د هند او پاکستان د لانجې د زیاتېدو سره ډېرو نړیوالو هوايي شرکتونو دې هېوادونو ته پروازونه لغوه کړي دي.
دواړو هېوادونو خپل هوايي حریمونه د الوتکو لپاره تړلي دي.
هغه هوايي شرکتونه چې الوتکې یې باید د هند او پاکستان په فضا کې تېرې شوې وی، مجبور شول چې خپل پروازونه لغوه کړي.
له دې امله امله، له پرون راهیسې ګڼ شمېر مسافر په ناڅرګند حالت په هوايي ډګرونو کې پاتې دي.
ټای اېروېز، امارات، قطر اېروېز، اتحاد، فلای دُبی، سریلانکا اېروېز، اېر کاناډا او داسې نورو سترو هوايي شرکتونو خپل پروازونه لغو کړي دي. Читать дальше...
په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا او طالبانو د استازو خبرې دوه ورځې وځنډېدې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د طالبانو له استازو سره درې ورځې جدي خبرې وشوې او پرېکړه یې کړې چې نن او سبا دمه جوړه کړي.
هغه ویلي چې دواړه لوري به د تفاهم او بلاخره سولې پر لور کرار کرار د کلکو ګامونو پورته کولوته دوام ورکوي.
خلیلزاد ویلي چې په خبرو کې دوه ورځې دمه د دې لپاره کوي چې خپل پلانونه وګوري، له سره غور ورباندې وکړي او بیا خبرې پېل کړي.
د خبرو بل دور د شنبې په ورځ پېلېږي. Читать дальше...
د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ عکس د دواړه هېوادونو د واګه د پولې د تړلو په مازيګرنۍ دستوره کې هم ليدل شوې ده. د دواړو غاړو خلک دستورې ته ورغلي او په جوش سره يې خپل عسکر ستايلي.
د مخابراتو وزارت د موبایل تیلیفونونو د کرېډېت کارتونو له مصروف کوونکو نه د ۱۰ فیصده مالیې د راټولولو د سیستم د جوړولو ...
د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونو د دوی لهخوا په ټاکنیزو کمېسیونو کې د غړیتوب لپاره له پېژندل شویو ۱۵ تنو ژمنلیکونه ...
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست وایي چې د دغه ولایت خلکو سره به ۱۵ متریک ټنه غنم مرسته وشي.
د دغه ولایت د کرنې مشر ولید احمد تسل نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا مرسته شپږ میاشتې مخکې د پاکستان له خوا له وچکالۍ ځپلو خلکو سره شوې وه.
د ښاغلي تسل په خبره، د دغو مرسته شویو غنمو د وېشلو لپاره د کرنې ریاست له لوري یو پلاوی ټاکل شوی چې د میدان وردګو ولایت ټولو ولسوالیو ته به دا مرستې ورسوي او په مستحقو کسانو به یې وویشي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې تېرکال پهدغه ولایت... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره له کابل نه پلاوی ور رسېدلی دی.
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي او د متشبثینو عالي بورډ په مشرۍ په دغه ولایت کې نن پر لارو له سوداګرو نه د ناقانونه اخاذیو، د میل ۸۷، د سوداګرو د مالیاتو او صادراتو د ستونزو د هواري په هدف غونډه روانه ده.
د نوموړي په خبره، پهدغه غونډه کې د زون په کچه سوداګر او صنعت کاران راټول شوي او هیله مند دي چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي. Читать дальше...
په قطر کې امریکايي چارواکو او طالب استازو دمه کړې، خو له دمې مخکې او وروسته د مذاکراتو څه حال دی؟ د افغانستان د سولې ...
د سپینې ماڼۍ لوړ رتبه سلاکار جرد کوشنر د منځني ختیځ لپاره د امریکا د سولې د نوښت په اړه د خبرو په لړ کې پرون د ترکيې له ولسمشر سره رجب طیب اردوغان سره وکتل.
کوشنر تردې یوه ورځ مخکې په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا او ولیعهد سره خبرې کړې وې.
د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو ویلي چې د سپینې ماڼۍ سلاکار او ترکيې ولسمشر شاوخوا دوه ساعته خبرې وکړې، خو پهدې اړه يې نور جزئیات په ډاګه کړي نهدي.
سپینه ماڼۍ وايي، له ترکيې او سعودي چارواکو سره د کوشنر چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم دی، خبرې اترې د منځني... Читать дальше...
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې تېره شپه د محلي پولیسو او وسلهوالو ترمنځ جګړه شوې ده.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل نن ازادي راډیو ته وویل، وسلهوالو د شپې پر ۱۱ بجو د محلي پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې يې د دواړو غاړو ترمنځ ۶ ساعته جګړه وشوه.
د عادل په خبره پهدې جګړه کې د محلې پولیسو یو قوماندان وژل شوی او څلور سرتیري ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا پهدې نښته کې د یو وژل شوي طالب مړی د دوی لاسته ورغلی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنې، روسيې او چین اندیښنه ښودلې ده چې د اټمي وسلو لرونکو هند او پاکستان ترمنځ شخړه به ښايي له کنټروله بهر شي.
پر هندي ځواکونو د وروستۍ حملې وروسته چې په څو لسیزو کې تر ټولو خونړۍ وه، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی.
د بخښنې نړيوال سازمان یا امنېسټي انټرنېشنل پر خپلې وېبپاڼې په افغانستان کې د ملکيانو د تلفاتو په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.
ټاکل شوې ده چې نن د هند په دهرادون کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
دا پنځوس اووره لوبه د کابل په وخت ماسپښین دولس بجې پیلېږي.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې په ملي لوبډله کې یو لړ تغییرات راغلي دي:
"ټاکل شوې چې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ له ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل کړي، پهدغې پنځوس اووره لوبه کې به یو شمېر نورو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي چې د افغانستان استازیتوب وکړي."
افغانستان په هند کې... Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون مسکو ته ولاړ. دی غواړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وهڅوي چې په سوریه کې د ایران د حضور مخه ونیسي.
مخکې تر دې چې نتانیاهو له ولادیمیر پوتین سره وګوري، ده وویل:
"په سیمه کې د امنیت او ثبات تر ټولو ستر ګواښ ایران او د هغه متحدانو رامنځته کړی دی او موږ به هره هغه هڅه وکړو چې د دغه ګواښ مخه ونیسو."
د اسرائیل صدراعظم زیاته کړه چې د ایران پر ضد چې د اسرائیل د لهمنځه وړلو خبرې کوي، خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له نتانیاهو سره... Читать дальше...
د بامیان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست نوې ودانۍ پرانېستل شوه.
د بامیان د اطلاعات او فرهنګ ریاست سرپرست احمد حسین احمدپور وویل، دا ودانۍ پرون چهارشنبه د وزارت د مرستیالې مژګان مصطفوي تر مخ پرانېستل شوه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د ښاغلي احمدپور په وینا پر دې ودانۍ د ښار جوړونې د وزارت تر ۲۳ میلیونه ډېرې افغانۍ لګیدلې دي.
طالبانو د پاڅون کوونکو او د هغوی د خپلوانو په لسګونو کورونه په سانچارک ولسوالۍ کې سوځولي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني ازادي راډیو ته وویل:
"تازه دغې ترهګرې ډلې د ملي پاڅون کوونکو او د هغوی د خپلوانو تر ۴۰ ډېر کورونه، له بدهمرغه، پهدې جرم سوځولي دي چې دوی له دولت سره همکاري کوله."
ښاغلي اماني وویل چې طالبانو دا کورونه د تغای خواجه په سیمه کې سوځولي دي، خو نوموړي په دقیق ډول دا څرګنده نهکړه چې طالبانو په کومه ورځ دې کورونو ته اور اچولی دی.
مایکل کوهن چې د اوږدې مودې په مخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي وکیل و د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل:
"تېر ځل چې زه کانګرس ته راغلم، د دې لپاره راغلی وم چې د ښاغلي ټرمپ حمایت وکړم. نن زه د دې لپاره دلته یم چې د ښاغلي ټرمپ په باره کې حقیقت ووایم."
مایکل کوهن زیاته کړه چې ټرمپ یو «فرېبکار» او «متقلب» دی او د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال له هغو مذاکراتو خبرو چې په مسکو کې به د ټرمپ اسمان څکۍ ودانۍ جوړېږي.
دا د مایکل کوهن د هغو سختو تورونو یوه برخه ده چې پرون یې د کانګرس استماعیه غونډې ته وکړې. Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي...
د امریکا د متحدایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې وګوري.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې تر وسه وسه به هڅه وکړي چې هر څه ژر دا ستونزه هواره شي، خو د اسلاماباد...
په کونړ کې د پوهنې رئیس مجیبالرحمن همدرد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی په سلو کې ۷۰ ښوونځي ودانۍ ...
د کب نهمه په افغانستان کې د سرتېرو د ملي ورځ په نوم یادېږي، دا ورځ په بلخ ولایت کې د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون د شاهین قول اردو په مقر کې ولمانځل شوه.
Спорт в России и мире
Москва
В рамках празднования Дня Победы в Москве пройдет ежегодный турнир среди студенческих футбольных команд «Вызов»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Саснович вышла в основную сетку турнира WTA-1000 в Риме
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Крылатчан попросили с пониманием отнестись к спортивному ориентированию
Путин в России и мире
Москва
Обучила 24 женщин-снайперов: Кто сидел на параде рядом с Путиным?
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко высоко оценил организацию парада Победы в Москве
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве налоговая потребовала взыскать долг с Алексея Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Звезда «Что было дальше?» Детков о переезде: «Не думал, что из дуэта Лепса и Тимати в Лондоне буду жить я»
Москва
Певец Юрий Лоза обвинил в убийстве Владислава Листьева «финансовых воротил»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net