روحاني ایرانیانو ته: پر امريکا، اسرائيل او سعودي لعنت ووايئ
حسن روحاني نن ظاهراً په دغو خبرو هڅه وکړه چې هغه انتقادونه منحرف کړي چې په ايران کې د خراب اقتصادي وضعيت له کبله د ده پر ادارې کېږي.
حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، د واشګټن بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي.
واشنګټن د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت.
امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول چې ويل کېږي د ايران اقتصاد ته يې سخته ضربه ورکړې او په هغه هېواد کې يې د کاروبار شراط له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
