په غزني کې د سلطان محمود خیرخواه د وژنې په خلاف مظاهره وشوه
دوی له دولته د خیرخواه د قاتلانو د نیول کېدو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
پر دغه خبريال پرون په خوست ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا حمله وشوه چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
په مرکزي زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار وویل، دولت دې د خبريالانو د خونديتوب لپاره له خبریالانو سره پر کړو ژمنو وفا وکړي.
بل خوا په کابل کې د خبريالانو د خونديتوب ادارې يا نى په يوه اعلاميه کې ويلي، د خيرخواه وژل کېدو څرګنده کړه چې په هېواد کې خبريالان په بد وضعيت کې دي.
