په کابل کې د امریکا سفیر له سیاسي څېرو او فعالانو سره پر سوله وغږېد
جان بوس نن په خپل ټویټر لیکلي دي چې پهدې کتنه کې د بینالافغاني خبرو اترو لپاره د امریکا د هڅو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا سفیر ویلي، پهدې خبرو اترو کې د بینالافغاني مذاکراتو لپاره له حکومت او سیاسي څېرو جوړ د یوه ګډ پراخ بنسټه ټیم د جوړولو پر اهمیت ټینګار شوی دی.
