د ایران د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه او د مخکښو سیاسي ګوندونو ستونزې
په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب څلوېښتمه کلیزه لمانځي، د دې هېواد مخکښ سیاسي ګوندونه له...

په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب څلوېښتمه کلیزه لمانځي، د دې هېواد مخکښ سیاسي ګوندونه له...
ولسمشر اشرف غني وايي، هر څوک چې د دولت پر وړاندې وسله اخلي، د هېواد دښمن دی او باید وځپل شي. ښاغلي غني دا څرګندونې پرون د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د اجرأتو د ارزیابۍ لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې او زیاته یې کړه: "هیله مند یم چې تاسو ته به اوس څرګنده شوې وي چې ولسمشر مو د هغو ولسمشرانو له ډلې نه دی چې کله وايي دوست او کله وايي دښمن، د دښمن تعریف روښانه دی او ستاسو دنده د افغانستان د دښمن ځپل دي." ولسمشر غني همداراز د پولیسو پر ځانګړو ځواکونو چې د ده په وینا د ملکي وګړو د تلفاتو... Читать дальше...
پنټاګون پلان لري چې د اپرېل د میاشتې تر پای پورې ټول امریکايي ځواکونه له سوریې وباسي. دا خبر د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ورکړی دی. د پنجشنبې په ورځ په دې خپاره شوي راپور کې ویل شوي، ټاکل شوې چې له سوریې د امریکايي سرتېرو وتل پر دې سربېره عملي شي چې د امریکا حکومت تر اوسه له دې هېواده د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته دغلته د کردي ځواکونو د خوندیتوب پلانونه نه دي بشپړ کړي. والسټریټ ژورنال ورځپاڼې خپل دا راپور د امریکا د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ورکړی دی. Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالاتونو ایران تورن کړی چې د "له نړېوالې ټولنې سره په مخالفت" د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو په پراختیا او ازموینو بوخت دی. دا له هغو راپورونو وروسته ده چې وايي، ایران له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې فضا ته د توغندي د استولو دوهمه ناکامه تجربه کړې. د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل: "ایران فضا ته په استوونکو توغندیو کې هغه ټکنالوژي کاروي چې په عملي توګه په بالسټیک توغندیو کې کاريدونکې ټکنالوژۍ ته ورته او پر هغې بدليدلی شي." د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي دي چې هېواد یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د تخار ولایت د یوې سیمه ییزې راډیو د دوو کارکوونکو د وژنې په تړاو دوه تنه مشکوک کسان نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پرون په یوه ویډیويي پیغام کې په دې اړه د جدي څېړنو خبر ورکړ او ویې ویل: "دا موضوع په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده، همدا چې څېړنې بشپړې شي، نتیجې به یې د رسنیو له لارې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړو." شفیق اریا او رحیم الله چې د همصدا په نوم د تخار ولایت په یوه سیمه ییزه راډیو کې یې د خپرونو د کوربنو او خبریالانو... Читать дальше...
په سرپل ولایت کې د هاوان د یوې سرګلوې د چاودنې په پېښه کې یوه نجلۍ وژل شوې او یو هلک سخت ټپي شوی دی. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون پنجشنبه مازیګر مهال مرکز سرپل ښار ته نږدې په سید اباد کلي کې وشوه. هغه زیاته کړه: "د امنې په نوم یوه لس کلنه نجلۍ په پېښه کې مړه شوې او یو هلک چې ۱۰- ۱۲ کلن دی، دواړه پښې یې پرې شوي او ټپي دی." د ښاغلي اماني په وینا، د هاوان دا سرګلوله هغه مهال وچاودېده چې دې نجلۍ او هلک لوبې ورسره کولې.
په بامیان کې ولایت کې له پنځه سوو بېوزلو کورنیو سره د ژمي د اړتیا وړ موادو مرسته وشوه. دا مرستې اسلامیک خیریه ټولنې پرون پنجشنبه د شهیدانو په نوم د بامیان ښار په اړونده سیمه کې ووېشلې. په بامیان کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې رئیس رضا رفعت وايي چې اړو کورنیو ته کمپلې، اوړه او د اړتیا وړ نور شیان ووېشل شول.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیال هارون کلیوال په یوه ویډیويي کليپ کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور...
فرانسه وايي، د اروپايي ټولنې د انرژۍ د مارکېټ په مقرره کې د بدلون د هغې طرحې ملاتړ کوي چې ښايي په راتلونکي کې د روسیې او جرمني ترمنځ د طبیعي ګاز د نل لیکې بشپړېدل له خطر سره مخامخ کړي. ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې غړي نن د فبرورۍ په اتمه نېټه په بروکسل کې په خپله غونډه کې له نورو نل لیکو سره د اروپايي ټولنې د ګاز د مارکېټ د نښلولو په اړه بحث وکړي چې یوه به پکې تر بالتیک سمندرګي لاندې اوبو کې، د شمالي سټریم دوه په نوم پلان شوې نل لیکه وي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرو په درشل کې پرون په... Читать дальше...
د اوکراین پارلمان پرون هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د روسيې وګړي په اوکراین کې پر انتخاباتو د څارونکو په توګه کار نه شي کولای. د پارلمان غړو دا قانون په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې تصویب کړ. ټاکل شوې چې د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات په راروانه میلادي میاشت کې ترسره شي. د دې قانون له مخې روسیه نه شي کولای چې د اوکراین پر انتخاباتو د څار لپاره خپل څارونکي حتی په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې هم دې هېواد ته واستوي. اوکراین او روسیه دواړه د دې سازمان غړي دي. Читать дальше...
د کاسوو په پلازمېنه کې سلګونو کسانو د پولیسو د قوماندانۍ مخې ته مظاهره وکړه او د جنسي ځورونو پر وړاندې یې د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه. دا اعتراضونه پر یوې ۱۶کلنې نجلۍ له جنسي تېري وروسته په پلازمېنه پرسټینا کې پیل شول. د شوې ادعا له مخې پر دې نجلۍ په دریناس نومي ښارګوټي کې چې د پلازمېنې په دېرش کیلومترۍ کې پروت دی، جنسي تېری شوی. اعتراض کوونکو پولیس په دې قضیه کې په غفلت تورن کړل او د هغو پر وړاندې یې سخته غوصه څرګنده کړه. ویل شوي چې د پولیسو یو افسر وروسته له هغه پر دې نجلۍ جنسي تېری وکړ... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړې ګلالۍ اسماعیل چې په اسلام اباد کې د اعتراضیه غونډې پرمهال نیول شوې...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.