د ميرويس نيکه په نوم د کرکټ سياليو اتلولي کابل لوبډلې وګټله
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې دغه سيالۍ يوه مياشت وړاندې د پنځو ولايتي لوبډلو ترمنځ په ننګرهار او کنړ ولايتونو کې پيل شوې وې.
د دغو سياليو پايلوبه د کابل او کندز لوبډلو ترمنځ په غازي امان الله خان لوبغالي کې وشوه چې د ټاکلي وخت د پای رسېدو له امله لوبه مساوي پای ته ورسېده.
خو د دې لپاره چې د کابل لوبډلې په دغه ليګ کې تر نورو لوبډلو زياتې نومرې لرلې، د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
