۹۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې د سره رود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ۹۲ کیلو ګرامه چرس نیولي دي.
یاده دې وي چې د نشه يي موادو د قاچاقو د دې دوو پېښو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هوايي ځواک يو مهم جنرال په اروپا کې د امريکا د نوي عمومي قوماندان په توګه ونوماوه.
د جنرال توډ ډي ولټرز د نومونې اعلان پرون د امريکا د دفاع د سرپرست وزير پاټريک شاناهان له خوا وشو او ويې ويل چې ناټو تړون له دې مقررۍ سره موافقه کړې ده.
که ښاغلى ولټرز د امريکا د مشرانو جرګې له خوا تأييد شي، دى به د جنرال کورټيس سکاپروټي ځاى ونيسي.
ولټرز به په داسې حال کې په ناټو کې دغه نظامي مسؤليت اخلي چې دغه تړون د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول تړون احتمالي ختمېدو ته چمتووالى نيسي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net