د بشري حقونو اداره: د ۲۰ افغان فوټبالېستانو ادعاوې دې وڅېړل شي
دې ادارې نن د فبرورۍ ۷مه له نیویارکه په خبرپاڼه کې ویلي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا باید د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي چې مجرمین محاکمه کړي، عیني شاهدان او نجونې فوټبالېستانې مصؤنې وساتي او د جنسي تشدد د قربانیانو سره انصاف وکړي.
د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یو شمېر غړو په نوومبر کې ادعا وکړه چې د فدراسیون مشر کرام الدین کریم او ځينې چارواکو د لوبډلې له جنسي زور زیاتی ورسره کړی، ځورولې او تهدید کړې یې دي.
د افغانستان ولسمشر پهدې اړه د څېړنو لپاره یو کمېسیون ټاکلی و.
کرام الدین کریم او د فدراسیون نور تورن چارواکي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي، د هغوی دندې ځنډېدلي دي.
