پاکستاني کشمیریان: له تېرې یوې اوونۍ راهیسې مو تېره شپه ارامه وه
کنټرول لاین ته نږدې د چکوتي سیمې یوه اوسېدونکي نزاکت حسین اسوشېټېډ پرېس آژانس ته ویلي چې د ورځې له ارامۍ په استفادې دی او د سیمې ډېر نور اوسېدونکي خپلې کورنۍ باسي او امن ځایونو ته یې انتقالوي.
یوه پاکستاني چارواکي معظم ظریف ویلي چې له مخې شااوخوا دوه سوه کورنیو په درېیو لویو دولتي ودانیو کې پناه اخیستې ده.
د تېرې سې شنبې د ورځې د کړکېچ له زیاتېدو سره په سیمه کې لږترلږه اته ولسي وګړي او دوه سرتېري وژل شوي دي.
