شانهان: امریکا له مشورې پرته له افغانستانه ځواکونه نه باسي
شانهان نن د فبرورۍ په ۱۴مه په بلجیم کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې پوځي تړون نورو غړو ته ډاډ ورکړ چې په یو اړخېز ډول به د عسکرو د کمولو لپاره اقدام نه کوي.
هغه د دفاع له وزیرانو سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته وویل چې د دوی ترمنځ هماهنګی لا زیاته شوې ده.
پاتریک شانهان د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او هلته یې وویل چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر د کمولو دستور نهدی ورکړ شوی.
