افغان چارواکي: په بادغیس شاوخوا ۱۶ وسلهوال طالبان وژل شوي
د ملي اردو د درېیمې لوا د عامه چارو مرستیال تورن محمد یاسین نن مازدیګر ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په مقر او د قلعهنو په لامان سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې طالبانو ته دغه تلفات اوښتې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په مقر ولسوالۍ کې شپږ تنه طالبان وژل شوي او په پشتهلامان کې لس وسلهوال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي."
د ښاغلي یاسین په خبره پهدې وسلهوالو نښتو کې د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
