کابل نن د عمراخان د څرګندونو په اړه د پاکستان یو چارواکی احضار کړ
د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه وزارت د عمران خان د وروستيو څرګندونو په اړه د پاکستان د سفارت له مستشار څخه وضاحت وغوښت.
عمران خان پرون جمعه په باجوړ کې د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو خبردارى ورکړ.
ده ويلي وو، په افغانستان کې به داسې يو نوى حکومت تشکيل شي چې د ټولو افغانانو استازيتوب به کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.
