ګداییف: د تاجکستان چارواکو لهخوا ځورول شوی یم
ګداییف د اپوزیسیون یوې ډلې غړی دی چې ۲۴ نومېږي.
د دې ډلې فعالیت له وړاندې په تاجکستان کې ممنوع اعلان شوی دی.
ګداییف د پنجشنبې په ورځ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې مشر سید مومن یتیموف پر ده دا فشار راوړی دی.
ګداییف ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو دی په مسکو کې نیولی او بیا یې د تاجکستان چارواکو ته سپارلی دی او ادعا کوي چې د روسیې او تاجکستان د پولیسو لهخوا وهل ټکول شوی دی.
دی اوس په هالنډ کې ژوند کوي.
