پاکستان کې دوه تنه د ګازو د پایپ لاین د الوځولو په تور نیول شوي
د پولیسو ویاندې نبیلا غضنفر نن وویل چې دا دوه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د بېلتوپالې ډلې سره تړاو لري.
دا وایي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په رحیمیار خان سیمه کې یې هم د ګازو پایپ لاین ویجاړ کړی دی.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
