په بامیان کې له پنځه سوو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
دا مرستې اسلامیک خیریه ټولنې پرون پنجشنبه د شهیدانو په نوم د بامیان ښار په اړونده سیمه کې ووېشلې.
په بامیان کې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د ادارې رئیس رضا رفعت وايي چې اړو کورنیو ته کمپلې، اوړه او د اړتیا وړ نور شیان ووېشل شول.
