پوتین: ترکيه او ایران دې د سوریې لپاره خپل کار ته دوام ورکړي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ترکيه او ایران غږ کړی چې د سوریې د ثبات ټینګولو لباره پر خپلو پلانونو کار ته دوام ورکړي. پوتین نن په سوچي کې د ایران او ترکیې د جمهورو رئيسانو کوربه و. هغه حسن روحاني او رجب طیب اردغان ته ویلي چې له سوریې د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته د ثبات ټينګولو پر پلانونو باید عملي کار وشي. د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ویلي چې له سوریې خپل ټول عسکر باسي. امریکا په سوریه کې ۲۰۰۰ عسکر لري او د افراطي ډلو او داعش سره د مبارزې لپاره د سوریې د عربو او کُردانو د ګډ ائتلاف ملاتړ کوی. Читать дальше...