امریکا او اسرائيل نوې هڅې پېل کړي څو پر ایران فشار زیات کړي
هغوی به د منځني ختيځ پر حالاتو په کنفرانس کې چې د واشنګټن په مالي ملاتړ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړ شوی، پر تهران د فشار زیاتولو هڅه وکړي.
تهران په پولنډ کې نننۍ غونډه د سرکس ننداره بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو به نن د فبرورۍ په ۱۴مه د وارسا په غونډه کې ویناوې وکړي.
پهدې غونډه کې تقریباً د ۶۰ هېوادونو استازي ګډون لري.
پامپیو نن د غونډې تر رسمي پېل مخکې وویل چې نړیوال پرته له دې چې د ایران سره سترګې په سترګو شي، په منځني ختیځ کې سوله او امنیت نهشي کتلای.
