مایکل کوهن: ټرمپ یو «فرېبکار» او «متقلب» دی
مایکل کوهن چې د اوږدې مودې په مخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي وکیل و د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل:
"تېر ځل چې زه کانګرس ته راغلم، د دې لپاره راغلی وم چې د ښاغلي ټرمپ حمایت وکړم. نن زه د دې لپاره دلته یم چې د ښاغلي ټرمپ په باره کې حقیقت ووایم."
مایکل کوهن زیاته کړه چې ټرمپ یو «فرېبکار» او «متقلب» دی او د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال له هغو مذاکراتو خبرو چې په مسکو کې به د ټرمپ اسمان څکۍ ودانۍ جوړېږي.
دا د مایکل کوهن د هغو سختو تورونو یوه برخه ده چې پرون یې د کانګرس استماعیه غونډې ته وکړې.
مایکل کوهن بیا وویل چې زه شرمېږم چې ولې مې د ټرمپ د غیرقانوني کارونو په پټولو کې برخه اخېستې ده.