خامنه اي: د "مرګ پر امريکا" شعار د امريکا واکمنانو ته متوجې دى
ايتالله علي خامنه اي نن د ايران د هوايي ځواک يوې غونډې ته په خبرو کې وويل، دغه شعار د امريکا ملت ته نه دى متوجې.
د ايران د هوايي ځواک غړي د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کليزې د بريا په مناسبت راغونډ شوي وو.
د خامنه اي په خبره، مرګ پر امريکا يعنې مرګ پر ټرمپ، د هغه د ملي امنيت پر سلاکار جان بولټن او د بهرنيو چارو پر وزير مايک پامپيو.
په ايران کې وخت ناوخت د مرګ پر امريکا شعارونه د جمعې د لمانځه پر مهال او په هغو لاريونونو او مناسبتونو کې ورکول کېږي چې د حکومت له خوا تنظيم شوي وي.
د خامنه اي د رسمي ويبپاڼې په حواله ده ويلي تر هغو چې د تهران په وړاندې د واشنګټن له دښمنۍ ډکه پالېسي روانه وي، ايران به هېڅ کله له مرګ پر امريکا له شعارونو لاس وانه خلي.
