د سالنګ لویه لار بیا د موټرو لپاره خلاصه شوې
د سالنګونو د څارنې او ساتنې د ادارې مشر، عبدالبصیر حبیبي نن، د فبرورۍ په څوارلسمه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو دوو ورځو کې په سالنګونو کې د واورې د شدت او برفکوچونو له امله دموټرو پر تګ راتګ بندیز و .
ښاغلي حبیبي ویلي چې په سالنګونوکې د واورې شدت او برفکوچونه ساری نه لري.
هغه وویل چې د احتیاط له مخې ، موټرو ته د شپې له خوا د حرکت اجازه نه ورکوي.
