ډېری شمېر د بغلان اوسېدونکو د ۱۳۹۸ لومړۍ ورځ په تفریح ځایونو کې ولمانځله.
امنیتي تدابیر هم د نورو کلونو په پرتله ښه نیول شوي دي.
بشیر احمد غزالي د دغې ورځې په لمانځلو ویډیویي راپور برابر کړی دی.
ایډيټ : لېمه هادي
نوی ۱۳۹۸کال په جشنونو ولمانځل شوخوپه کابل کې څوچاودنوخلک ژوبل کړل.
دین ته د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان په قضیه کې دوه ښکېل پاکستانیان په عمر بند محکوم شول.
او هندوانو په ګڼو هېوادونو کې نن او پرون د هولي جشن ولمانځه.
ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د نړۍ ځينې هیوادونو په مارچ میاشت کې د پسرلي له پیل سره نوروز لمانځي. په عراق او ایران کې هم خلکو د نوروز خوشالۍ ولمانځلې. د اې پي او اې ایف پي خبري اژانسونو ویډیوګانو تفصیل د ملیحه امیرزاده په دې رپورټ کې وګورئ.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځواکونو یې د نوي کال په درشل کې د دوو انتحاریانو په ګډون ۶ تنه ترهګر نیولي دي.
د دې ریاست په وینا د داعش دغو غړیو غوښتل د نوي کال په لومړۍ ورځ په پلازمېنه کابل کې تروریستي حملې وکړي.
د ملي امنیت ریاست همدا راز وايي چې د خاصې قطعې ځواکونو یې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په زابل، هرات، فراه، پکتیکا، بدخشان، غزني، هلمند، بلخ او سرپل ولایتونو کې ۴۴ وسلهوال مخالفان نیولي دي.
د دولت وسله والو مخالفو ډلو تراوسه پورې د ملي امنیت د ریاست د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د کابل د جمال مېنې د سخي زیارت په سیمه کې د نن ورځې د چاودنو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې په غاړه واخېست.
پهدې حملو کې چې د څرنګوالي په اړه یې ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي، لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.
د کابل د عاجلو خدماتو رئیس محمد عاصم وايي چې په ټپیانو کې ۲ ماشومان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي چې په جمال مېنه کې د سخي زیارت ته څېرمه درې چاودنې شوي خو دفاع وزارت وايي چې پر سیمه ۳ توغندي لګېدلي دي.
درېيو پرلهپسې چاودنو د کابل په کارته سخي سیمه کې ۶ تنه ووژل او ۲۳ نور ټپیان کړل.
داعش ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت منلی دی او دې ډلې له مخکې ګواښونه کړي وو چې نوروز مه لمانځئ.
تمیم اخګر د کابل یوه روغتون ته تللی او په اړهیې دا ویډیویي راپور چمتو کړی چي لېمه هادي یې وراندې کوي.
په بلخ کې د نوروز مراسم د ولسمشر غني په حضور کې په امنه فضا کې ترسره شول
پهدې مراسمو کې ولسمشر غني په هېواد کې د تلپاتې سولې په راتلو ټینګار وکړ او ویې وېل چې هڅه کوي هېواد کې دایمي سوله تأمین شي.
مجیب الرحمن حبیبزی يي په اړه ویډيویي راپور چمتو کړی
ایډیټ: لېمه هادي
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تېر کال يې چې بزګرانو ته کومې اسانتیاوې برابرې کړې وې، ښه نتیجه يې ورکړې ده.
ظفر فاروق، چې يو شمېر ځوانانو ته موسيقي ورښيي، زياتوي چې د سندرو د ثبت نويو طريقو د هغو خوند خراب کړی دی.
د پېښور ترهه ګرۍ ضد د مشال خان په وژنه ککړو دوو کسانو ته د عمري بند سزا اورول دې. جج جسټس محمود الحسن خټک په خپله دغه اورونه کې د دوو نورو تورنو کسانو خلاف د کوټلیو ثبونو نه لرلو له کبله هغه خوشې کړي دي. مشال خان په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال پر ۱۳م اپرېل کې بلوه ګرو زده کوونکیو د مذهبي سپکاوي په تور په وهلو وهلو وژلی وو. د هغه وکیل ممتاز احمد له مشال راډیو سره په خبرو کی ووېل دا فېصله د درېو ګواهانو او په مردان کی د دغه پېښې د ویډیوګانو په بنیاد واورل شوه. له نوموړی سره د مشال خبریال غلام غوث خبرې کړې دي.
د لاریون برخه والو چې پکې ګڼو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ ګډون کړی، په لاسونو کې تور بېرغونه اخیستي ول، د حکومت او پوځ پرضد یې شعاورنه ورکول.
په خوست کې دا ځل د بزګر عنعنوي جشن د نوي کال په اوله ورځ د ښار په تفریحي غونډۍ کې جوړ شو.
د ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړۍ ورځ په کابل کې درېیو چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
به بلخ کې د نوروز مراسمو اه وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل: "سوله هر افغان ته تر اکسیجن مهمه ده، اما خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو او نه هغه سوله چې د وینې بوي ترې راشي."
د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون وايي، په ۹۷ لمریز کال کې د دولت درې ګونو قواوو د اساسي قانون له ځینو موادرو سرغړونه کړې ده.
پولیسو په استانه کې ۲۰ تنه پهدې خاطر ونیول چې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف په نوم د قزاقستان د پلازمېنې پر نومولو یې اعتراض کړی و.
نظربایف د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له ۳۰ کاله واکمنۍ وروسته واک پرېښود.
اعتراض کوونکي چې نن پنجشنبه د استانې د ښاروالۍ مخته راټول شوي وو، مخکې تردې چې د پولیسو له لوري ونیول شي، د لسګونو نورو کسانو له مخالفت سره مخامخ شول.
د قزاقستان پارلمان پرون مارچ۲۰ د نوي ولسمشر قاسم جومارت توکایف له وړاندیزه څو ساعته وروسته یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې پر نورسلطان د پلازمېنې استانې نوم بدل شو. Читать дальше...
په خونړیو انتحاري حملو کې د ملکیانو مرګ ژوبله، مخامخ جګړې، هوايي حملې، ماین چاودنې او همدا شان په یو شمېر سیمو...
د مارچ پر۲۰مه مازيګر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته بلاول بوټو زرداري وويل د ناقانونه ګرځولې شویو تنظيمونو پرضد به هر وخت خپل اواز پورته کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د یادو تنظيمونو پرضد دې کاروايي وکړي.
پهدغه ولایت کې افغان امنیتي چارواکې پر داسې مهال د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو د پیل خبر ورکوي، په کوم چې دغه ولایت له تېرو درېیو کلونو راهیسې وسلهوالو طالبانو کلابند کړی...
ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډېدو په غبرګون کې وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغې...
په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له هڅو سره سره لاهم په لېرو پرستو سمېو کې ...
په مزارشریف کې د نوروز د جشن او د حضرت علي د جنډې د پورته کولو مراسم پیل شوي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني چې پهدې مراسمو کې ګډون کړی اوس د خلکو یوې لویې غونډې ته وینا کوي.
په مزارشریف د نوروز جشن او د ګل سرخ میله د حضرت علي پر مزارد جنډې په پورته کولو سره پیلیږي.
د ازادي راډیو خبریال وایي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو کسان پهدې مراسمو کې د ګډون لپاره مزارشریف ته ورغلي او د بلخ امنیتي چارواکو هم د دغو مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
په خوست کې دا ځل د بزګر عنعنوي جشن د نوي کال په اوله ورځ د ښار په تفریحي غونډۍ کې جوړ شو.
په پاکستان کې یوې تروریستي ضد محکمې دوه تنه پهدې خاطر چې د پوهنتون یو محصل یې بدنامه کړی وه، په عمر قید محکوم کړل.
په مردان کې د خان عبد ولي خان پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي ۲۳ کلن محصل مشال خان د ۲۰۱۷ د اپریل په ۱۳ مه په پوهنتون کې د یو شمېر خلکو له لوري ووژل شو.
پر ده تهمت شوی و چې په ټولنیزو رسنیو کې یې کفري مطالب لیکلي دي.
د مشال خان پر وژل کېدو مدني ټولنې او د بشري حقونو د دفاع فعالانو اعتراضونه وکړل او حکومت یې مجبوره کړ چې په حمله کې په لاس لرلو تورن کسان ونیسي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په مزارشریف کې وویل چې انتخابات به نور نه ځنډېږي.
ښاغلي غني په مزارشریف کې د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون کړی و.
له مزارشریف څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې لسګونو زرو خلکو پهدې مراسمو کې ګډون کړی دی.
د وروستیو راپورونو له مخې، مراسم په امن کې او د نورو کلونو په پرتله د زیاتو خلکو په ګډون ترسره شوي او د کومې امنیتي پېښې راپور نهدی ورکړل شوی.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net